۲۹ـ۰۷ـ۲۰۱۵ ملامحمد عمر اخوند که مړ هم وي زنده باد
محمدامین بســــمل
زه ویاړم، چې په هیڅ سیاسي سازمان او ډله ټپله پورې تړاو نه لرم که مې لرلای نو نن به مې دومره د قلم او ژبې آزادي نه لرله.
الله تعالی جل جلاله انسانان آزاد نړۍ ته راوړي او د انسانانو تر ټولو لوی ویاړ او پانګه همدا آزادي ده زه هر محکوم انسان ته د آزادي او خپلواکي هیله کوم اوس راځم اصل خبرې ته.
که د ګران افغانستان معاصر تاریخ واړوو راواړوو نو د ملامحمد عمر اخوند په ډول شخصیت به پکې ونه مومو.
دملاصاحب ځانګړتیاوې زما په دې لیکنه کې نه ځایږي یوازې دومره لیکم، چې هغه یو با دسپلینه باعزمه او قاطع انسان و زه په دا ډول انسانانو ویاړم.
ملاصاحب که مړ وي که ژوندی حرکت خو یې ژوندی، غښتلی او پیروان یې منظم په مخ روان دي.
که تاسو یې نه منئ نو د طالبانو دا ورځني پرمختګونه او بریاوې څوک تنظیموي واضحه خبره ده، چې پیروان یې ټینګ عزم او وفا لري.
اوس نو راشئ په دا درۍ نیمو لسیزو کې زموږ د هیواد د کیڼ اړخو او ښي اړخو سازمانونو بې ارادګي لږ څه وڅېړو.
په یادو خوځښتونو کې که هسې کم زره د مشرتابه په مینځ کې برخلافي راغلې وي نو په دا ټول خوځښت یې سړه تبه نازله شي او دنوښت وس له لاسه ورکړي.
او که مشران یې له سیاسي قدرته د کودتاوو په واسطه له مینځه ولاړ یا زنداني شي نو د ټول ګوندي سازمان واڼې یې را ووزي.
اوس نو راشئ د نر زامنو طالبانو مېړانې او ټينګ عزم ته چې د ملا محمدعمر اخوند په سر واکي دنړۍ له خورا جابرو او ظالمو قدرتونو سره حیرانوونکې مقابله کوي او د یوې نیمې لسیزې په تېرېدو سره یې دغو جابرانو ته دسر په کاسه کې اوبه ورکړې.
دوی ته په دا پنځلسو کلونو کې د ملاصاحب لخوا شپه او ورځ کتبي او غږیز هدایت نه ورکول کېده بلکې لار یې ورمالومه وه.
خو د هیواد هغه نور کیڼ او ښي خوځښتونه په بې لاري سر او د هیواد د سترو غلیمانو په لمسون یې پخپلو مینځونو کې سره ووژل.
بیا هم قضاوت ستاسو په لاس چې ملاصاحب محمدعمر اخوند او پیروان یې څنګه ارزوئ.
ما دا ډېره موده له لیکنوڅخه ځکه لاس اخیستی و، چې ننني سیاستوال او روان شرمېدونکی حالت په لیکنه نه ارزېده خو د طالبانو پرلپسې بریاوو او په تېره بیا د قطر دفتر مردانه غبرګون، چې د پاکستان په وړاندې یې وکړ زه دې ته وهڅولم چې بیا مې په قلم ورغوټه او د هیواد د غلیمانو رنګونه ور ژېړ کړم.
د قطر دفتر د پاکستان لخوا د سولې خبرې تر پوښتنو لاندې راوستې او کوم کسان، چې د طالبانو په نوم پاکستاني استخباراتو د (مري) غونډې ته ورکش کړي وو هغه یې بې واکه وبلل.
اوس، چې پاکستان د دوهمې ناستې نغاره په غربېدو راوسته او غواړي دجمعې په ورځ یې په پاکستان کې دایره کړي د ارګ نیشه یانو خپل مات اورمېګونه وړپول او وايي، چې د ملامحمد عمر دمړینې څېړنه به وکړي وا وا دوی څوک او څېړنه یې څه؟
له بلې خوا لوېدیځو رادیوګانو هم نن د ملاصاحب دمړینې تبلیغات وکړل دا ټول هغه څه دي، چې لا له اوسه په پاکستان کې دسولې په نوم ددوهمې ناستې ناکامي ښيي.
دا په دې مانا، چې د قطر دفترپاکستان ته نه دی تسلیم شوی او خپله خپلواکي یې ټینګه ساتلې او آن دا، چې که دا ځل پاکستان د طالبانو په نوم کوم څوک په زور یا په رضا دوهمې ناستې ته ورکش کړي نو د قطر دفتر به یې ژر تر ژره رسوا او د پاکستان هڅې به ټولې شنډې کړي له همدې کبله غلیمانو د طالبانو د سیاسي دفتر مشر د استعفا اوازې واچولې.
دلته اړین بولم ولیکم، چې د طالبانو نه ستړې کېدونکو هلوځلو او پر له پسې بریاوو زموږ د ګران هیواد غلیمان دې ته اړېستل، چې د طالبانو په مقابل کې د داعش په نوم نوې پدیده رامینځ ته کړي خو داسې ښکاريږی، چې د غلیمانو دا ناوړه پروژه له ناکامي سره مخ ده نو ځکه اوس غواړي د ملاصاحب محمدعمر اخوند د مړينې د تبلیغ په واسطه د طالبانو په مینځ کې درزونه واچوي خو له دې نه دي خبر، چې دا به په طالبانو هیڅ اثر هم ونه کړي.
زما په نظر که هرڅوک د طالبانو په مینځ کې درزونه اچوي هغوی د افغانستان په مینځ کې درزونه اچوي، چې دا دمکار غلیم د هغې پخوانۍ تورې نقشې او دسیسې عملې کېدل دي، چې غواړي زموږ ګران افغانستان تجزیه کړي.
واضحه خبره ده، چې موږ ټول به یو وخت نه یو وخت مرو ملاصاحب به هم مري او کېدای شي پخوا لا وفات شوی وي زه له الله تعالی ج څخه ورته دمغفرت او فردوس جنت هیله کوم، ځکه چې نر افغان و که مړ هم وي زنده باد.