
سعادت کلیوال
یوه کس له یو صوفی عالم څخه پوښتنه وکړه چه ولې مسلمانان دومره په بد حال دی؟ هرچیرته په مسلمان زیاتی شوی،وهل ټکول شوی،بندی شوی،بې پته شوی، لنډه دا چه مسلمانان هرځای مظلوم او محکوم دی.عالم ورته وویل چه مسلمانانو په سورت الاخلاص عمل نده کړی.
سائل په حیرانتیا وپوښتل : په سورت الاخلاص کې خو یوازې د الله د توحید او نورو صفاتو بیان دې چه پدې خو ټول مسلمانان ایمان لری.
عالم ورته وویل چه د سورت په ظاهری معنې کې خو ریښتیا د توحید بیان دې خو پدې سورت کې داسې اسرار هم شته دکوم په عملی کولو کې چه د مسلمانانو د کامیابۍ راز دی.عالم ورته د سورت الاخلاص تفسیر داسې بیان کړ :
قل هوالله احد.ظاهری معنی :ورته ووایه چه الله ج یو دې.
باطنی معنی : ای مسلمانانو تاسو هم یو موټی یو قوت شۍ.
الله صمد.ظاهری معنی:الله ج بې نیازه دې یعنې چاته محتاج ندې بلکې ټول مخلوق ده ته محتاج ده.
باطنی معنی:اې مسلمانانو تاسو هم په ځان اعتماد ولرۍ هرکار ته پخپله ملا وتړۍ بل چاته ځان مه محتاج کوۍ بلکې داسې جوړ شۍ چه نور خلک درته محتاج وی.
لم یلد ولم یولد.ظاهری معنی: له الله ج څخه څوک پیدا ندی او نه دی له چا څخه پیدا دی.
باطنی معنی:ای مسلمانانو تاسو له قومیت،سمتیت،نژاد،او تفرقې نه ځانونه وساتۍ.
ولم یکن له کفوا احد.ظاهری معنی:او نشته الله ج لره کوم سیال.
باطنی معنی: نو کله چه تاسو په مذکوره اوامرو باندی عمل وکړ نو په ټول جهان کې به ستاسو سیال او مثال پیدا نشی.
ریښتیا هم چه د مسلمانانو اوسنی وضیعت ته په کتلو سره بې له اتفاق،اخوت او محبت نه بل داسې ملهم په نظر نه راځی چه ددې زخمونو د رغولو طمعه دې ترې وشی.بیا په اوس وخت کې خو کفار د مسلمانانو تر منځ د داسې کرکې د راپیدا کولو کوشش کوی چه تر پیړیو پیړیو به مسلمان ملتونه د یو بل وینې څښی.او په یو مجهول جنګ کې به واقع وی چه ډیری مثالونه ئی په نن صبا کې شتون لری
الله ج دې وکړی چه مسلمه امت د کفارو د دسیسو په مقابل کې چپه خله پاتې نشی او ددوۍ فریبونو ته د اتحاد او ورورګلوۍ په اسلحه شکست ورکړی…امین یا رب الشهداء والمجاهدین