لڼډه مقدمه:د خندق غزوه یا د الاحزاب غزا چې د حضرت پیغمبر محمد ص.ا.س. په مشرۍ د هجرت په پينځم کال په مدینه منوره کښې د مسلمانانو او کفارو تر منځ او د یوصحابي (حضرت سلمان فارسي ) په وړاندیز شوې وه البته د مسلمانانو په فتح ختمه سوې وه
متن::
اوس په قمري حساب ۱۴۳۴ کاله وروسته ،طالبان صابان د (ءالخندق په نوم )د پسرلنیو عملیاتو تبلیغ او ادعا کوي؛ او د دوی نه مخکې تورمخو پنجابي استخباراتي کړیو او ملیشو د ډیورنډ د فرضي تورې کرښې په بلوڅخوا او پشتونخوا اړخ کې د څو سوه کیلومټرو په اوژدوالي (خندقونه !!!) ویستلي او بیا ېې لکه دټرامپ د امریکې او مکسیکو تر مینځ دیوال جګګ کړ او ازغن سیمونه ېې ترې تاو کړل ګواکې د دوی پوچو خیالونو پر بنا به لوی پښتون+افغان ولس سره بیل او ایل کړي ؛او اوس ېې د فاټا د انضمام بله بیشرمي او سپینسترګي هم در جمعه کړئ!
له بلې خوا د همهاغه فارسي سلمان قوم (فارسیرانیان!) د آخوندي ګټو وټو او د شيعه ایزم او فارسي فاشیزم لپاره په افغانستان، عراق،سوریه،لبنان،یمن او بحرین کښې څه فساد او فتنې دي چې نه ېې کوي؟ او ظاهراََ د اسراییل او امریکا پر ضد پایکوبي کوي خو په اصل کې د خمیني خان! راوستونکو په خدمت کې د نړۍ د مسلمانانو وينې خرڅوي منجمله د غولیدلو هزاره ګیانو وروڼو..
او طالبان صابان بیا د همغو شیعي آخوندانو په خوله فراه ،هرات نا امنه کوي او هغوی او پنجابکیانو ته د افغانستان له اوبو او نورو شتمنیو د غلا او چور تالان ځمکینه مساعدوي. که په عمل کې هم وګورو طالبان صایبانو د الخندق له پیله څو امریکايي یا ... کافران وژلي؟؟ مګر برعکس د کریکټ په لوبه، د پلي پولیسو پر شړیدلو کوډلو او خپلو مسلمانو افغانانو وروڼو په وینو ېې خندقونه  نه ، خو د کورنیو مېنې سپېرې کړلې ، او پخپله هم د ډرونونو او هوايي بمباریو ښکار سول... هی افسوس..
خاتمه: له دې نه به دا ښه نه وای چې حضراتو طالب صاحبانو (البته هغوی چې افغان اصیل بچي دي ) د پنجابکیانو پخپلو لاسونو ایستلي خندقونه ېې په قبرونو ورته بدل کړي وای او د هغو ګلاب غوندې طالبانو چې په دشت لیلی او کلای جنګي او د تش په نامه پوکستاین په جیلونو کې سره د مشرانو ېې ووژل سول،ورک سول، ګوډ سول او په ګوانټانمو خرڅ سول ...بدله یعنې قصاص ېې اخیستی وای 
او زما په نظر د ځوان قامي لییډر منظور پشتین سره ېې اوږه په اوژه د ډبلیو.ایف.پي او فاټا او... د شهیدانو، یتیمانو،کوڼډو ،ورارو ... په بدله د دالخورو خولې د لوی افغانستان په پاکه خاوره ډکې کړې وای..
وخت به راځي ..
و آخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمین. الفاتحه