ملي اردو په صحرايي محکمه کې د طالب په تور شپونکی وژني (ویډیو)

ستړي عسکر بی ګناه شپونکی په ۲۰۰ مرمیو وژني
ستړي عسکر بی ګناه شپونکی په ۲۰۰ مرمیو وژني

په یوې تازه خپره شوې ویډیو کلیپ کې ښکاري چې د ملي اردو سرتیري په زابل ولایت کې یو ځوان شپونکی نیسي او له نیولو سره سم یې په صحرايي محکمه کې د ټوپکو په غبرګو ضربو  وژني.

د فېسبوک په خواله شبکې کې خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې د ملي اردو سرتیري یو شپونکی د طالب په شک نیسي. له نوموړي پوښتنه کوي چې «ولې له مونږ سره جګړه کوئ؟»

شپونکی چې دواړه لاسونه یې تړل شوي په ځواب کې وايي چې زه شپون یم.

د ملي اردو سرتیری ترې پوښتنه کوي چې «مېږې دې چېرته دي؟» شپونکي په ځواب کې وايي «هاخوا دي». خو د ملي اردو سرتیری یې په خبره باور نه کوي، په داسې حال کې چې یو فارسي ژبی سرتیری د شپونکی خبره تاییدوي او وايي «کتي ګوسفندها بود».

خو په دې وخت کې د سرتیرو قومندان رارسیږي او پرته له پوښتنو ګرویږنو خپل عسکرو ته امر کوي چې «مکمل ضربه یې وولئ». په ویډیو کې لاس تړلی شپونکی ښکاري چې له عسکرو څخه په څو مترۍ کې درول کیږي او دوه ګوته په ماشه سرتیري ترې په پرلپسې ډول پوښتنه کوي «حال وایې که نه». خو د شپونکی ځواب ته د انتظار پرته دواړه عسکر په شپونکي د مرمیو غبرګې ضربې کوي او وژني يې.

د نوموړي له وژلو وړاندې د افغان ملي اردو سرتیري له نیول شوي شپونکي سره یادګاري انځورونه اخلي او له وژلو وروسته په خپل کړي عمل د افتخار په دود د نوموړي جسد ته د ناموس ښکنځلې هم کوي.

نن ټکی اسیا د بشري حقونو د نقض دغه سند بې له سانسوره خپروي او د ملي اردو د عسکرو د ښکنځاوو خپرونې له امله مخکې له مخکې بښنه غواړي.

دلاندني لینک په کښېباسلو سره ددې وحشتناکې صحنې ویدیو لیدلی:

http://www.nunn.asia/51521/%D9%85%D9%84%D9%8A-%D8%A7%D8%B1%D8%AF%D9%88-%D9%BE%D9%87-%D8%B5%D8%AD%D8%B1%D8%A7%D9%8A%D9%8A-%D9%85%D8%AD%DA%A9%D9%85%D9%87-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8-%D9%BE%D9%87-%D8%AA%D9%88/