
دجوهان ګورډون په نوم امریکايي سرتیری، چې له ۲۰۰۱ ز راوروسته په افغانستان کې دطالبانو پر وړاندې جنګیدلی دی، نوموړی وايي : په پنتاګون کې دوسلوالو ځواکونو مشرتابه سپارښتنه وه، چې دطالب جنګیالیو جسدونه دهغوي کورنیو ته ونه سپارو، دا دهغو کورنیو لپاره سزا وه،چې زامن یې په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو سره جګړې ته را استول.
امریکايي سرتیری جوها ن ګورډن د( جنګیالي یادښتونه ) تر سرلیک لاندې خپل یادښتونه چاپ ته چمتو کړي دي، زموږ جنګي ډلګۍ به دطالب جنګیالیو جسدونه هغو سپیو ته ورکول،چې له موږ سره به یې په جګړو کې برخه اخسته ، موږ په دې ډول دطالبانو له جسدونو څخه ځانونه خلاصول، یو شمېر جسدونه رښتیا هم سپیو ته اچول شوي دي.
امریکايي سرتیری زیاتوي : دا په هیڅ صورت یو انساني وضعیت نه و، چې سپی دې ستا پر وړاندې دیو کس جسد خوري. نوموړی وايي : زموږ د ډلې یو شمېر سرتیرو خپلو مشرانو ته له دې وضعیت څخه شکایت وکړ او ددې چارې دبندیدو غوښتنه یې وکړه او که وړاندیز یې ونه منل شي دوی به نظامي اعتصاب وکړي، نظامي چارواکو بیا دا غوښتنه ومنله او له دې وروسته دطالب جنګیالیو جسدونه به تر خاورو لاندې ښخیدل.
په امریکا کې حقوقي او قانوني سرچینې وايي که ددې امریکايي ضابط څرګندونې رښتیا ثابتې شي، شونې ده، چې په دې کړنو کې ښکیل نظامي چارواکي امریکايي او نړیوالو محکمو ته وړاندې شي او پر جنګي سرغړنو تورن شي.
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه