پاکستان چې په دي وروستیو کې د نړیوالو د قوې فشارونو لاندي راغي او ترڅنګ يي په کور دننه هم د ځينو جنجالونه او په لوي اکثریث د دولت خلاف د پښتون ژغورني د غورځنګ ډلې د اختجاجونو سره مخ شو ، همدراز د افغانستان سره يي سوداګریزه اړیکي هم خړي پړي او د افغانستان سره خرابې سیاسي اړیکي او د سوداګریزه اړیکو تتوالي يي خورا ډير زیان ورواړه وه ،ګڼې فابریکي يي وتړل شوي او په بیلابیلو ځايونو کې ګڼ شمیر وګړي بې روزګاره شول.
راځم اول دي ده چې پاکستان ولي د نړیوالو فشارونو لاندي راغلي ؟
د ملي وحدت حکومت په رامنځته کیدو سره ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د افغان سولې په تړاو بیلابیلو سیمه یزه او نړیوالو هیوادونو ته سفرونه وکړل او هغوي يي ته يي دا قناعت ورکړ ، چې په افغانستان کې اوسني جنګ پاکستان تود ساتلي او د دغه جنګ خشاک يا ترهګر چې دي له پاکستانه تغذیه کیږي او روزنیز مرکزونه يي هم په پاکستان کې دي ، نو همغه وو چې د سیمي او نړۍ په سطحه پاکستان باندې حلقه راتنګه او ګڼو فشارونو سره مخ شو، د دي وراخوا پاکستان چې پخوا به يي کله وغوښتل چې افغان دولت باندې فشار راوړي نو له خپل هیواد څخه به يي سوداګریزه يا خوراکي توکي په افغانستان بند کړل ، خو ملي وحدت حکومت له پیل دا هڅه کوله چې د سیمې له نورو هیوادونو سره هم سوداګریزه اړیکي ولري او د پاکستان سربیره د نورو هیوادونو سره هم خلاصي ترانزیتي لاري ولري ، په دي سره افغان حکومت نه يواځي ده چې د پاکستان د فشار د دغې الې مخه يي ونیول بلکې ترڅنګ يي غټ اقتصادي ضربه هم ورورسوله .
د دې وراخوا د کابل پروسې په ناسته کې ولسمشر د کابل پروسې د غړو هیوادونو د استازو په ګډون په ژوند بڼه د تلویزونو په پردو خپره شوې وينا کې په پاکستان غږ وکړ چې افغان حکومت سره دي دولت په دولت خبرو ته حاضر شي ، له يوي خوا خو ولسمشر په دغه وینا سره دنیاوالو ته دا وښوده چې له ترهګرو مخکې زموږ د ترهګرو د ملاتړي او هغوې ته د پلانونو د تنظیمونوونکو سره خبري په کار دي .بلخوا يي پاکستان وتاړه چې ترڅو صادقآ همکاري وکړي او که دا کار ونه کړي نو په سیمه او نړۍ کې به په بشپړه توګه خپل باور د لاسه ورکړي .
له کابل پروسې وروسته د ملي امنیت سلاکارمحمد حنیف اتمر امریکا ، المان ، چین ، سعودې عربستان او یو شمیر نورو هیوادونو ته سفرونه وکړل او له دې هیوادونو او په ځانګړي توګه يي له چین او سعودې عربستان څخه وغوښتل چې پاکستان دې ته روا دار کړي ترڅو له افغان حکومت سره د ترهګري پرضد مبارزه او افغان سولې برخه کې ګډ کار کړي .
وروسته دملي وحدت حکومت مشرتابه د پاکستان صدراعظم ته بلنه ورکړه ترڅو کابل ته راشي ، هغه کابل ته راغي او افغان جګپوړو چارواکو سره يي د سولې او پېوستون د عمل پلان په جوړیدا خبري وکړي .
د ده له سفر وروسته د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له يوه ګډ پلاوي سره پاکستان ته ولاړ او په اسلام اباد کې يي د پاکستانې چارواکو سره خبري وکړي او ياد پلان يي نهاي کړ.
چې باالخره اوس د ملي امنیت سلاکار اتمر صیب په مشرۍ د جګپوړو چارواکو يو پلاوي پاکستان ته سفر وکړ او پاکستان سره د دغه پلان د څو مواردو د پلې کیدا په برخه کې هوکړه لیکونه لاسلیک کړي چې له مخې به يي ډير ژر چاري پیل شي .
د سولې او پيوستون د عمل دغه ګډ پلان مهم موارد په لاندې ټول دي .
۱ : ترورېزم سره مبارزه
۲ : امنیتي او سیاسي همکاري
۳ : د سولې او پخلاینې بهیر
۴ : ګډه اقتصادي پراختیا
۵ : د تاوتریخوالي راکمول او له پاکستانه د افغان کډوالو راستنول
د معلوماتو له مخې چې افغانستان او پاکستان دواړو غاړو هوکړه کړی چې د یو مشخص میکانیزم د ایجاد له لارې به په څو راتلونکو ورځو کې د دغو هوکړه لیکونو د عملي کېدو چاري پیل کوي او د راتلونکې یوې اوونۍ یا تر لسو ورځو پورې به د کاري ټیمونو مشخصه اجنډا تدوین کړي
دا هم ویل شوي چې دغه پلان د عملي کیدا لپاره به د دواړو غاړو شپږ ډلې ټيمونه جوړيږي چې په یادو برخو کې کار وکړي .
پایله
اوس هم یو شمیر د منفې فکر لرونکي اشخاص دا فکر کوي ، چې ګواکې د افغان حکومت دغه هڅې بیځایه دي او پاکستان چې تل يي ژمنې کړي خو په عملی کیدا کې رغنده رول نه دې لوبوي او تل په شاه شوي دي ، نو زه دا ورته ویل غواړم چې وروره مخکنې او اوسني حالات توپیر کوي ، لکه ما چې په پورته مقاله کې ورته اشاره وکړه ، پاکستان په خپله خوښه د افغان حکومت سره د سولې او پيوستون د عمل پلان پلې کیدا ته نه دي حاضر شوي بلکې د افغان جګپوړو چارواکو د بیلابیلو هڅو په پایله کې پاکستان اړ شوي چې دا کار وکړي . غواړم په لنډ ډول د افغان چارواکو د هڅو پایلو ته اشاره وکړم.
۱ : په پاکستان نړیوال فشارونه
۲ : د سیمې او نړۍ په کچه پاکستان د ترهګرو د ملاتړ کوونکو په توګه معرفي کول
۳ : په اقتصادې برخه کې پاکستان ته ماته ورکول
خو په هر حال لکه څنګه مې چې پورته ذکر وکړ تقریبآ ټوله نړۍ او د سیمې هیوادونه اوس له پاکستانه غواړي چې د افغان حکومت سره د دغه پلان په عملي کیدا کې صادقآنه وړنډه واخلي چې دا هر څه د ملي وحدت حکومت د جګپوړو چارواکو او په ځانګړي توګه د ولسمشر غني او ښاغلي اتمر صیب د هڅو پایله ده ، اوس نو پاکستان مجبور دي چې دا کار وه کړي او که نه نو له بده به يي حالت نور هم بدتر شي ، کومه چې هغوې نه غواړي نوره تېروتنه وکړي .