د عصر کربلا 

 

لیکوال: نصیب ځدران

دا دنیا د امتحان ځای دی ، د سزا او د جزا ځای نه دی نه یې کامیابي او ناکامي ابدي ده!!!!!!

د کربلا په میدان کې کله چې د حضرت حسین (رض) ټول ملګري شهیدان شول ، یواځې پاتې شو ، ټپي هم وو ، نو خپل زوی عبدالله چې د غیږي ماشوم وو او را ویي غوښتو تر څو آخري دیدن ورسره وکړي ، په غیږ کې یي ونیو ، ښکل یي کړ ، په همدې وخت کې د بل طرف نه غشی راغی او د عبدالله د مری نه بل طرف ته ووتلو او ذبحه شو ، د حضرت حسین (رض) دواړه لاسونه په وینو ډک شول ، موټي یې بند کړل او د آسمان په طرف یې دواړه لاسونه ونیول ویې ویل .

“یا الله !! موږ په هر حال کې درڅخه راضي یو ، که تا خپل نصرت په موږ درولی وي موږ بیا هم درڅخه راضي یو ” !!!!!!!

د دنیا ناکامي یا کامیابي عارضي ده ، الله تعالي خپل بندګان آزمایي چې څوک به په امتحان کې موسي (ع) ، ابراهیم (ع) ، محمد (ص) ، په صف کې دریږی او څوک به د فرعون ، نمرود او ابوجهل په صف کې دریږي ، څوک به د حسین سره یو ځای ځانونه ذبحه کوي څوک به د یزید ، شمر او ابن زیاد سره خاندي !!!!

همداسي امتحان په موږ هم راغلی، یوه ډله ده چې د بګرام ، کیوبا او پلچرخی زندانونه ځان ته خوښ کړل ، خپل بچیان یي د حسین (رض) د ملګرو غوندي د ذبحه کولو لپاره میدان ته حاضر کړل ، د کورونو کلیو څخه مهاجر شول.

او بله ډله ده چې د نړیوالو قوتونو له ویرې او د یو څه مراعاتو په بدل کې لوکس موټر ، عصري دفترونه ، لوی کورونه ، خوښ کړل ، بچیان یي اروپا ته ولیږل ، بانکونه یي د ډالرو ډک کړل ، نه اوله ډله د تل لپاره ناکامه ده او نه دوهمه ډله د تل لپاره کامیابه ده .

دنیا د امتحان ځای ده د کامیابي او ناکامی فیصلې به په آخرت کې کیږی.