دسنګین ټولوژنه دنورو درنویاغي جنایاتو پیلامه ده
- لیکونکی ش،حصین
دا لایق دخاورو نه وه،سره غوڼۍ په غوړیدو وه
یوه نښه دامید وه ، دژوندون دښکلیدو وه
دهلمند دسنګین دولسوالۍ په وینو او اوښکو کې ناستوله امیده لویدلو میندو و خویندو ،ورونواوپلرونو،ستاسو شهیدانوته دجنت فردوس په غوښته او ستاسو ټپیانوته دهرڅه ژر جوړښت په هیله اوتاسو ټولو ته دزړه دصبرپه غوښتنو سره دي ترخه دردونکي او ناپایه ناتار ته په کتو سره ټول په وینو او اوښکو کې ناست وطن په دې واقعیت ښه پوهیږي چې دا خونړۍ پیښې او دا درنه غمیزه نا ببره او نا څاپي نه ده. له نن څخه نږدې ۱۴ کاله مخکې له امریکايي پراخه خونړي پوځي تیري سره یوځای انګریزي پوځي لښکرې دنورو هدفونو په څنګ دافغانستان له خلکو په تیره دهلمند له میړني اولس څخه دتاریخي انتقام په خاطر پر افغانستان را پریوتې اودخپل کسات سیمه ېې همدا تاریخي هلمند وټاکه.
امریکا ، انګلیس، ناتو او آیساف په خپل ټول توان اوطاقت دافغانستان دنوروسیمو په شان دهلمند په وطن او خپلو نوامیسو ولاړ نه ماتیدونکي خلک وځپل.دپانګوالې ناتار زیږوونکې نړۍ پوځي ماشین ستاسو داولادونو په وژنو،رټنو او له خپلو کورونو څخه شړلو ستړي شول.نن ټول بشریت او په خپله ډیر په لویدیز واکمن په دي اعتراف کوي چې په افغانستان کې ېې داسې تاریخي ماته خوړلې چې دپانګوال نظام ستنې پرې را ګږې شویدي.داتریخ اعتراف دجګړه مارو وحشي په شا تللو اشغالي قدرتونو لپاره هغه دزهرو مړۍ پورته کول دي چې ځغم ېې ورته آسانه نه دی. له همدې کبله ددوی دانتقام لړۍ دلیونتوب کچې ته ور اوښتې ده. دوی دویتنام جګړه دویتنامي کولو تر نامه لاندې خپل کسات ته ورواړوله،دوی په عراق کې معاش خوړوونکي اجیر ډوله اردوګان،وحشي پولیس،مرموز استخباراتي ځواکونه او تر ټوله ډیره خطر ناکه انسان وژونکې لوټماره ډله یعني دصحو په نوم زموږ اربکیانوته ورته ډلې را جوړې کړې او دا په دې خاطر چې دعراق تاریخي شتون ته دپای ټکی کیږدي او له دې لارې دخپلې ماتې او په شا تګ کسات
دعراق له اولسونو څخه واخلي.
په افغانستان کې دا لړي تر ویتنام او عراق نه ډیره پراخه ، دژورو ریشو درلودونکې او درنه ناتار زیږوونکې ده. علت ېې دادی چې دلته داشغال عمر ډیر اوږد شواو داشغال پلاس کینولو په ښکاره دخپلو بادارانو په وړاندې هغه ژمنې وکړې چې داشغال جرړو ته داوږده عمر توان ور کوي او په بدل کې ېې زموږ دخلکو او اولسونو دمرګ ، ورکي او تاریخي را لویدنې ټول شرایط را برابره وي.اشغال دافغانستان اردو دخپلو ستراتیژیکو موخو له مخې له ملي او وطني هویت څخه بې برخي او هغه ته ېې نه یواځي تنظیمي اجیر رنګ ورکړ بلکې دپرارخه توطئو له مخې ېې دافغانستان داردو، پولیسو او امنیت لیکې په قومې، ملي ،ژبنیو او آن مذهبي تعصبي زهرو لړلې. افغانستان اوس دملی اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت په نوم څه نه لري. داخبره دټولو دولتي وسله والو په منځ کې دیولږشمیر په وطن مینو انسانانو له پامه غورځول نه دي.که له همدغو لږ شمیر په وطن مینوله واکه لویدلو څخه دنني اردو ،پولیسو او امنیت پوښتنه وشي نو هغه ترخه حقایق به را برسیره شي چې تر اوسه ډیره لږه کتنه ورته شویده.اشغال دخپل اوږده عمر په دوام کې تر ډیره داهڅه وکړه چې اردو ، پولیسو او امنیت ته هغه ددوی په پانګو روزل شوي دوی ته ژمن واکمن را مخته کړي چې که دوی وي یا نوي هغوي ددوی خونړي وحشت ته دوام ورکړی شي.داچې دقندهار جنرال رازق، دهغه په شان دبغلان پولیسي واکمن او نوردیومخیز و وژنوغوښتنه کوي څه نوي خبره نه ده، همدا څو ورځي مخکې ددفاع دوزارت یو لوړ پوړی له دري میاشتنیو زد ه کړو راوتو عسکرو ته په وینا کې وايي چې ستاسو دنده ددښمن یو مخیزه وژنه ده. همدغه بلنه دسرکاري اوغیر سرکاري رسنیو پر مخ په پراخه توګه خپریږي.دغه لوړ پوړی مقام ددشمن تعریف نه ورکوي . هغه ته دبوش په شان هرڅوک چې له ده سره نه دي هغه ټول دښمن اودوژنې وړ دي.هو زموږ اردو. پولییس او امنیت په همدې روحیه او ددیکچیني دروزنیزوکمپنیو دجنګي تاکتیکونو په روحیه روزل شویدي.ددوی کړنې سمه په سمه همغه دبلک واټر اوسیټي جنګې اجیرانو کړنې دي. ددغو ځواکونو ډیرو مشرانو او قوماندانانو ته دانسان وژنه په اعتیاد اوښتې ده.دوی دزیاتو وژنو او وحشت له مخې شهرت اود لوړ پوړو ستاینه تر لاسه کوي.
څه ناڅه دوه کاله مخکي دارزګان خلکو دحکیم شجاعي تر نامه لاندې دیوه اربکې وحشي مشر له وحشتونو او خونړیوکړنو څخه داعتراض غږ پورته کړ. دشجاعی فردي او ډله ییزي وژني، غلاوې ، لوټ، تالان او دخلکو په ناموسونو تیری ددولت له هیڅ واکمن څخه پټ نه و،خو شجاعي امریکايي جنګي کمپنیو روزلی و او دهغوي په مرسته يي دناتار لمن خوره کړې وه.څرنګه چې اشغال دخپلو جوړونوپه دفاع کې پر پراخه رسنیو هم پراخه پانګې لګولې نو دهر جنایت دپټید لپاره مزدور قلمونه هم کم نه و.دبیلګې په توګه همغه وخت چې دشجاعي پرخلاف خلک را پورته شول.کابل پرس دبختیاري په نوم تر دې عنوان لاندې یوه اوږده مقاله خپره کړه«سلام به شجاعی سرباز فداکارکه فاشیزم را خاکستر نشین کرد» له فاشیزم څخه دکابل پرس معنی نوره دپټیدو نه ده. دهلمند دسنګین دولسوالي خونړۍ پیښه هم بې له شکه دهغو یونیفورم لرونکو«شجاعیانو» ده چې غواړي «فاشیزم ؟؟؟خاکنشین » کړي.
عجیبه خو داده چې دجان کیري دکینولي اداره تر اوسه چې له دغي خونړي پیښې دوه ورځې تیریږي په دي نه ده خبره چې دا کربلا کوم یزید، په کوم وخت کې تر سره کړه.کله وایی پیښه غرمه مهال را منځ ته شوه. کله وايي ماښام و او کله هم وايي ورځ له نیمې اوښتې وه ، دشهیدانو او زخمیانو په لږ ښودنه او پټونه هم یوه خوله نه دې کله وژل شوي ۱۷ ،کله ۲۶ او کله ۴۰ ښېې اود ټپیانو شمیره هم دهر ساعت په تیریدواوړي او را اوړي .دهلمند دولایت مرستیال.دولایتي شورارئيس دغه وحشي یرغل داردو دمنسوبینو بولي . خودامریکا په پانګوروزل شوي مدني ټولنې چې په هیواد کې ېې دسیاسی مسئولو ګوندي خوځښتونو ځای نیولی بیا سمدلاسه دا خبره ورسره نښلوي چې داردو پوستو دطالبانو دډزو په وړاندې دهاوان ډزې کړیدي. دا په داسې حال کې ده چې عامه خلک او آن دولایت ځینې واکمن چې په سیمه کې وو او یاېې له سیمې لیدنه کړې وايي چې طالباو دغه مهال داردو په تمځایونو هیڅ ډول حمله نده کړې.
دولتي مقامات دخلکو دغولولو او دهغوی داحساساتو د ایل کولو لپاره وايي چې داردو ۶ تنه سرتیری ېې نیولي او دولایت څارنوالي ته ېې ورپیژندلي دي. پوښتنه داده چې ولې په داسې یوه درنه ټولوژنه کې یواځي داردو سرتیري نیول کیږي. دافغانستان په پوځي او امنیتي نظام کې هیڅکله هم یوسرتیری ددرنې وسلي دفیر واک نه لري .سرتیري یواځي دخپل قوماندان په امر دهغه کوردنات له مخې عمل کوي چې دپوستې قوماندان ېې ورکوي. ددغې خونړۍ پیښې په توردسرتیرو نیول شايي یو قصدې پلان شوی عمل وي. لومړی خو دڅو سرتیرو په جزا محکومول دمسولو قوماندانانو دبرائت یوه لاره ده،او دویم هم دا چې دپيښي دناڅیزه ښودو لپاره ، همدا یوه پلان شوې عمل ګڼل کیدای شي .وايي چې دواده کورنیو درې ورځې مخکې نږدې ټولو پوستو ته خبر ورکړی و چې په دغه کور کې واده جوړیږي. دغه خبر بي له شکه سرتیرو ته نه بلکې مسئلو قوماندانانوته ورکول کیږي. دغو قو ماندانانو ولې خپلې پوستې دواده له ځای ،کلي او کور څخه خبرې نه کړې. دغه خبر بې له شکه دهلمند دولایت مقام ته هم رسیدلی و، دغو مقاماتو په دې هکله څه تدابیر نیولي وو. داردو پوستې ولې دولایت دمقام له غوښتنو پرته په داسې درنو راکټي علمیاتو لاس پورې کوي. دولایت دمقاماتو اود اردو، پولیسو او امنیتي ډلو دنده که يواځي دخلکو وژنه نه وي او دخلکو دامنیت دساتنې دنده لري نو ولې ېې ددې واده امنیت خوندي نه کړ.یوه درنه پوښتنه داده چې ددې خونړۍ پیښې په وړاندې دکورنیو چارو وزارت ولې پټه خوله پاتې دی. دغه شان دامنیت ریاست ولې په خوله بالښت ایښی. دښاغلي اشرف غني دڅیړنې ډله چې نومونه ېې هم پټ ساتل شوي ولې یواځي ځان دشوراب امریکایی انګلیسي اډې ته رسوي. دغه ډله که شتون ېې هم دروغ نه وي څنګه کولی شي چې له دغې پوځې اډې څخه دحقایقو موندلو ته لاسرسی پیداکړي؟ باید په ډیر درد او افسوس ووایو چې نه په تیرو نږدې ۱۴ کلونو کې دې ته د ورته سلګونو خونړیو پیښو پوښتنه شوې او نه به اوس دغه څه تر سره شي. دا نه له لومړۍ او نه هم وروستۍ پیښه دهد لاریون برخهوالو چې یو شمېر هلمندي او نور چارواکي هم په کې دي، د هلمند خونړۍ پېښه په کلکو ټکو غندلې او عاملینو ته د اشد مجازات غوښتنه کړې.
ددې پیښو ډیر یاغي خونړی بهیر به له دې وروسته په ټول هیواد کې دسختو خونړیوناتارونونو لمنه وخوځوي او دا ځکه چې په افغانستان کې نور ددولت په نوم دیوه مشروع حقوقي بنسټ شتون دلید وړ نه دی.درې میاشتې کیږي چې جان کیري کینولې واکمن یوه کابینه نشي جوړولی. دجګړې او خپل منځي له کساته ډکوکرکجنو شخړو اور به ډیر ژردهیوادپه ګوټ ګوټ کې دنه ایل کیدونکي اور لمبې خورې کړي.تنظیمي جګړې، اود اشغال پلاس دروزل شوو جنګي کمپنیودقدرت او لوټ سیالی به له پراخه نه ایلیدونکو مرګونو سره پر ټول هیواد خپل تور سیوری خپور کړي. دا ټول هغه څه دې چې اشغال اوپه سرکې ېې امریکا له مخکې پلان کړیدي. دافغانستان خلکو او اولسونوته دپایښت یوه لاره پاتې ده او هغه داچې په خپل ټول توان او دسر په درنه قربانۍ دامریکا پوځي اډې او دناتوشړیدلې بړستتن ددوی مزدورانوته ور په اوږو کړي او خپل تاریخي سرنوشت په خپله ملي اراده او خپلو مټو وټاکي.