مايک ګوډګل:

افغان جګړه له پيله د ګټلو نه وه

امریکايي قومندان د جګړې د پای په دود د ایساف بیرغ رانغاړي
امریکايي قومندان د جګړې د پای په دود د ایساف بیرغ رانغاړي

 د «ABC» امريکايي تلويزوني شبکې وتلي ژورناليست په خپل نوي څېړنيز راپور کې ويلي، چې افغان امريکايي جګړه کې د ګټلو او نه ګټلو خبره مطرح نه ده، ځکه چې دا جګړه له پيله د ګټلو نه وه، بلکه دا د سياسي کړيو له خوا پيل شوې جګړه وه او هغوی يې بايد پای ته ورسوي.

مايک ګوډګل وايي، چې د خليج د لومړۍ جګړې پر مهال يې کويت کې د سي ای اې له يو کارګر ټام څخه همدا ټکی واوريدل، چې ځان سره بنګيده «دا هر څه د سياسي سټو غوښتنه او دا جګړه د هغوی له لوري تپل شوې».

مايک وايي: «غوښتل مې هغه مهال له ټامه پوښتنه وکړم، مګر ومې نه پوښتل.»

د ای ابي سي تلويزون نوموړی خبريال وايي، چې بيا څو کاله وروسته ۲۰۱۰م کال کابل کې د امريکا سفير کارل ايکنبيري سره د هلمند مارجه ولسوالۍ ته په لنډ سفر ولاړ، چې يو ځل بيا د ټام په ليدو هک پک حيران شو. دا هغه وخت و، چې د امريکا سمندري عسکرو له سختې خونړۍ جګړې وروسته مارجه نيولې وه او زرګونو امریکايي عسکر افغانستان کې په جګړو بوخت وو.

«ما پر ټام غږ وکړ، مګر زه یې ونه پيژندم، زه هم د خبريال په توګه د ټام شاته غلی ولاړ وم، چې ساه نيولی پر ځمکه کيناست او بيا ځان سره وبنګيد، (دا هر څه د سياسي چارواکو له لاسه دي).»

مايک ليکلي، ده هڅه وکړه، چې ټام سره خبرې وکړي، مګر نوموړی بيا د سترګو په رپ کې ورک شو.

«زموږ سفر داسې و، لکه کارټوني جاسوسي فلم، چې کردار یې په ثانيو کې له سترګو پناه کيږي.»

مايک ګوډګل وایي، چې لومړی ده فکر کاو، چې ټام افغان حکومت ته اشاره کوي. هغه مهال امريکایي سمندري ځواکونو هڅه کوله، چې افغانستان کې خپل زور وښيي او مارجه کې نوي افغان امنيتي ځواکونه ځای پر ځای کړي.

بيا مې د ټام پر هغو خبرو فکر کاو، نو پوه شوم، چې د سي ای اې غړی ټام افغان حکومت نه ښيي، بلکې امريکايي چارواکي يادوي.

مايک ګوډګل زياتوي، چې امريکا او ناټو تېره اونۍ افغانستان کې خپل جګړه ييز ماموريت پای ته ورساو، خپل بيرغ يې ښکته کړ، يو څو رسمي خبرې، يو بل ته لاس ورکول او بس په دې خبرو يې ځان ډاډه کړ، چې دوی خو افغانستان کې خپل کار تر سره کړ او جګړه ييز ماموريت د افغان حکومت پر غاړه شو.

د امریکا د دغې اوږدې جګړې د پای پروګرام ته له يو څو امريکايي ژورناليستانو پرته د هیڅ رسنۍ استازی نه و غوښتل شوی او ورغلو ژورناليستانو هم د کامرو د چالانولو اجازه نه درلوده.

د مايک په وينا د افغان جګړې له امله د زرګونو عسکر د مرګ ژوبلې سربېره امريکا ميلياردونو ډالره پوروړې شوه.

امريکايي عسکرو د ۲۰۱۰م کال سپټمبر مياشت کې عراق کې هم د جګړه ييز ماموريت د پای ته رسولو اعلان کړی و او اخري امريکايي عسکر له عراقه کويت ته واوښتل، مګر بیا هم زرګونو امريکايي عسکر د روزونکو او نظامي سلاکارانو په نوم عراق کې پاتې شول.

عراق کې د امريکايي عسکرو شتون د جګړې د پای په معنا نه و، بلکې داسې يو مثال لري لکه څوک چې پر يو اوږد سړک مزل کوي او بل سر يې نه وي ور معلوم.

اوس چې امریکا د ځمکنيو او سمندري عسکرو په ګډون د هوايي ځواک ۱۱۸۰۰ عسکر په افغانستان کې پرېږدي او د دې تر څنګ د ناټو ۲۵۰۰ عسکر هم په دغه هېواد کې پاتې کيږي، د مايک په ګومان دا شمېره ډېره لږ ده؛ ځکه چې جګړه پای ته نه ده رسيدلې او بل پلو د افغان ملي اردو او پوليسو شمېره هم ورځ تر بلې کميږی.

مايک د يو لوړپوړي ډيپلومات له قوله وایي، چې پينټاګون د افغان دفاعي ځواکونو د روزنې او پر مختګ په اړه فکر کوي، مګر دا فکر او تمه يو ستر حماقت دی.

د مايک ګوډګل په وينا امريکايي چارواکي په دې خبره پوهيږي، چې طالبان د افغانستان پر ګڼو سيمو حاکم دي، افغان امنيتي ځواکونه يې د مقابلې توان نه لري او دا چې دوی د هوايي ځواک له مرستو او توپخانو هم بې برخې دی.

د اې بي سي خبريال مايک په دې اند دی، چې امريکايي چارواکو خو افغانستان کې د جګړه ييز ماموريت د پای ته رسولو اعلان کړی، مګر ګڼ شمېر ځانګړي عسکر به د « تروريزم ضد» په نوم ځانګړی عمليات کوي، د خلکو پر کورونو به چاپې وهي او شپنیز عمليات به تر سره کوی او دغه پاتې امريکايي او ناټو عسکر به بيا هم د طالبانو ضد جګړه کې ښکېل وي.

افغانستان به د عراق په څېر شی يا نه، طالبانو سره به مذاکرات بريالي شي کنه، افغان جګړه به پای ته ورسيږي کنه، د مايک په اند دا هر څه د سياسي کړيو په ارادو او غوښتنو پورې تړلي دي.

مايک وايي «افغان جګړه موږ ته په کومه بيه پرېوته او څومره اوږده شوه؟»

دا هغه تريخ سوال دی، چې ځوابول یې ژور فکر ته اړتيا لري.