د پروستات غټېدل یا په زړو نارینه وو کې د تشو میتیازو ستونزې
ډاکتر جمیل حامد

ډاکتر جمیل حامد

 

پروستا ت یوه غده ده چي ترمثاني لاندې موقعیت لري اودتشومیتیازولیږدونکی قنات یا احلیل یی له منځ څخه تیریږي ، په یوه بالغ سړي کې نیږدې ۲۰ ګرامه وزن لري اوږدوالی یی ۳.۵ سانتی متره اوپلنوالی یی تر۴ سانتی متروپورې رسیږې ، په لوړوعمرونو کې یی اندازه غټه وي خوهیڅکله له ۳۰ ګراموډیروزن نلري اودا غده یواځي په نارینه ووکې شتون لري ، په مسنونارینه وو کې دا ناروغي ډیره پیښیږي اوپه ټولیزه توګه هغه کسان چې عمرونه یی له ۴۵ کلونولوړوي داناروغي یی ډیر ځوروي ، هغه اټکلیزه سروي چې په غربي نړۍ کې شویده ښیی چې داناروغي ۵۰٪ په ۵۰ کلنواو  ۷۵٪ په ۸۰ کلنواویا له هغو څخه په ډیرعمر لرونکو کسانوکې لیدل شویده  ، همدارنګه یی پیښي په پرمختللواوغیری مسلموټولنوکې نسبت وبیوزلواومسلمانوټولنوته ډیرې ښودل شویدي .

هغه سروي چې په ۲۰۱۰ ز کال کې پدي ناروغۍ شوي وه ویی ښودله چې په ټوله نړۍ کې  نیږدې ۲۱۰ میلیونه کسان دپروستات دغټیدو په رنځ اخته دي .

دپروستات دغټیدلونښي نښانې !

داناروغان عموما ژرژردتشومیتیازوکولواړتیا احساسوي چې کله کله دتشومیتیازولږلږه سوځیدنه هم ورسره وي خوله تشومیتیازوسره په ټولیزه توګه دردشتون نلري اوداستونزه ډیری وخت دشپې لخوا زیاتیږي اوناروغ څوڅوځله دتشومیتیازو دکولولپاره وځي او همدارنګه کیدای شي چې ناروغ وروسته له اودس ماتي بیا هم دمثانې دډکوالي احساس ولري ، اوهم داناروغان دتشومیتیازوله دریدو اوبیاپیل کیدوڅخه هم سرټکوي اوډیری ناروغان دتشومیتیازوپه فشارسره له نه وتلوهم شکایت کوي اوکله چې دتاریخچې پوښتنه ور څخه کیږې تل شکایت کوي چې ډیرپه ځنډسره یی اودس وچیږې یعني ترڅودقیقوپوري یویوڅاڅکی راځي اوپه ډیرو پرمختللو مرحلو کې تشي متیازي یا په بشپړه توګه بندیږي اویاناروغ دتشومیتیازوکنترول له لاسه ورکوي .

ددې ناروغۍ لاملونه !

په دقیقه توګه تراوسه ددې ناروغي لاملونه ندي پیژندل شوي خوارزښتمني څیړني داسې ښیی چي د Testosterone  هورمون زیاتوالی ددې ناروغي په منځته راتلوکې رول لرې چې ډیربحث پرې اړین نه بولم .

پیژندنه !

دکلینیکي نښونښانواودقیقیې تاریخچي په اخیستلوسره په اسانۍ کولای شوچې داناروغان وپیژنوخودکره تشخیص لپاره له الټراساونډ یا تلویزیوني معایناتو ، دګوتي پواسطه دمقعدي معایني اویاهم له پروستات څخه دنمونې یا بایوپسي اخیستلوته اړتیا لرو.

درملنه !

دعرضي درملني په موخه باید داناروغان دشپې له لوري ډیرمایعات ونه کاروي ، دالکولو، سګرټواوډیري قهوي له کاروني اوهم دتشومیتیازوله ډیرې ځنډوني دې لاس واخلي سربیره پردې ځینې درمل هم ددې ناروغۍ په درملنه کې کارول کیږي لکه دAlfa1 Adrenergic receptor Antagonists    ګروپ لکه Doxazosin , Terazosin , Alfazosin , Tamsulosin , Silodosin   اوداسي نور ، لدې علاوه کولای شوچې 5Alfa- reductase inhibitors Finasteride , Dutasteride  اوددې ګروپ نوردرمل وکاروو ، همدارنګه د  Sildenafil  کارونه هم ددې ناروغي نښي نښاني کموي .

دجراحي عملیه ددي ناروغۍ لپاره غوره درملنه بلل کیږي په ځانګړي توګه دهغوناروغانولپاره چې درمل پرې اغیزونلرې چي  کولای شودکلاسیکي اویاد انډوسکوپیک یا لپراسکوپیک جراحي عملیوپه مټ دپروستات غټه شوي برخه واخلو خوپام مووي چې ددرملني دډول په ټاکنه کې تل دخپل معالج ډاکټرمشوري ته ارزښت ورکړئ ځکه ستاسومعالج ډاکټرتل ددې ناروغي لپاره تر ټولو غوره لار ټاکي .prostate

Prostate

 دلاندني لینک په کښېباسلو سره دپروستات فعالیت لیدلی شئ: 

https://www.youtube.com/watch?v=flHXrnSWxCU

 دنښترویبلاګ یادښت: 

که کوم څوک پورتنۍ ستونځه لري نو دپاس لیکل شوو درملو ور اخوا کولای شي له سرو بانجانوڅخه په کافي اندازه ګټه واخلي.

یا هره ورځ دیوې قاشقې په اندازه دکدو وچ شوی تخم نوشیجان کړي تر څو دپورتنۍ ناروغي ستونځه ورکمه کړي.


دکدو دتخم یا ځړو ګټې دلاندني لینک په کښېباسلو سره لوستلی شئ:

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/20802