څیړنه : جنسي اړیکې/ سکس تاسې ته څه ګټه رسوي؟

۱-  رواني فشار له منځه وړي:

دکوروالي / سکس پرمهال  مو بدن د ډوبامین په نوم هرمون تولیدوي ،  دا دماغي هرمون دی او له  رواني فشار په له منځه وړلو کې مهم رول لري. پردې سربېره دسکس پرمهال مو بدن  دانډورفین په نوم هرمون تولیدوي ، دیته  ( نیکمرغۍ هرمون ) هم وايي .

۲- دسپورټ غوره بڼه ده.

سکس/ کوروالی ښه سپورت دی،  دکوروالي پرمهال  داسې فزیکي تغیرات رامنځته کیږي لکه کټ مټ ، چې سپورت کوئ، دا به  وګورئ،چې  ژر ژر تنفس کوئ دا خپله دستړیا مانا ورکوي، که په اونۍ کې دپنځلسو دقیقو په مخه  درې ځل  له خپلې مېرمن سره کوروالې وکړئ، نو په  یوه کال کې ۷۵۰۰ کالري سوځوئ، دسکس پرمهال  دتنفس سرعت  دا ګټه  لري، چې  ډېر اکسیجن واخلئ او دبدن ټولو حجرو ته  همدا اکسیجن ورسیږي. بدن، چې دکوروالي پرمهال  څومره اکسیجن اخلي دا مو هډوکو او غړو ته ګټور دی .

۳-  فشار مو ټیټوي:

په Paisley پوهنتون کې ترسره شوې څیړنه وايي کوروالی / سکس  فشار ټیټوي او نورمال یې ساتي.

۴-  ډیر کوروالی / سکس  مو ځوان ساتي:

که په اونۍ کې درې ځل کوروالی / سکس وکړئ لس کاله له خپل اصلي عمر څخه کم ښکارئ.

۵-  کوروالی / سکس مو د زړه فعالیت ښه ساتي او پر روغتیا یې اغیز مثبت دی، سکس یوازې کالري نه سوځوي، بلکې زړه مو ساتي ، دزړه له حملې خوندي کېدای شئ.

څیړونکی وايي : که یو څوک په منظمه توګه کوروالی کوي، ۴۵٪ دزړه او رګونو له ستونزې څخه خوندي وي.

۶- سکس درد له منځه وړي:

ایا تاسې له نیم سري  اویا درد څخه ځوریږئ؟  ښه خبره ده، درملنه یې  په سکس / کوروالي کې ده، دروماتیزم متخصص ډاکتر جورج ارلش وايي : هغه کسان،چې په منظمه توګه  کوروالی کوي ، د دوی درد درجه ډېره ټېټه وي.

۷- سکس / کوروالی مو پر ځان باور ډیروي.

جنسي اړیکې/ کوروالی  د اوکستسین په نوم هرمون راپنځوي، دا هرمون  ددی لامل کیږي، چې پر ځان مو باور ډېر شي ، دمېرمن او مېړه ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کیږي.

 نوربیا

له روهي ویبپاڼې څحه په مننه