دقدرمن ډاکترصاحب نثاراحمد صمد د روژې مبارکې ددوهمې برخې دتحفوتوحید له ځوابونو سره

لیکوال : محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد

د روژې پنځلسمه تحفه

ګرانو دوستانو ، روژه مبارکه هم نیمایی ته ورسیده او خدای دی وکړی چی تیرو برخو څه نا څه معنوی ، روحانی او ایمانی ګټه رسولې وی . ښایی هغو کسانو ته چی د دین په چارو کی کهالت او عطالت لری ، که نور څه نه وی اقلأ معلوماتی خو واقع سوي وی ! څه معلومه ده چی ژوند به نوره یاري هم وکړی که یا ؟! څومره ناوړه او غلط کارونه مو کړي دي ؟! آیا یوه ذره ګټه یې رارسولې ده ؟ راځی چی نور نو په ځان کی بدلون راوړو تر څو الله تعالی مو روان حالت رابدل کړی ( القرآن ) ؛ که نه همدا په اصطلاح آش او همدا کاسه به وی او خوله  به مو راسوځوي . نو دا هم پنځلسمه تحفه ، ستاسو د ځوابونو په طمع . والسلام  ( ن . صمد،nsamad57@hotmail.com).

پوښتنی :

۱ ـ د سورهً آل عمران په کوم آیت کی د رسول الله (ص) مبارک نوم ( محمد ) ذکر سوی دی ؟

۲ ـ په سورهً النسأ کی د چا حقوق ډیر بیان سوي دي ؟

۳ ـ د سورهً آل عمران په کوم آیت کی د حضرت عیسی (ع) د ژوندي پورته کولو بیان سوی دی ؟

۴ ـ په سورهً نسأ کی تر ټولو اول د کوم پیغمبر نوم راځي ؟

۵ ـ د المایًده معنی څه ده ؟

۶ ـ که یو ناروغ د روژه نیولو له امله د ناروغۍ تشویش لری یا یې مریضي زیاتیږی یا د ناروغۍ د اوږدېدو اندیښنه یې وی او روژه ماته کړی نو څه کیږی ؟

الف : قضایی باید ونیسي ؛ 

ب : قضایی او کفاره دواړه باید ادا کړی ؛

ج : روژه قطعأ نسي ماتولای ؛ 

د : نه قضایی او نه کفاره لری .

۷ ـ داسی زوړ شخص چی په آینده کی د کمزورۍ له امله قضایی روژه نه سي نیولای نو د هری روژې په بدل کی باید فدیه ورکړي . دا فدیه څه مقدار وی ؟

الف : د یوې صدقهً فطر مقدار ؛ 

ب : په یو مسکین تر ماړه نسه ډوډۍ خوړل ؛

ج : په درو مسکینانو ډوډۍ خوړل ؛ 

د : په اوو مسکینانو ډوډۍ خوړل .

۸ ـ اسلام د اخلاقو په اړه څه وایی ؟

الف : بېله هغه ایمان نیمګړی ( نامکمل ) دی ؛ 

ب : پر خپلو اعمالو خوشحاله کېدل ؛

ج : د کافرانو او منافقانو څخه ځان ګوښه کول ؛ 

د : دین ته رابلل او تبلیغ کول .

۹ ـ پنځه لمونځونه کله فرض سول ؟

الف : د اسرأ او معراج پر مهال ؛ 

ب : د قدر په شپه ؛

ج : د بدر په غزا کی ؛ 

د : مدینې ته د هجرت څخه وروسته .

۱۰ ـ چا غوښتل چی معصیب بن عامر ووژنی خو د قرآن په اوریدلو مسلمان سو ؟

الف : عباده بن صامت ؛ 

ب : اسید بن حضیر ؛

ج : معاذ بن حارث ؛ 

د : ټول غلط .

او دا هم د نن زرین اصل : یو عالم ویلی دي : حیران یم چی خلک د ډاکټر په « خبره » حلال پریږدی ، خو د الله په « امر » حرام نه پریږدی !

د روژې د تحفو ځوابونه

( دوهمه برخه )

 

د ۲۰۱۵ کال د روژې د مبارکی میاشتی د ټولو تحفو د پوښتنو ځوابونه په لاندی ډول دي ( البته لومړنۍ برخه یې دوې اوونۍ مخکی خپره سوې وه ) . هیله ده چی دا ټولی برخی په یو فایل کی وساتل سی . ځکه علم باید خاموش نه وی بلکی تکثیر او خپور سی .

زموږ د دې لړۍ په سیالۍ کی درې کسان ګټندوی سول چی هغه دا دي : ښاغلی ولی رحمن لومړی مقام ، ښاغلی احمد الله عاطفی دوهم مقام او ښاغلی ډاکټر اختر محمد کلیوال درېیم مقام . زه دوی درو واړو ته د زړه له تله مبارکي وایم او الله تعالی دی یې د ژوند په ټولو چارو کی بریمن او پتمن لری . دوی ته به د وعدې مطابق انشاالله زما څلور جلده کتابونه ورولیږل سی .

 

د پنځلسمی تحفې ځوابونه :

۱ ـ د سورهً آل عمران په کوم آیت کی د رسول الله (ص) مبارک نوم ( محمد ) ذکر سوی دی ؟ ځواب : په آیت نمبر ۱۴۴ کی .

۲ ـ په سورهً النسأ کی د چا حقوق ډیر بیان سوي دي ؟ ځواب : د ښځو حقوق .

۳ ـ د سورهً آل عمران په کوم آیت کی د حضرت عیسی (ع) د ژوندي پورته کولو بیان سوی دی ؟ ځواب : آیت نمبر ۵۵ .

۴ ـ په سورهً نسأ کی تر ټولو اول د کوم پیغمبر نوم راځي ؟ ځواب : د حضرت ابراهیم (ع) نوم .

۵ ـ د المایًده معنی څه ده ؟ ځواب : دسترخوان .

۶ ـ که یو ناروغ د روژه نیولو له امله د ناروغۍ تشویش لری یا یې مریضي زیاتیږی یا د ناروغۍ د اوږدېدو اندیښنه یې وی او روژه ماته کړی نو څه کیږی ؟ الف : قضایی باید ونیسي .

۷ ـ داسی زوړ شخص چی په آینده کی د کمزورۍ له امله قضایی روژه نه سي نیولای نو د هری روژې په بدل کی باید فدیه ورکړي . دا فدیه څه مقدار وی ؟ الف : د یوې صدقهً فطر مقدار .

۸ ـ اسلام د اخلاقو په اړه څه وایی ؟ الف : بېله هغه ایمان نیمګړی ( نامکمل ) دی .

۹ ـ پنځه لمونځونه کله فرض سول ؟ الف : د اسرأ او معراج پر مهال .

۱۰ ـ چا غوښتل چی معصیب بن عامر ووژنی خو د قرآن په اوریدلو مسلمان سو ؟ ب : اسید بن حضیر .

 

د روژې شپاړسمه تحفه

عزتمنو لوستونکو ، د روژې مبارکه میاشت تر نیمایی واوښته او مرحبا په الوداع سره بدله سوه . زموږ د ټولو ژوند هم کټ مټ د الوداع په حال کی دی . نن وی که سبا ، ملک الموت مو راګیروی . آیا څوک پوهیږی چی همدا روژه به پوره کړو ؟! آیا راتلونکې روژه به « دلته » یو که « هلته » ؟! نو څومره به ښه وی چی توښه همدا اوس لا برابره کړو او موقع له لاسه و نه باسو . یعنی زیات عبادت ، اطاعت ، ریاضت ، تلاوت او افادیت ته مخه کړو . دا هم د روژې شپاړسمه تحفه ، ستاسو د ځوابونو په امید . خو دوستانو ته باید ډاډ ورکړم چی د ټولو برخو ځوابونه به د روژې تر ختمېدو وروسته انشاالله خپاره کړم، والسلام ( ن . صمد،nsamad57@hotmail.com).

پوښتنی :

۱ ـ د قرآن مجید په کوم سورت کی د اوداسه ذکر سوی دی ؟

۲ ـ په سورهً الانعام کی د کوم پیغمبر نوم څلور واره ذکر سوی دی ؟

۳ ـ د المایًده لفظ د المایًده سورت په کوم آیت کی راغلی دی ؟

۴ ـ د سورهً التوبه بل نوم څه دی ؟

۵ ـ په سورهً المایًده کی د کوم پیغمبر نوم درې واره راغلی دی ؟

۶ ـ سترګی تورول ، سر غوړول ، پیغور ورکول ، چغلي کول پر روژه څه اثر کوی ؟

الف : روژه ماتوي ؛ 

ب : روژه نه ماتوی ؛

ج : روژه ماتوی او باید قضایی راوګرځول سی ؛ 

د : باید قضایی او کفاره دواړه ادا سی .

۷ ـ که روژه لرونکی خپل نوکان واخلی یا وریښتان لنډ کړی یا سر وخریی نو ؟

الف : روژه یې ماتیږی ؛ 

ب : روژه یې نه ماتیږی ؛

ج : روژه یې مکروه کیږی ؛ 

د : ټوله غلط دي .

۸ ـ د مور او پلار تر وفات وروسته د هغوی حقوق څه دي ؟

الف : ښه نوم ګټل ، ښه تعلیم حاصلول ، واده کول ؛ 

ب : چا ته تکلیف نه ورکول ، د مشرانو احترام کول ، شرعیت منل ؛

ج : د مغفرت دعا ، د قبر زیارت ، د نفلي او مالي صدقو ثواب وربخښل ؛ 

د : تل د هغوی د ناز او مهربانیو یادول .

۹ ـ پیغمبر صلی الله علیه وسلم د معراج په شپه څنګه آسمان ته ولاړ ؟

الف : جسمأ او روحأ ؛ 

ب : یوازی روحأ ؛

ج : په خوب کی ؛ 

د : په تصور کی .

۱۰ ـ رسول الله (ص) څونه موده د ثور په غار کی پاته سو ؟

الف : درې ورځی ؛ 

ب : یوه هفته ؛

ج : یوه شپه او ورځ ؛ 

د : څلور ورځی .

او دا هم د نن زرین اصل : که دي د دنیا په محکمه کي عدالت پیدا نکړ نو خپله دوسیه د آخرت و محکمې ته پرېږده ، ځکه چي هلته شاهدان پرښتې (ملایکی) دي او ستا دعوه ساتلې ده او قاضي هم رب العالمین دی !

 

د شپاړسمی تحفې ځوابونه :

۱ ـ د قرآن مجید په کوم سورت کی د اوداسه ذکر سوی دی ؟ ځواب : په سورهً المایًده کی .

۲ ـ په سورهً الانعام کی د کوم پیغمبر نوم څلور واره ذکر سوی دی ؟ ځواب : د حضرت ابراهیم (ع) نوم .

۳ ـ د المایًده لفظ د المایًده سورت په کوم آیت کی راغلی دی ؟ ځواب : په آیت نمبر ۱۱۲ او ۱۱۴ کی .

۴ ـ د سورهً التوبه بل نوم څه دی ؟ ځواب : سورهً برأت .

۵ ـ په سورهً المایًده کی د کوم پیغمبر نوم درې واره راغلی دی ؟ ځواب : د حضرت موسی (ع) نوم .

۶ ـ سترګی تورول ، سر غوړول ، پیغور ورکول ، چغلي کول پر روژه څه اثر کوی ؟ ب : روژه نه ماتوی .

۷ ـ که روژه لرونکی خپل نوکان واخلی یا وریښتان لنډ کړی یا سر وخریی نو ؟ ب : روژه یې نه ماتیږی .

۸ ـ د مور او پلار تر وفات وروسته د هغوی حقوق څه دي ؟ ج : د مغفرت دعا ، د قبر زیارت ، د نفلي او مالي صدقو ثواب وربخښل .

۹ ـ پیغمبر صلی الله علیه وسلم د معراج په شپه څنګه آسمان ته ولاړ ؟ الف : جسمأ او روحأ .

۱۰ ـ رسول الله (ص) څونه موده د ثور په غار کی پاته سو ؟ الف : درې ورځی .

د روژې اوولسمه تحفه

ګرانو لوستونکو ، که موږ او تاسی د کال د ۳۶۵ ورځو څخه فقط ۳۰ ورځی روژې ونیسو (  چی د خدای امر دی ) ، او هره ورځ یو څه قرآن هم تلاوت کړو نو څه ضرر به مو کړی وی ؟ حال دا چی هم به الله راڅخه راضی وی او هم به مو له دوږخه نجات او جنت ته د شمولیت ضمانت حاصل کړی وی ، ځکه دا الهی قول دی . خو بریالیتوب دا دی چی پر خپل نفس غالب اوسو ، که نه ناکام به یو . نو همدې مهمی باریکۍ ته په توجه سره لطفأ اوولسمه تحفه ومنیً او خپل ځوابونه راولیږئ . باید یادونه وکړم چی د ټولو برخو ځوابونه به د روژې تر ختمېدو وروسته انشاالله خپاره کړم . والسلام ( ن . صمد،nsamad57@hotmail.com).

پوښتنی :

۱ ـ په سورهً الاعراف کی د کوم پیغمبر نوم اووه ځله راغلی دی ؟

۲ ـ په قرآن مجید کی د څو مسجدونو ذکر راغلی او نومونه یې څه دي ؟

۳ ـ هغه کوم پیغمبر دی چی په ټول قرآن کی یې صرف یو ځل نوم ذکر سوی دی ؟

۴ ـ هغه کوم سورت دی چی په پیل کی یې بسم الله الرحمن الرحیم نسته ؟

۵ ـ هغه کوم پیغمبر دی چی په سورهً یونس کی یې نوم اته واره ذکر سوی دی ؟

۶ ـ که روژه لرونکی په غلطي سره فکر وکړی چی لمر لویدلی دی ، نو روژه ماته کړی خو وروسته پوه سي چی تر لمر لوېدو مخکی یې روژه ماته کړې ده نو ؟

الف : قضایی او کفاره دواړه لازم دي ؛ 

ب : قضایی او کفاره دواړه لازم نه دي ؛

ج : قضایی لازمه ده خو کفاره لازمه نه ده ؛ 

د : روزه یې صحیح ده او نه ماتیږی .

۷ ـ که په روژه کی بلغم معدې ته ولاړ سی نو ؟

الف : روژه یې ماتیږی ؛ 

ب : روژه یې نه ماتیږی ؛

ج : روژه یې مکروه ده ؛ 

د : بله ( قضایی ) روژه باید ونیسي .

۸ ـ د امانت په هکله اسلام څه حُکم کوی ؟

الف : اې مؤمنانو! په غلطه او ناروا طریقه سره د نورو مال مه خورئ ؛ 

ب : د هغو خلکو چی امانتونه ( او حقوق ) یې ستاسو سره دي، هغه صحیح او پوره ادا کړئ ؛

ج : د خپلی ګټی له پاره د نورو تاوان پر ځان ومنیً ( برداشت کړئ ) ؛ 

د : ټوله صحیح دي .

۹ ـ د الله تعالی د تعبیر له مخی د اسرأ او معراج هدف څه و ؟

الف : چی خپل آیتونه ( نښانۍ ) ور وښیی ؛ 

ب : چی کفار اسلام ته راوبولی ؛

ج : چی د پیغمبر (ص) د یارانو ایمان پیاوړی کړی ؛ 

د : چی نبوي معجزې انسانانو ته وښیی .

۱۰ ـ پیغمبر علیه السلام او ابوبکر (رض) د مکې څخه تر وتلو وروسته چیری ولاړل ؟

الف : د ثور غار ته ؛ 

ب : د حرا غار ته ؛

ج : د ام معبد کور ته ؛ 

د : ټوله غلط .

او دا هم د نن زرین اصل : موږ افغانان هر یو نارې وهو چی د هیواد موجوده وضع د زغملو نه ده او باید بدله سي ، خو په ځانونو کی د بدلون راوستلو فکر د هیچا سره نسته ( چی الهي امر دی ) !

 

د اوولسمی تحفې ځوابونه :

۱ ـ په سورهً الاعراف کی د کوم پیغمبر نوم اووه ځله راغلی دی ؟ ځواب : د حضرت آدم (ع) نوم .

۲ ـ په قرآن مجید کی د څو مسجدونو ذکر راغلی او نومونه یې څه دي ؟ ځواب : پنځه مسجدونه : مسجدالحرام ، مسجد الضرار ، مسجد النبوي ، مسجدالاقصا ، مسجد قبا .

۳ ـ هغه کوم پیغمبر دی چی په ټول قرآن کی یې صرف یو ځل نوم ذکر سوی دی ؟ ځواب : عُزیر (ع) او ذوالنون (ع) .

۴ ـ هغه کوم سورت دی چی په پیل کی یې بسم الله الرحمن الرحیم نسته ؟ ځواب : سورهً التوبه ( برأت ) .

۵ ـ هغه کوم پیغمبر دی چی په سورهً یونس کی یې نوم اته واره ذکر سوی دی ؟ ځواب : حضرت موسی (ع) .

۶ ـ که روژه لرونکی په غلطي سره فکر وکړی چی لمر لویدلی دی ، نو روژه ماته کړی خو وروسته پوه سي چی تر لمر لوېدو مخکی یې روژه ماته کړې ده نو ؟ ج : قضایی لازمه ده خو کفاره لازمه نه ده .

۷ ـ که په روژه کی بلغم معدې ته ولاړ سی نو ؟ ب : روژه یې نه ماتیږی .

۸ ـ د امانت په هکله اسلام څه حُکم کوی ؟ ب : د هغو خلکو چی امانتونه ( او حقوق ) یې ستاسو سره دي ، هغه صحیح او پوره ادا کړئ .

۹ ـ د الله تعالی د تعبیر له مخی د اسرأ او معراج هدف څه و ؟ الف : چی خپل آیتونه ( نښانۍ ) ور وښیی .

۱۰ ـ پیغمبر علیه السلام او ابوبکر (رض) د مکې څخه تر وتلو وروسته چیری ولاړل ؟ الف : د ثور غار ته .

د روژې اتلسمه تحفه

روژه د جسم او روح دواړو لپاره ده . جسم د خوراک ، څښاک او جماع څخه منع وی . هر روژیاتی باید د غیبت ، درواغو ، تهمت ، چغلیو ، حسد او نورو څخه ځان پخپله منع کړی . په بل عبارت ، د روژه لرونکې بدن هغه دی چی لاس ، پښه ، سترګی ، غوږونه ، شرمګاه ، معده او زړه یې د ګناه کولو څخه روژه وی . یعنی سترګی یې حرامو ته د کتلو څخه ، غوږونه د حرامو اورېدلو ( مثلأ درواغ ، غیبت ، چغلی.... ) څخه ، لاس د حرامو اخیستلو ، پښې حرامو ته له ورتګه ، ژبه د درواغ ، فحش او باطل ویلو ، معده د خوړلو او څښلو ، شرمګاه د جنسی عمل څخه ډډه او مخنیوی وکړی . نو دا مهال بدن په رښتیا هم روژه نیولې ده . که داسی نه وی ، نو حیوان هم وږی ساتل کیدای سی خو هغه ته روژه نه ویل کیږی !  دا هم د روژې اتلسمه تحفه او خپل ځوابونه راولیږئ . باید ډاډ درکړم چی د ټولو برخو ځوابونه به د روژې تر ختمېدو وروسته انشاالله خپاره کړم . والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).

پوښتنی :

۱ ـ هغه کوم پیغمبر دی چی په سورهً هود کی یې نوم څلور واره راغلی دی ؟

۲ ـ په قرآنکریم کی د څو فرشتو نومونه ذکر سوي دي ؟ نومونه یې وښیاست .

۳ ـ په سورهً یوسف کی د یوسف (ع) نوم څو واره ذکر سوی دی ؟

۴ ـ په سورهً الحجر کی په خاص ډول د کوم قوم یادونه سوې ده ؟

۵ ـ په کوم سورت کی الله تعالی د قرآن مجید د حفاظت ذمه پخپله اخیستې ده ؟

۶ ـ که روژه لرونکی ناړی ( لاړی ) په خوله کی جمع کړی او بیا یې تیری کړی نو څه کیږی ؟

الف : روژه فاسدوي ؛

ب : روژه مکروه کوی ؛

ج : هیڅ فرق نه کوی ؛

د : قضایی باید ونیسی .

۷ ـ په حلق کی د مچ یا غوماشی ( میاشی ) په تللو سره روژه څنګه ده ؟

الف : ماتیږی ؛

ب : نه ماتیږی ؛

ج : مکروه کیږی ؛

د : بله روژه باید ونیسی .

۸ ـ آیا کافر به همیشه د جهنم ( دوږخ ) په عذاب کی وی او که تر څه مودې وروسته فنا کیږی ؟

الف : تل به د دوږخ  په عذاب کی وی ؛ 

ب : تر یو څه عذاب وروسته فنا کیږی ؛

ج : تر اوږدې مودې عذاب وروسته بخښل کیږی ؛ 

د : تر ډیر عذاب وروسته فنا کیږی .

۹ ـ تر ټولو لومړنی مسجد چی پیغمبر (ص) جوړ کړ کوم یو و ؟

الف : مسجد نبوي ؛ 

ب : مسجد قبا ؛

ج : مسجد قبلتین ؛ 

د : مسجد حرام .

۱۰ ـ د رسول الله (ص) کومی لور هجرت ونکړ ؟

الف : زینب (رض) ؛ 

ب : ام کلثوم (رض) ؛

ج : رقیه (رض) ؛ 

د : فاطمه (رض) .

او دا هم د نن زرین اصل : ګرانه وروره او محترمی خور ، کله چي ته د چا بدي وايې ، نو دا ته خپله بدي بيانوې . که هغه بد وی او که نه ، ته خو بد ( یا بده ) سوې !  

 

د اتلسمی تحفې ځوابونه :

۱ ـ هغه کوم پیغمبر دی چی په سورهً هود کی یې نوم څلور واره راغلی دی ؟ ځواب : حضرت صالح (ع) .

۲ ـ په قرآنکریم کی د څو فرشتو نومونه ذکر سوي دي ؟ نومونه یې وښیاست .

ځواب : شپږ دي : جبرایل (ع) ، میکایل (ع) ، اسرافیل (ع) ، ملک الموت (ع) ، هاروت (ع) ، او ماروت (ع) .

۳ ـ په سورهً یوسف کی د یوسف (ع) نوم څو واره ذکر سوی دی ؟ ځواب : ۲۴ واره .

۴ ـ په سورهً الحجر کی په خاص ډول د کوم قوم یادونه سوې ده ؟ ځواب : د ثمود قوم .

۵ ـ په کوم سورت کی الله تعالی د قرآن مجید د حفاظت ذمه پخپله اخیستې ده ؟ ځواب : د الحجر سورت نهم آیت .

۶ ـ که روژه لرونکی ناړی ( لاړی ) په خوله کی جمع کړی او بیا یې تیری کړی نو څه کیږی ؟  ج : هیڅ فرق نه کوی .

۷ ـ په حلق کی د مچ یا غوماشی ( میاشی ) په تللو سره روژه څنګه ده ؟  ب : نه ماتیږی .

۸ ـ آیا کافر به همیشه د جهنم ( دوږخ ) په عذاب کی وی او که تر څه مودې وروسته فنا کیږی ؟ الف : تل به د دوږخ  په عذاب کی وی .

۹ ـ تر ټولو لومړنی مسجد چی پیغمبر (ص) جوړ کړ کوم یو و ؟ ب : مسجد قبا .

۱۰ ـ د رسول الله (ص) کومی لور هجرت ورسره ونکړ ؟ الف : زینب (رض) .

د روژې نولسمه تحفه

پرون مو وویل چی روژه جسمانی او روحانی دواړه اړخونه لری او جسمانی روژه مو مختصرأ وشنله . خو روحانی اړخ یې دا دی چی روژه انسان متقی کوی ، یعنی : روح پیاوړی کوی ، توبه مساعدوي ، ګناهونه سوځوي ، معنوی او فرهنګی بیا رغونه ایجادوي او باالاخره ایمان ټینګوي . څنګه ؟ داسی که جسمانی روژه رښتیانۍ او صادقانه وی نو یو مسلمان به ډیر عبادات ، نوافل ، تسبیحات ، ذکر او تهلیل کوی ؛ تلاوت ، عفو ، ښه سلوک ، حوصله ، صبر ، حِلم او زغم ، تواضع ، صدقه او خیرات..... به کوی . نو ځکه روژه یوه روحانی توښه ده چی مسلمانان یې د ځانو سره آخرت ته وړی .

پوهانو ویلی دي چی معده د ډول ډول ناروغیو کور دی . د دغه کور صفایی او پاکي په همدې میاشت کی کیږی . نو الله دی د جسمانی او روحانی روژې د بشپړ مراعاتولو توفیق راکړی ، او دا هم نولسمه تحفه . ستاسو د ځوابونو په امید . زما له خوا به د ټولو برخو ځوابونه تر روژې مبارکی وروسته انشاالله خپاره سی . والسلام ( ن . صمد،nsamad57@hotmail.com).

پوښتنی :

۱ ـ د سورهً بنی اسراییل بل نوم څه دی ؟

۲ ـ په سورهً النحل کی د سجده آیت نمبر څو دی ؟

۳ ـ په سورهً بنی اسراییل کی سجده آیت کوم یو دی ؟

۴ ـ د سورهً النحل معنی څه ده ؟

۵ ـ د قرآنکریم کوم دوه سورتونه ۱۱۱ آیتونه لری او کوم دوه یې ۴۵ آیتونه لری ؟

۶ ـ آیا ښځه د خپل کور په هغه ځای کی اعتکاف کولای سی چی د لمانځه له پاره یې ټاکلی وی ؟

الف : هوکې ؛ 

ب : یا ؛

ج : مکروه دی ؛  

د : ښځه اعتکاف نه کوی .

۷ ـ د مسنون او واجب اعتکاف له پاره روژه لرل شرط ده ؟

الف : یا ؛ 

ب : هو ،

ج : مباح دی ؛ 

د : اعتکاف نه مسنون وی نه واجب .

۸ ـ ملایکی ( فرشتې ) پر مسلمانانو کوم حقوق لری ؟

الف : د هغوی پر شتون عقیده لرل ، په کور کی عکس ، تصویر او سپیً نه ساتل ؛ 

ب : د ملایکو اطاعت کول ، مینه ورسره لرل ، ښه یې ښه بلل ؛

ج : دعا ورته کول ، خوشحاله یې ساتل ، غوښتنی یې منل ؛ 

د : ټوله صحیح دي .

۹ ـ د پیغمبر (ع) د جمعې د ورځی لومړنۍ خطبه چیری وه ؟

الف : په مسجد قبا کی ؛ 

ب : په مسجد حرام کی ؛

ج : د بنی سالم بن عوف د قوم په منځ کی ؛ 

د : د مدینې د انصارو په منځ کی .

۱۰ ـ کوم لوی یهودي عالم د رسول الله (ص) په وخت کی مسلمان سو ؟

الف : عبدالله بن سلام ؛ 

ب : حي ابن اخطب ؛

ج : کعب بن اشرف ؛ 

د : ټوله غلط .

او دا هم د نن زرین اصل : د حرام کسب او حرامی روزي یوه سزا دا ده چی دعا یې نه قبلیږې .

د نولسمی تحفې ځوابونه :

۱ ـ د سورهً بنی اسراییل بل نوم څه دی ؟ ځواب : سورهً الاسرأ .

۲ ـ په سورهً النحل کی د سجده آیت نمبر څو دی ؟ ځواب : آیت نمبر ۵۰ .

۳ ـ په سورهً بنی اسراییل کی سجده آیت کوم یو دی ؟ ځواب : آیت نمبر ۱۰۹ .

۴ ـ د سورهً النحل معنی څه ده ؟ ځواب : د شاتو مچۍ .

۵ ـ د قرآنکریم کوم دوه سورتونه ۱۱۱ آیتونه لری او کوم دوه یې ۴۵ آیتونه لری ؟

ځواب : سورهً بنی اسراییل او سورهً یوسف هر یو ۱۱۱ آیتونه لری ؛ سورهً فاطر او سورهً ق هر یو ۴۵ آیتونه لری .

۶ ـ آیا ښځه د خپل کور په هغه ځای کی اعتکاف کولای سی چی د لمانځه له پاره یې ټاکلی وی ؟  الف : هوکې .

۷ ـ د مسنون او واجب اعتکاف له پاره روژه لرل شرط ده ؟  ب : هو .

۸ ـ ملایکی ( فرشتې ) پر مسلمانانو کوم حقوق لری ؟ الف : د هغوی پر شتون عقیده لرل ، په کور کی عکس ، تصویر او سپیً نه ساتل .

۹ ـ د پیغمبر (ع) د جمعې د ورځی لومړنۍ خطبه چیری وه ؟ ج : د بنی سالم بن عوف د قوم په منځ کی .

۱۰ ـ کوم لوی یهودي عالم د رسول الله (ص) په وخت کی مسلمان سو ؟ الف : عبدالله بن سلام .

د روژې شلمه تحفه

شیخ الحدیث محمد زکریا صاحب داسی لیکلی دي : « د روژې میاشت د الله تعالی لخوا مسلمانانو ته انعام او نعمت دی . نو څومره به ښه وی که د دغه الهی انعام قدر وکړو . روژه د الله تعالی د محبوب ترینو عباداتوڅخه ده نو ارشاد فرمایی چی...... د روژې بدله زه پخپله ورکوم دا ځکه چی هغه خاص او خاص زما لپاره ده » .  روژه د عبادتونو ، دعاوو او رحمتونو میاشت ده . په یو روایت کی راغلي چی الله تعالی د روژې په میاشت کی د عرش اوچتولو ملایکو ته حکم کوی چی خپل عبادتونه پریږدئ او د روژه لرونکو د دعاوو سره آمین ووایاست . نو الله دی د ډیرو دعاوو او استغفار توفیق راکړی . دا هم شلمه تحفه . لطفأ خپل ځوابونه راولیږئ . د ټولو برخو ځوابونه به انشاالله د مبارکی روژې تر ختمېدو وروسته اعلان سی . والسلام ( ن . صمد،nsamad57@hotmail.com).

پوښتنی :

۱ ـ د معراج پیښه د بنی اسراییل سورت په کوم آیت کی بیان سوې ده ؟

۲ ـ په سورهً کهف کی د کومو اصحابو ذکر سوی دی ؟

۳ ـ د سورهً بنی اسراییل کوم آیت په مدینه کی نازل سوی دی ؟

۴ ـ هغه کومه ښځه ده چی په قرآن کی صرف د هغې نوم ذکر سوی دی ؟

۵ ـ په سورهً کهف کی د موسی (ع) نوم څو واره ذکر سوی دی ؟

۶ ـ که د روژې د میاشتی قضایی روژه چا نیولې وی خو هغه ماته کړی نو ؟

الف : قضایی او کفاره دواړه لازم دي ؛ 

ب : یوازی قضایی لازمه ده ؛

ج : دواړه لازم نه دي ؛ 

د : اختیار لري .

۷ ـ په روژه کی د غاښ کښلو له امله چی وینی حلق ته نه وی تللی نو ؟

الف : روژه یې نه ماتیږی ؛ 

ب : روژه یې ماتیږی ؛

ج : روژه یې مکروه کیږی ؛ 

د : باید قضایی روژه ونیسي .

۸ ـ د منافق درې نښی کومی دي ؟

الف : بخیلي ، نامردي ، ظلم ؛ 

ب : زنا ، قمار ، شراب ؛

ج : درواغ ویل ، په امانت کی خیانت کول ، وعده نه پوره کول ؛ 

د : ټوله صحیح دي .

۹ ـ لومړنی هغه صحابي چی د اذان الفاظ یې په خوب کی واورېدل او پیغمبر (ص) ته یې خبر ورکړ څوک و ؟

الف : حضرت بلال (رض) ؛ 

ب : حضرت عمر (رض) ؛

ج :عبدالله بن زید انصاری (رض) ؛ 

د : ابن مسعود (رض) .

۱۰ ـ اذان په کوم کال کی شروع سو ؟

الف : اول هجري کال ؛ 

ب : دوهم هجری ؛

ج : درېیم هجری ؛ 

د : څلورم هجري .

او دا هم د نن زرین اصل : دا فکر مه کوه چي الله تعالی دعا ژر نه قبلوي ، بلکی دا شکر کوه چي الله تعالی زموږ د ګناهونو سزا ژر نه راکوي !

 

د شلمی تحفې ځوابونه :

۱ ـ د معراج پیښه د بنی اسراییل سورت په کوم آیت کی بیان سوې ده ؟ ځواب : په اول آیت کی .

۲ ـ په سورهً کهف کی د کومو اصحابو ذکر سوی دی ؟ ځواب : اصحاب کهف .

۳ ـ د سورهً بنی اسراییل کوم آیت په مدینه کی نازل سوی دی ؟ ځواب : ۷۴ نمبر آیت .

۴ ـ هغه کومه ښځه ده چی په قرآن کی صرف د هغې نوم ذکر سوی دی ؟ ځواب : حضرت مریم (ع) .

۵ ـ په سورهً کهف کی د موسی (ع) نوم څو واره ذکر سوی دی ؟ ځواب : دوه واره .

۶ ـ که د روژې د میاشتی قضایی روژه چا نیولې وی خو هغه ماته کړی نو ؟ ب : یوازی قضایی لازمه ده .

۷ ـ په روژه کی د غاښ کښلو له امله چی وینی حلق ته نه وی تللی نو ؟ الف : روژه یې نه ماتیږی .

۸ ـ د منافق درې نښی کومی دي ؟ ج : درواغ ویل ، په امانت کی خیانت کول ، وعده نه پوره کول .

۹ ـ لومړنی هغه صحابي چی د اذان الفاظ یې په خوب کی واورېدل او پیغمبر (ص) ته یې خبر ورکړ څوک و ؟

ج :عبدالله بن زید انصاری (رض) .

۱۰ ـ اذان په کوم کال کی شروع سو ؟ الف : اول هجري کال .

د روژې یوویشتمه تحفه

متدینو دوستانو ، د مبارکی روژې دوې لسیزی تیری سوې چی لومړنۍ د رحمت او دوهمه د مغفرت وه . نن د روژې مبارکی درېیمه لسیزه پیل سوه چی له دوږخه د نجات عشره ده . ښه به دا وی چی ( اللهم اجرنی مِن النار ) او نور تسبیحات ووایو او د خدای څخه د جنت طلب وکړو . ځکه دا د لیلة القدر لسیزه ده .

رسول الله (ص) فرمایلی دي چی زما امت ته د روژې په هکله پنځه داسی شیان ورکول سوي دي چی پخوا نورو امتونو ته نه وو ورکړل سوي :

لومړی ـ د خولې بد بویی یې د الله لپاره تر مشکو هم د خوښۍ وړ ده ؛

دوهم ـ د هغوی لپاره آن تر ماهیانو پوری لا هم هر څه دعاوی کوی او هغه تر روژه ماتې پوری کوی ؛

درېیم ـ جنت هره ورځ د دوی لپاره سمیږی او الله ورته فرمایی چی ژر به زما بنده ( د د نیا ) مشقتونه پر ځان تیر کړی او تا ته به راسی ؛

څلورم ـ شیطان ورڅخه قید سوی دی تر څو هغسی بدیو ته یې نه بوزی چی په غیر رمضان کی به یې بیویً ؛

پنځم ـ د روژې په آخري شپه به د روژه لرونکو لپاره مغفرت کیږی .

اصحابو ورڅخه وپوښتل چی آیا د وروستۍ شپې څخه مطلب د لیلة القدر شپه ده ؟ ویې فرمایل چی یا ، بلکی دستور دا دی چی مزدور ته اجوره د کار تر ختمیدو وروسته ورکول کیږی . نو په همدې امید لطفأ یوویشتمه تحفه ولولیً، خو د ګرانو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي یا نوم یې ورسره ذکر کړی ، والسلام ( ن . صمد،nsamad57@hotmail.com).

قاتل او مقتول کله دوږخیان وی ؟

په حدیث کی راغلي چی رسول الله (ص) وفرمایل :

هر کله چی دوه مسلمانان یو پر بل توره راوباسي ، نو قاتل او مقتول دواړه دوږخ ته ځي . ورته ویې ویل چی یا رسول الله (ص) ! قاتل خو معلوم دی ، مقتول څه ګناه کړې وی ؟

ویې فرمایل : هغه هم د مقابل طرف قتل غوښت ( متفق علیه ) .

هو ، اسلام د یو بېګناه انسان وژل د ټول بشریت د وژلو سره معادل بولی او د یو انسان ژغورل بیا د ټول بشریت د ژغورلو معادل بولی ( المایده ـ ۳۲ ). رسول الله (ص) د مسلمان وژل د کفر طریقه او د جاهلیت د مهال یو کرغیړن عمل بللی دی ( بخاری ). خو متأسفانه نن موږ ګورو چی په ډیرو اسلامي هیوادو ، منجمله افغانستان کی مسلمانان داسی سره وژنی لکه ځناوران . نو آیا د خپل منځي جنګونو دغسی قاتلین او مقتولین اصلی مسلمانان کېدای سي ؟ پس الله دی یې اصلاح کړی ، که نه الله دی یې تباه کړی .

مناجات

درنو لوستونکو، د مسلمانانو تر ټولو تېره وسله دعا ده . په دنیا کی تر ټولو تیز او ګړندی شی دعا ده ، دا ځکه چی هغه د زړه څخه ژبې ته د رسېدو څخه مخکی خدای ته رسیږی . نو راځی چی دا برخه دعاوو او مناجات ته وقف کړو.

یا پروردګاره ! موږ دې پيدا کړو ، خو موږ له ياده وايستې . موږ ته دې روزي راکړه ، خو موږ ناشکري وکړه . موږ دې په سختيو و ازمايلو تر څو تا ياد کړو ، خو موږ شکايت وکړ . موږ ته دې مهلت راکړ ، خو موږ بې پروایی وکړه . موږ ته دې نېکي اسانه کړه ، خو موږ لمن سورۍ کړه . موږ دې د جنت لیوال کړو ، خو موږ یې لاره ورکه کړه او ګمراه سوو . موږ دې له دوږخه وبیرولو ، خو موږ ورمنډه کړه .

نو یا الله ! که موږ ته د جهنم د اور په واسطه عذاب راکړې ، نو دا په خپله موږ غوښتي دي او د دې وړ يو او پر موږ دې هیڅ ظلم نه دى کړی .

که دې موږ جنت ته داخل کړو او ښه بدله دې راکړه ، نو دا یوازی ستا فضل او کرم دی ، ځکه زموږ عملونه د دې وړ نه دي چی په هغو سره جنت ته ولاړ سو . نو یا الله ! بس ستا کرم او رحم ته مو تمه ده او تا ته لاسونه لپه کوو . فریاد مو واوره او راباندی ورحمیږه . و ما ذالک علی الله بعزیز!

 

د یوویشتمی تحفې ځوابونه :

۱ ـ د اصحاب کهف معنی څه ده ؟ ځواب : غار والا ( په غار کی اوسیدونکي ) .

۲ ـ په قرآنکریم کی یوازینی ځای چی الله تعالی د رسول الله (ص) غوښتنه رد کړه چیری دی ؟ ځواب : التوبه ، آیت نمبر ۸۰ .

۳ ـ په سورهً طه کی د کوم پیغمبر نوم ډیر ذکر سوی دی ؟ ځواب : د حضرت موسی (ع) نوم .

۴ ـ الله تعالی په سورهً الانبیأ کی رسول الله (ص) په کوم لقب سره یاد کړی دی ؟ ځواب : رحمته للعالمین .

۵ ـ د اصحاب کهف د ۳۰۹ کالو د بیده کېدو خبره په کوم آیت کی ذکر سوې ده ؟ ځواب : په آیت نمبر ۲۵ کی .

۶ ـ د رسول الله (ص) لومړنۍ غزا کومه یوه ده ؟ ب : ودان .

۷ ـ د بدر د غزا داستان په کوم سورت کی راغلی دی ؟ الف : الانفال .

۸ ـ که د لمبېدو پر مهال سهوأ په ستونی کی اوبه ولاړی سی نو ؟ الف : روژه ماتیږی او باید قضایی راوګرځوی .

۹ ـ که روژه لرونکی په خبرتیا سره جماع وکړی نو ؟ الف : قضایی او کفاره دواړه لازم دي .

۱۰ ـ د قیامت په ورځ چی تر څو فیصله نه وی سوې نو د کومو خلکو په غاړه کی به اووه مځکی د طوق په شان ور لوېدلي وی ؟ ب : د مځکی د غاصبینو په غاړه کی .

د روژې دوه ویشتمه تحفه

د روژې درېیمه لسیزه له دوږخه د نجات لسیزه ده چی پرون پیل سوه . دا لا څه ، د روژې د میاشتی درېیمه عشره د قرآن د نزول او د اسلام د ظهور لسیزه هم ده . په دغه لسیزه کی د لیلة القدر مبارکه شپه واقع ده چی یوه له طاقو شپو څخه ده . په دغه شپه قرآن نازل سوی دی ؛ دغه شپه تر یو زر میاشتو هم بهتره ده ؛ په دغه شپه تر سهاره امان وی او الله (ج) فرمایی چی که څوک هر څه وغواړی زه یې اجابت کوم . نو هیله ده چی د بخښلو دغه لسیزه وړیا راڅخه تیره نسی ، او دا هم دوه ویشتمه تحفه . ستاسو د ځوابونو په هیله . البته د ټولو برخو ځوابونه به تر روژې وروسته انشاالله اعلان سی ، والسلام ( ن . صمدnsamad57@hotmail.com) .

پوښتنی :

۱ ـ په سورهً طه کی د موسی (ع) نوم څو واره ذکر سوی دی ؟

۲ ـ په الانبیا سورت کی تر ټولو اول د کوم پیغمبر نوم ذکر سوی دی ؟

۳ ـ هغه کوم سورت دی چی شروع یې د هماغه سورت د نوم څخه کیږی ؟

۴ ـ فرقان یعنی څه ؟

۵ ـ په سورهً طه کی د رسول الله (ص) د مشهوری دعا ( رب زدنی علمأ ) اړونده آیت څووم دی ؟

۶ ـ که د چا روژه وی خو بل چا ته وینه ورکړی نو ؟

الف : روژه یې ماتیږی ؛  

ب : روژه یې نه ماتیږی ؛

ج : مکروه کیږی ؛  

د : باید فدیه ورکړی .

۷ ـ د سخت کار له امله هم د روژې پریښودلو اجازه نسته . خو که یې په روژه کی حالت مخدوش سی او روژه ماته کړی ، نو څه کیږی ؟

الف : یوازی کفاره لازمه ده ؛  

ب : یوازی قضایی لازمه ده ؛

ج : قضایی او کفاره دواړه لازم دي ؛  

د : روژه یې په دې شرط صحیح ده چی ځان موړ نکړی .

۸ ـ د قیامت په ورځ به لمر د خلکو د سرونو څخه څومره لوړ وی ؟

الف : نیم میل به لوړ وی ؛  

ب : یو میل به لوړ وی ؛  

ج : دوه میله به لوړ وی ؛  

د : درې میله به لوړ وی .

۹ ـ پیغمبر (ص) د هغو یهودیانو سره څه وکړل چی عهد او پیمان یې مات کړ ؟

الف : هغوی یې له مدینې وشړل ؛  

ب : هغوی یې غلامان کړل ؛

ج : هغوی یې ووژل ؛  

د : هغوی یې بندیان کړل .

۱۰ ـ د احد په جنګ کی څوک په مدینه کی د رسول الله (ص) ځای ناستی و ؟

الف : عبدالله بن ام مکتوم (رض) ؛  

ب : حضرت بلال بن رباح (رض) ؛

ج : حضرت ابوبکر (رض) ؛  

د : ټوله غلط دي .

او دا هم د نن زرین اصل : فضيل بن عياض رحمه الله ویلی دي : قران د دې له پاره نازل سوی دی چی عمل پرې وکړو ، خو خلکو یې لوستل عمل وګرځاوه

 

د دوه ویشتمی تحفې ځوابونه :

۱ ـ په سورهً طه کی د موسی (ع) نوم څو واره ذکر سوی دی ؟ ځواب : ۱۴ واره .

۲ ـ په الانبیا سورت کی تر ټولو اول د کوم پیغمبر نوم ذکر سوی دی ؟ ځواب : حضرت ذوالکفل (ع) .

۳ ـ هغه کوم سورت دی چی شروع یې د هماغه سورت د نوم څخه کیږی ؟ ځواب : سورهً طه .

۴ ـ فرقان یعنی څه ؟ ځواب : فرق کونکی .

۵ ـ په سورهً طه کی د رسول الله (ص) د مشهوری دعا ( رب زدنی علمأ ) اړونده آیت څووم دی ؟ ځواب : ۱۱۴ نمبر آیت دی .

۶ ـ که د چا روژه وی خو بل چا ته وینه ورکړی نو ؟ ب : روژه یې نه ماتیږی .

۷ ـ د سخت کار له امله هم د روژې پریښودلو اجازه نسته . خو که یې په روژه کی حالت مخدوش سی او روژه ماته کړی ، نو څه کیږی ؟ ب : یوازی قضایی لازمه ده .

۸ ـ د قیامت په ورځ به لمر د خلکو د سرونو څخه څومره لوړ وی ؟ ب : یو میل به لوړ وی .

۹ ـ پیغمبر (ص) د هغو یهودیانو سره څه وکړل چی عهد او پیمان یې مات کړ ؟ الف : هغوی یې له مدینې وشړل .

۱۰ ـ د احد په جنګ کی څوک په مدینه کی د رسول الله (ص) ځای ناستی و ؟ الف : عبدالله بن ام مکتوم (رض) .

د روژې درویشتمه تحفه

قدرمنو دوستانو ، پوهانو ویلی دي چی په روژه مات کی باید دومره غذا و نه خوړل سی چی د نس کڅوړه ډیره تخته او ډکه سی چی له امله یې نه هغه انسان سمه ساه اخیستلای سی ، نه سمی او آرامی خبری کولای سی ، نه سم کښینستلای سی..... نو ځکه رسول الله (ص) فرمایلی دي چی « د آدم (ع) اولاد د خپل نس څخه بل ناکاره لوښی نه دی ډک کړی . »

روژې ته الله تعالی ځکه د نورو یوولسو میاشتو په نسبت ډیر اهمیت ورکوی چی اول خو یې دا خپله میاشت بللې ده ، او دوهم دا چی هدف یې دا دی چی که یې بندګانو په دا نورو ۱۱ میاشتو کی په خپلو دینی عباداتو او نیکیو کی غفلت ، سُستي او بې پروایي کړې وی نو په دې میاشت کی هغه جبران کړی او دا یوه بهترینه موقع ده چی هره نیکی او عبادت څو چنده عوض لری . نو دا هم درویشتمه تحفه ، او ستاسو د ځوابونو په تمه . باید وویل سی چی د ټولو برخو ځوابونه به د روژې څخه وروسته انشاالله خپاره سی ډاډه اوسیً . والسلام ( ن . صمد nsamad57@hotmail.com ).

پوښتنی :

۱ ـ النمل څه معنی ؟

۲ ?