
مجاهد:
د مکرویانو برید په مونږ پورې اړه نه لري
طالبانو د هغې چاودنې په اړه سپیناوی کړی چې پرون مازدیګر د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې د مکرویانو په سیمه کې رامینځ ته شوه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل پرونۍ چاودنه دوی پورې اړه نه لري. نوموړي ویلي:
«هغه انفجار چې پرون ورځ د کابل ښار اړوند د مکرویانو په سیمه کې رامينځ ته شو او ځينې عامو خلکوته يې مرګ ژوبله واړوله، د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه نه لري».
ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې په کابل کې یې له خپلو ټولو مسئولینو سره اړیکه نیولې او د پلټنو په پایله کې ورته جوته شوې چې دوی نن په دغه ولایت کې د کوم برید پلان نه درلود او څه چې ترسره شوي دوی یې په اړه اګاهي نه لري.
نوموړي ټینګار کړی چې د دوی «مجاهدین» د مشرانو له خوا په خورا احتیاط مکلف دی او د هغوی له اجازې پرته برید نه شي ترسره کولای.
د دولتي چارواکو په وینا، په ننني برید کې ۱۲ تنه مړه او تر ۱۰۰ زیات ټپیان دي، چې په وژل شوو کې ۳ تنه بهرنیان دي.
دغه برید پرون مازدیګر ناوخته د کابل ښار د دریم مکرویان په سیمه کې رامینځ ته شو، چې دولتي چارواکو د معمول مطابق له پېښې سمدستي وروسته «ځانمرګی» وباله.
هېره دې نه وي چې دولتي چارواکو هغه خونړی برید هم «ځانمرګی» بللی و چې دوه اونۍ وړاندې یې د کابل په شاه شهید کې سلګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله، چې وروسته په رسنیو کې داسې شواهد خپاره شول چې نوموړې پېښه یې د بهرنیانو هوايي حمله ګڼله.
له نن ټکي اسیا څخه په مننه