ترټولولوی دښمن موپاکستان دی

پنجابیانونن بیا خپلې کږې وږې زامې وښورولې، وايي د افغان طالبانو د سولې خبرې به ژر پیل شي.

په داسې حال کې، چې دطالبانودمحبوب مشر دمړینې حساب کتاب لا نه دی مالوم شوی اوټولې فاتحې یې هم لا نه دي ترسره شوې او نه خو دطالبانو دیوې خولې(دسته جمعي مشر)ټاکل شوی نو بیا ولې دا پنجابیان دومره تلوارلري او په عیني وخت کې په کوم اختیار او زور دومره پورته پورته غورځي؟

څرګنده خبره ده، چې لکه د(مري) جعلي غونډې ته یې چې یو څو طالبان په زور ورکش کړي وو اوس هم دهغوی کنترول په لاس کې لري مانا حتمأ یې برمته کړي دي.

همدغو پنجابیانودملا محمد عمرمجاهد دمړینې خبر له یو منظم پلان سره سم راپورته کړ ترڅو د طالبانو خوځښت په مرګ ونیسي او تبې ته یې راضي کړي خو دال خواره لا تراوسه دپښتنو په روحیاتو پوه نه شول.

پرون مې دبي بي سي رادیوله لارې دښاغلي منصوردادالله مرکه واورېده اوخپله افغاني تنده مې پرې ماته شوه زما د

ښاغلي منصور دادالله دا دوه خبرې خورا ډېرې خوښې شوې، چې د ژورنالست د پوښتنو په ځواب کې یې وکړې:

«موږ وهل شوی او ټکول شوي ددوی(پنجابیانو) له لاسه یو او دسولې خبرې باید دهغه چا لخوا ونشي، چې همېشه یې زموږ په غاړه کې پړی راچولی او هرې خوا ته مو کشوي».

نو ای ګرانو افغانانو او په لمبو پوخوشوو پښتنو!

دښاغلي دادالله منصور په داپخو او تاریخي خبرو به څنګه نه ویاړو باید پرې وویاړو او په ګډه زموږ دتاریخي دښمن (پاکستان)مخ ورتور، زامې یې ورکږې اوله آموترجیلمه خپل اولسونه په یوه بیرغ کې را ونغاړو له الله تعالی ج څخه  دهغې ورځې په هیله.

درنو لوستونکو!

باور وکړئ ، چې له جنګ جګړو څخه سخته کرکه لرم خو له بده مرغه، چې بې له جګړې خپلواکي او سوله لاس ته نه شي راتلای.

دا، چې پنجابیان په توده کې سړه نه راولي باید سر پرې خلاص کړو، چې آیا دازموږدمورزامن څومره مهربان شول، چې افغـــــان ټغر ته امن اوســـوله راوړي نه نه نه او بیا هم نه دا نه سوله ده نه امن بلکې هغه توردامونه دي ، چې غبرګ سري او ټيټ سري کابل ناستي  یې نه ویني.

اشرف غني خو به ډېر څه ورسره منلي وي خو لکه پخوا مې، چې وېلي وو بیا یې هم تکراروم، چې خیبرڅه چې آن ماهي فرهم ور وبښي پنجابیان په ولله که قناعت وکړي او جګړو ته به نور ډولونه ورکړي تر څو یې زموږ وروستی افغان ورور یا خور نه وي راته ختم کړي.

نو آی وروڼو قومونو!

دخلاصون لار مو یوازې او یوازې ملي یووالی دی راځئ، چې د پردیپالو ګیلم ورجم اوداسې چاته دحکومتولۍ چانس ورکړو، چې له هرڅه لمړی ملي اوفردي ناموث راته وساتي اوهیڅکله دطالبانو په ټوټه کېدو خوښ نه شو ځکه چې دا خو یوازې طالبان دي، چې دوطن دغلیم سترګه ورڅخه سوځي.

راځم اصل موضوع ته، چې پاکستان ولې دومره مکار او د دې ټولو نړیوالو په سترګو کې خاورې وراچوي؟

هو!

دپاکستان څېره او تورې موخې اوس ټولو ته بربنډې شوې.

کوم څوک، چې همدا اوس دطالبانو دمشري دعوه کوي بایدژر ترژره دپاکستان دکنترول له ساحې څخه ځانونه بلې خوا ته وباسي او که نه هم به ځان هم به افغانستان تباه کړي دا خبرې مې په تېره لیکنه کې هم ذکرکړې وې یو ځل یې بیا تکراروم، چې زموږ ګران تاریخي افغانستان ته نجات ورکړئ دشمال په غلو به یې هیڅوک هم راشل نه کړي بس تاسې توره وکړئ اود انګرېز له بجوڼي(پاکستان)څخه ځانونه خلاص کړئ.

بیا یې هم تکراروم، چې لمړی:

ــ پوځي او سیاسي مورال له لاسه مه ورکوئ.

ــ له پاکستان څخه بهر په یووالي سره خپل مشروټاکئ.

ــ له پاکستان سره دخپل محبوب مشر دقتل حساب او کتاب وکړئ ترڅو دافغانانو ملي روحیه پیاوړې او له تهمتونو څخه هم خلاص شئ.

ــ دسولې خبرې یوازې او یوازې له امریکا سره هغه هم له پاکستان څخه بهر وکړئ.

ــ دبې پرې ګاونډیانو اوزورورو سیموالو ملاتړ درخپل کړئ تر څو بری مو په برخه شي.

 

دښاغلي داد الله منصور مرکه دلاندني لینک په کښېباسلو سره اورېدلی شې:

http://www.bbc.com/pashto/multimedia/2015/08/150804_gn_mansoor_dadullah

زما تېره لیکنه دلاندني لینک په کښېباسلو سره لوستلی شئ:

http://www.nunn.asia/50248/%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%88-%D9%85%D9%87-%D9%88%D8%A7%D8%B1-%D8%AE%D8%B7%D8%A7-%DA%A9%DB%90%DA%96%D8%A6/ 

http://www.zarlakht.net/content.php?id=9604 

پاکستاني واکمنو دپاکستان له زېږندې تر نن ورځې زموږ د دربدري او تباهی هڅو ته دوام ورکړی، زموږ دنږدې څلوېښت کلن ناورین حساب باید له پاکستان سره وشي، همدې پنجابیانو زموږ دسر سړی راته پرې نه ښود، یو یې دکمونست په تور راته حلال اوبل یې دسخت دریځ په تور په لویدېځو چړو راته حلال کړ.

دملابرجان او ډاکترنجیب الله وژنې یو له بل سره تړاو لري او دا دپاکستان دتورنیت او تورې نقشې یوه برخه وه، په مزارشریف کې دایراني دیپلوماتانو وژنه هم په غالب ګمان سره د آی.آیس.آی لخوا شوې ده په دې اړوند دلاندني لینک په کښېباسلو سره نور مالومات هم ترلاسه کولای شئ:

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/21049

دیوخپلواک، هوسا اوبسیا افغانستان په هیله