
د دغو نسخو په کومک کولای شئ چئ د څو ناروغیو اعلاج په خپله او په کور دننه وکړئ.
۱: د سخت سر درد له پاره مڼه سپینه کړئ اوڅه مالګه ورباندې واچوئ سحر یې په نهاره وخورئ د سر درد څخه به خلاصی پیدا کړئ.
۲: د ګیس د علاج له پاره د کاشوغې څلورمه برخه د وړو سوډا په یو ګیلاس اوبو کې واچوئ او ویې څښئ.
۳: د خولې د بدېدو له پاره د یوې کېله او لږ څه شات سره ګډ کړئ او د خولې زخمي شوي ځایونه پورې کړئ، انشاالله ښه به شي.
۴: اوچت فشار چې له وجې یې هر کس په دې دور کې تنګ کړی دی، د یوې کاشوغې امله پوډرو سره یو ځای په یو ګیلاس کې وڅښئ او فشار مو عادي کړئ.
۵: د غاښونو د صفایي له پاره د وړو سوډا، لږه مالګه او لیمو سره ګډ کړئ او بیا ورباندې د برش پواسطه غاښونه پاک کړئ: د غاښونو له درد څخه به خلاص یی.