لیکوال : محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد

د روژې اتلسمه تحفه

روژه د جسم او روح دواړو لپاره ده . جسم د خوراک ، څښاک او جماع څخه منع وی . هر روژیاتی باید د غیبت ، درواغو ، تهمت ، چغلیو ، حسد او نورو څخه ځان پخپله منع کړی . په بل عبارت ، د روژه لرونکې بدن هغه دی چی لاس ، پښه ، سترګی ، غوږونه ، شرمګاه ، معده او زړه یې د ګناه کولو څخه روژه وی . یعنی سترګی یې حرامو ته د کتلو څخه ، غوږونه د حرامو اورېدلو ( مثلأ درواغ ، غیبت ، چغلی.... ) څخه ، لاس د حرامو اخیستلو ، پښې حرامو ته له ورتګه ، ژبه د درواغ ، فحش او باطل ویلو ، معده د خوړلو او څښلو ، شرمګاه د جنسی عمل څخه ډډه او مخنیوی وکړی . نو دا مهال بدن په رښتیا هم روژه نیولې ده . که داسی نه وی ، نو حیوان هم وږی ساتل کیدای سی خو هغه ته روژه نه ویل کیږی !  دا هم د روژې اتلسمه تحفه او خپل ځوابونه راولیږئ . باید ډاډ درکړم چی د ټولو برخو ځوابونه به د روژې تر ختمېدو وروسته انشاالله خپاره کړم . والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).

پوښتنی :

۱ ـ هغه کوم پیغمبر دی چی په سورهً هود کی یې نوم څلور واره راغلی دی ؟

۲ ـ په قرآنکریم کی د څو فرشتو نومونه ذکر سوي دي ؟ نومونه یې وښیاست .

۳ ـ په سورهً یوسف کی د یوسف (ع) نوم څو واره ذکر سوی دی ؟

۴ ـ په سورهً الحجر کی په خاص ډول د کوم قوم یادونه سوې ده ؟

۵ ـ په کوم سورت کی الله تعالی د قرآن مجید د حفاظت ذمه پخپله اخیستې ده ؟

۶ ـ که روژه لرونکی ناړی ( لاړی ) په خوله کی جمع کړی او بیا یې تیری کړی نو څه کیږی ؟

الف : روژه فاسدوي ؛

ب : روژه مکروه کوی ؛

ج : هیڅ فرق نه کوی ؛

د : قضایی باید ونیسی .

۷ ـ په حلق کی د مچ یا غوماشی ( میاشی ) په تللو سره روژه څنګه ده ؟

الف : ماتیږی ؛

ب : نه ماتیږی ؛

ج : مکروه کیږی ؛

د : بله روژه باید ونیسی .

۸ ـ آیا کافر به همیشه د جهنم ( دوږخ ) په عذاب کی وی او که تر څه مودې وروسته فنا کیږی ؟

الف : تل به د دوږخ  په عذاب کی وی ؛ 

ب : تر یو څه عذاب وروسته فنا کیږی ؛

ج : تر اوږدې مودې عذاب وروسته بخښل کیږی ؛ 

د : تر ډیر عذاب وروسته فنا کیږی .

۹ ـ تر ټولو لومړنی مسجد چی پیغمبر (ص) جوړ کړ کوم یو و ؟

الف : مسجد نبوي ؛ 

ب : مسجد قبا ؛

ج : مسجد قبلتین ؛ 

د : مسجد حرام .

۱۰ ـ د رسول الله (ص) کومی لور هجرت ونکړ ؟

الف : زینب (رض) ؛ 

ب : ام کلثوم (رض) ؛

ج : رقیه (رض) ؛ 

د : فاطمه (رض) .

او دا هم د نن زرین اصل : ګرانه وروره او محترمی خور ، کله چي ته د چا بدي وايې ، نو دا ته خپله بدي بيانوې . که هغه بد وی او که نه ، ته خو بد ( یا بده ) سوې !