
په روژه کې د هندواڼې ګټه او ارزښت
په روژه کې د هندواڼې ګټه او ارزښت ډیریږي، دخوړو دبرخې کارپوهان هر وخت په ځانګړې توګه په روژه کې دهندواڼې دخوړلو سپارښتنه کوي ، چې له روژه ماتي او پیشنمي څخه وروسته باید هندواڼه وخوړل شي.
۱- هندواڼه معده او بدن تازه ساتي، ژر هضمیږي او بدن یې ډېر ژر جذبوي.
۲- کولمې نرمې ساتي او وینه پیاوړې کوي.
۳- دوینې لوړ فشار کنټرولوي، هغو کسانو ته ډېره ګټه لري،چې د زړه ناروغي لري، پردې سربېره هندواڼه درګونو دبندښت مخنیوی کوي ځکه پرېمانه ویټامین C لري.
۴- پوټاسیوم ، ماګنیسوم په څېر بډایه ویټامینونه او وسپنه لري، چې دبدن دغړو د ارامتیا لامل ګرځي.
۵- دبدن دتودوخي درجه ټېټه ساتي، دا ځانګړنه په روژه کې مرستندویه ثابتیږي.
۶- اعصاب اراموي، ورخطايي او نارامي له منځه وړي.
۷-هندواڼه ۹۵٪ اوبه او لږ پروټین لري، غوړ او معدني مالګه نه لري.
۸- هغه مالګه له منځه وړي،چې دوخت په تیریدو په بدن کې راټولیږي ، دګردې تیږه میده کوي.
۹- بواسیر ناروغۍ ته ډېره ګټه رسوي.
۱۰- هندواڼه د لیکوبین مواد لري،چې دپروسټاټ، قولون او زړه ناروغي په مخنیوي کې مرسته کولای شي.
یادونه د پاکستان اوایران دهندواڼو په پرتله دهلمند، جلال اباد هندواڼې ډېرې طبیعې او تازه دي .
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه