بمبیري: اوباما افغانستان کې ناکام دی

د سیاسي چارو کارپوه كریس بمبیري د روسیې تلویزون آر ټي ته وویل: د امریکا دا پریکړه چې غواړي له ۲۰۱۶ وروسته هم په افغانستان کې خپل عسکر پریږدي، په دې معنا ده چې نور به هم د افغانستان په خاوره کې جګړه روانه وي، ځمکنۍ جګړه، د ډرون الوتکو بریدونه، او نور ولسي قربانیان.
نوموړي زیاته کړه چې دا ټول د بربادۍ یوه فورمول دی.
ارټي: امریکایان په افغانستان کې له ۲۰۰۱ راهیسې میشت دي، دوی هلته د سولي لپاره څه وکړل؟
کریس بمبیري: په افغانستان کې د سولي هیڅ بهیر نه شته، مونږ باید په یاد ولرو چې باراک اوباما په لومړي ځل له همدې وعدې سره ولسمشرۍ ته انتخاب سوی وو، چې نوموړی به د افغانستان څخه خپل ټول عسکر وباسي.
دغه پریکړه چې امریکايي جګړه مار عسکر به تر هغه وخته پاتیږي تر څو چې اوباما له سپيني ماڼۍ څخه رخصتیږي، د اوباما د ادارې لپاره یو ستره ناکامي ده.
په داسي وخت کې چې مونږ تازه د طالبانو هغه پیاوړی قوت ولید چې په څومره اسانۍ سره یې د کندوز ښار ونیوی. که څه هم د لنډي مودې لپاره وو.
د امریکایانو له خوا د بې پولي ډاکټرانو روغتون بمبارول یو فاجعه وه چې په همدې کندوز کې را منځته شوه.
مونږ ته جوته ده چې په افغانستان کې د طالبانو د جګړې کولو قوت نه دی کم شوی، په حقیقت کې که دا پر یو شي دلالت کوي، نو هغه دا خبره ده چې طالبانو اوس خپل نفوذ نوي جغرافیا ته غځولی.
بل اړخ ته مونږ امریکایان وینو چې په ښکاره په افغانستان کې د داعش د نفوذ پراخیدو خبرونه ورکوي، د افغانستان حکومت د دې حالت سره د تعامل وړتیا نه لري، ځکه چې حکومت دوه سری دی، ویشل شوی دی، چې پایله یې زمونږ په مخکې ده چې په هر مجال کې ناکامي ده.
که څه هم د افغاني پوځ په روزلو او تجهیزولو باندي امریکا او ناټو ډیر مصرف وکړ بیا هم چې کله امریکایان په لومړي ځل د جګړې له ډګره پر شا شول، دوی د جګړې له ډګره وتښتېدل.
دوی پوهیږي چې طالبانو د افغاني پوځ په لیکو کې نفوذ کړی او پر هغوی د اعتماد په اړه سوالونه کوي.
که په ټوله کې نتیجه ګیري وکړو، دوی تر شا یو ناکامه دولت پریږدي، چې د نړۍ په سطحه د هیرویین په تولید کې لومړی هیواد دی.
آرټي: امریکا وايي چې د دوی ځواکونه به په افغانستان کې په یوه یا بل نامه تر هغو موجود وي، تر څو هلته حالات نه وي سم سوي، که چیري مونږ د طالبانو وروستیو پرمختګونه په حساب کي ونیسو، د افغانستان څخه د دوی د وتلو کوم چانس سته؟
کریس بمبیري: اوباما په راتلونکي کال کې د امریکايي ځواکونو شمېر تر ۵۵۰۰ را ټیټولو ته احتمالي اشاره کړې، مګر مونږ ته ویل شوي وه له دې وروسته که هر څومره عسکر پاته کیږي، نو هغه به د سفارت د امنیت په خاطر وی، او یا د پوځي روزونکو په حیث به وي.
د کندوز ماتي، که څه هم د کندوز څخه لنډه موده وروسته طالبان ووتل، خو دغه یوه ماته وه او دې اوباما ته ښکاره کړه چې دی باید خپل عسکر د نوري مودې لپاره هم په افغانستان کې پریږدي، ځکه چې افغاني ځواکونه د داسي حالاتو سره د مقابلې توان نه لري.
دا پر هغوی لویو مصارفو، چې د افغانستان د پوځ پر روزني، او تجهیز باندي لګول شوي، یو لوی اتهام دی، چې دوی تر اوسه هم نه دي توانیدلې چې په کورنۍ جګړه کې ټینګ سي، ځکه نو امریکایان به مجبور وي چې نور هم پاته سي.
مونږ باید د امریکايي عسکرو دغه اعلان شوي شمېر ته د امریکا او غرب بې بندوباره جګړه مارو حساب هم ونیسو.
زه فکر کوم که چیري طالبان د کندوز غوندي پر ښارونو باندي په لویو بریدونو کې بریالي سي، بیابه غربي او امریکايي ځواکونه یو ځل بیا د افغانستان په ځمکنۍ جګړه کې هم په پراخه پیمانه شرکت کوي، د بې پلوټه الوتکو په واسطه به بمبارۍ کوي، د هلیکوپتر الوتکو بمبارۍ به هم په جګړه کې برخه اخلي، خصوصا هغه سي لکه کندوز کې چې پر یوه روغتون باندي بمبار وسو، او همداسي به د ولسي وګړو تلفات ورسره زیاتیږي.
د ملکي تلفاتو شمېر چې څومره زیاتیږي، هغومره پر ځمکه د طالبانو قوت ورسره زیاتیږي، ځکه چې د ملکیانو په منځ کې هره مرګ ژوبله، بې پلوټه بریدونه او یا د هلیکوپتر په ذریعه بمبارۍ د امریکایانو په خلاف منفي غبرګون را پاروي.
دا ټول د بربادۍ او تباهۍ لپاره یوه فارمول دی.
بناء په افغانستان کې به د اوباما د ادارې هڅي په تاریخ کې د یو مثبتي هڅي په حیث شمار نه شي.