ایراني دیپلومات په مزارشریف کې د خپلو دیپلوماتانو په وژلو کې طالبانو ته برات ورکړ
په افغانستان کې د ایران د سفارت پخواني شارژدافېر د شنبې په ورځ فارس نیوز خبري اژانس ته په مرکه کې وویل چې په ۱۳۷۷ لمریز کال په مزارشریف کې ایراني دیپلوماتان طالبانو نه ول وژلي.
محمد رضا فرقاني، چې اوس په مشهد ښار کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د څانګې مرستیال دی، وايي چې طالبان په هماغه وخت د واک د ترلاسه کولو په لټه کې ول.
ده همداراز وویل چې طالبانو ایراني دیپلوماتان ونیول، څه یې ورته ونه ویل او خوشي یې کړل.
۱۷ کاله پخوا یعني په ۱۳۷۷ لمریز کال د طالبانو لاس ته د مزارشریف د لوېدو په لومړیو شېبو کې، د ایران پر کونسلګرۍ برید وشو او کارکوونکي یې په ډله ییز ډول ووژل شول. طالبانو د دغه برید مسوولیت ونه مانه خو ایران طالبان د برید مسوول وبلل او نژدې و چې پر افغانستان یرغل وکړي. په زرګونو ایراني پوځیان د افغانستان په پولو کې ځای پرځای شول خو د ایران د هماغه وخت ولسمشر او نورو چارواکو پر افغانستان حمله د خپل هیواد لپاره یوه لومه وبلله او له یرغله یې ډډه وکړه.
په افغانستان کې د ایران پخواني شارژدافېر وویل چې ایراني دیپلوماتان د بهرنیو استخباراتو له لوري ووژل شول څو د افغانستان او ایران ترمنخ د اختلاف او دښمنۍ زړي شنه شي.
د ښاغلي فرقاني په وینا په دې برید کې د ایران ۸ دیپلوماتان او یو خبریال ووژل شول خو یو دیپلومات روغ پاتې شو چې ده دا معجزه وبلله.
خو روغ پاتې شوی دیپلومات یو بلوڅ سني مذهبه و چې د ډېرو په باور د نه وژلو اصلي علت یې دا و چې ایرانیان لا زیات وپارېږي.
د ایران د سفارت پخواني شارژدافېر دا هم وویل چې هماغه جاسوسي ادارې لا هم له طالبانو سره په ارتباط کې دي او دوی له دوو کلونو وروسته د ملاعمر د مړینې خبر خپور کړ.
له تاند څخه په مننه
دپاکستان دکرغېړنو واکمنانواعمال اوکردارپه لاندني لینک کې وګورئ: