لیکوال : محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد

د روژې څوارلسمه تحفه

روژه د الله یو امانت دی . په دې امانت کی جسماني او نفسانی دواړه قیودات ، تحدیدات او مقررات شامل دي . نو ځکه روژه د مکافاتو او مجازاتو په منځ کی ده . رسول الله (ص) داسی فرمایلی دي : « هر شی زکات لری ، خو د بدن زکات روژه ده » . بیا داسی فرمایی : « څوک چی د رمضان د میاشتی یوه روژه بیله عذره یا بیله ناروغۍ څخه وخوری ، په ټول وخت کی یې جبران نسي کولای » . نو الله تعالی دی د روژې د ټولو شرایطو د سم مراعاتولو توفیق راکړی . او دا هم څوارلسمه تحفه ، لطفأ خپل ځوابونه راولیږئ . والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).

پوښتنی :

۱ ـ د سورهً البقره په کومو آیتونو کی د جبرایل (ع) نوم ذکر سوی دی ؟

۲ ـ په سورهً البقره کی د څو نبیانو نومونه راغلي دي ؟

۳ ـ آیت الکرسي په کوم سورت کی ده ؟

۴ ـ د قرآن مجید په کوم سورت کی تر ټولو ډیر احکام بیان سوي دي ؟

۵ ـ کوم نېک اشخاص (چی نبیان نه وو)، په قرآنکریم کی په احترام ذکر سوي دي ؟ هغوی څو دي او نومونه یې څه دي؟

۶ ـ که پر یو چا د جنابت په حالت کی سهار سی نو روژه یې څنګه ده ؟

الف : روژه یې ماته ده ؛ 

ب : روژه یې صحیح ده ؛

ج : روژه یې مکروه ده ؛ 

د : روژه یې فاسده ده .

۷ ـ که د شپې احتلام وسی ( یعنی شیطان یې وغولوي ) او د پیشلمي پر مهال فرصت نه وی ، نو تر غسل مخکی پیشلمی کېدلای سي ؟

الف : هو ، کولای یې سي ؛ 

ب : نه یې سي کولای ؛

ج : حرام دی ؛ 

د : مکروه دی .

۸ ـ که څوک د قرآن مجید کومه حصه په یاد ( حفظ ) کړی او بیا ( د غفلت او ټنبلۍ له امله ) هغه هیره کړی ، نو د الله سره به په کوم حالت کی ملاقات کوی ؟

الف : ګوډ او شل به وی ؛ 

ب : ړوند به وی ؛

ج : کوڼ به وی ؛ 

د : د جذام ناروغ به وی .

۹ ـ رسول الله (ص) ولی حضرت عمر (رض) ته د فاروق لقب ورکړ ؟

الف : حق او باطل یې ښه سره بېلول ؛ 

ب : د خلکو په منځ کی یې عادلانه قضاوت کاوه ؛

ج : د ده په ایمان راوړو سره مسلمانان پیاوړي سول ؛ 

د : ځکه چی ډیر زړه ور او غښتلی و .

۱۰ ـ د خدیجې (رض) د وفات پر مهال رسول الله (ص) څو کلن و ؟

الف : ۳۰ کلن ؛ 

ب : ۴۰ کلن ؛ 

ج : ۵۰ کلن ؛ 

د : ۶۰ کلن .

او دا هم د نن زرین اصل : یو عالم ویلی دي : که ژوند د روژې په رقم جوړ کړو ، نو مرګ به مو د اختر په رقم وی !