دا شبکه د انساني قاچاق د مخنېوي، په تړاو د عامه پوهاوی او پر عاملینو یې د قانون پلي کولو لپاره رامنځته شوې ده.

د دغې شبکې په پرانېستغونډه کې د حکومت اجراییه رییس په ګډون د امریکا متحده ایالاتو سفیر او د مهاجرت نړیوال سازمان مسوولینو برخه اخیستې وه.

د ملي یوالي حکومت اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د دې شبکې د پرانستلو په مراسمو کې د انساني قاچاق پر زیاتېدو اندیښنه څرګنده کړه او له عدلي او قضايي ارګانونو یې غوښتنه وکړه چې د دې ستونزې د پایته رسېدو لپاره دې جدي ګامونه واخلي.

د ملي یووالي حکومت اجرايي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې اړه څرګنده کړه: « له انساني قاچاق سره د مبارزې شبکې رامنځته کېدل یوه جدي اړتیا ده. له بده مرغه په افغانستان کې د ستونزو او نا امنیو له امله د قاچاق کوونکو ډلو حضور او فعالیت زیات شوې.

په غونډه کې د عدلیې وزیر او له انساني قاچاق سره د مبارزې شبکې مشر عبدالبصیر انور وویل: « د نشه‎ يي توکو قاچاق ترڅنګ انساني قاچاق د مافیايي او جنایت کاره ډلو یوه عایداتي سرچینه ده. زموږ هېواد د امنیتي او ټولنیزو ستونزو په دلیل، له ستونزو سره مخامخ دی. نو پر دې بنسټ د دغې شبکې جوړل یوه اړتیا وه.

په غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر جان بس هم په افغانستان کې بې ثباتي او تاوتریخوالی د انساني قاچاق له لاملونو یاد کړل او ډاډ یې ورکړ چې له دغې شبکې سره به د انساني قاچاق د مخنېوي لپاره له نږدې کار وکړي.

ښاغلي بس په دې اړه زیاته کړه: « زموږ په کلني رپوټ کې هم د انساني قاچاق په تړاو اندېښنې شریکې شوې دي، افغانستان د قاچاقچیانو لپاره خوندي ټرانزیټ لري. بې ثباتي او تاوتریخوالی د انساني قاچاق لوی لاملونه دي چې افغانستان کې شته.»