بخښنه(عــفوه) اوهېرول د سالمې ذهني روغتیا غوره لار

له بي بي سي رادیو څخه په مننه
د بخښنې موضوع په اړه بېلا بېل نظرونه شته. دا کار څه ډول کولی شو؟ په دې ډول رویه کې له چاسره مخ کېږو او دا چې ګټه یې په پای کې چاته ډېره رسي؟

موږ انسانانو تل منفي احساسات، د ژوند ناوړه پېښې او د یوه کس انفرادي عمل چې زموږ په ذهن کې منفي احساسات راپاروي له یاده ايستلي او هڅه مو کړې چې هېر یې کړو او پر مخ ولاړ شو. بښل یو داسې عمل دی چې ټولو انسانانو ته منلی دی.

که یو څوک درته ووايي چې ومې بښلې نو هرومرو پوهېږو چې دا په څه مانا دی.

امېګډالا زموږ د مغزو مرکزي برخه جوړوي او د منفي او یا مثبتو احساساتو د بېلولو له اړخه یې په ګڼو برخو وېشلی شو.

د وخت په تېرېدو موږ په چاپېریال کې د بېلا بېلو سټېمولي تر منځ اړیکه جوړوو او دا مو اړوي چې د خپلو تېرو تجربو ته په کتو سمه او غوره پرېکړه وکړو.

د انسان د عصبي سېستم یوه وړتیا چې تر اوسه یې څېړونکي حیران کړي هغه دا ده چې څه ډول زموږ ماغزه د یوې داسې پېښې، ځای او کس په اړه موږ ته خبرداری راکوي چې پخوا یې موږ ویرولي او یا هم ځورولي یو.

زموږ د مغزو دغې برخې ته پرې فرنټل کورټېکس ویل کېږي او په ژوند کې د مهمو پرېکړو، دلایل ویلو او د پخوانیو خبرو او پېښو رایادولو دنده لري.

دا چې د مغزو دغه نوې برخه هم له بښنې سره تړلې ده د هغه دلیل نور ملاتړ هم کوي چې له مخې یې بښنه او له یاده ايستل زموږ د ژوندي پاتې کېدو لپاره اړینه ده. که د بښنې عادت مو خپل کړ نو ښايي له بې وخته مرګه مو هم وژغوري.

موږ د انساني عصبي سېستم سټېمولي یا احساسات په دوو برخو وېشلی شو، منفي او مثبت. که د یوه مثبت څيز په اړه فکر وکړو نو په اعصابو کې مو ځینې کیمیاوي مواد خارجېږي چې موږ سره په ارامه او خوښ اوسېدو کې مرسته کوي.

منفي احساسات او فکرونه بیا بل ډول کیمیاوي مواد خارجوي. او دغه ډول کیمیاوي مواد مو هڅوي چې په ناوړه یا ناسمو کړو وړو کې ښکېل شئ.

دغه کیمیاوي مواد چې د منفي احساساتو یا منفي سټېمولي پورې تړلې وي تر مثبت هغو زیات خارجېږي او زموږ په بدن او وینه کې نسبتآ تر اوږدې مودې پاتې کېږي.

دغه کیمیاوي مواد کولی شي چې د ډوپمین په څېر د مثبتو هغو مخه ونیسي او د وخت په تېرېدو کولی شي ستاسو خوب، غذا او په ټوله کې روغتیايي وضع خرابه کړي.

یوازې دا نه بلکې له ډپرېشن او خوابدۍ سره مو هم مخ کوي او کله کله کېدلی شي آن د ځان وژنې خیال هم درولي. که له دغسې حالته ځان ونه ژغورئ او منفي فکرونه مو بس نه کړئ نو د وینې فشار او د زړه ضربان زیاتوالی هم در پیدا کوي او دغه فزیکي بدلون تر ډېره وخته پايي.

د وینې فشار کې نا انډول او د زړه سکته ټولې هغه ناروغۍ دي چې ډېر کله مو ژوند اخېستلی شي. نو باید زموږ هدف دا وي چې له دا ډول احساساتو او فکرونو نه ځان وژغورو او پرې یې نږدو چې د اوږد وخت لپاره مو په عصبي سېستم کې پاته شي.

ځینې خلک داسې باور لري چې د سالمې ذهني روغتیا لپاره اړ نه یاست چې د بښنې او هېرولو عادت خپل کړئ. دلیل یې راته دا وايي چې هېڅ د منفي څېزونو په اړه فکر مه کوئ، خو دا زموږ د عصبي سېستم جوړښت سره سمون نه لري.

د انسان په مغزو کې مېلیاردونه نيورونونه دي، زموږ یادښتونه، احساسات او دا هرڅه زموږ په مغزو کې پټ پراته دي. که تاسو په سمندر کې د یخ یوه لویه ټوټه ووینئ نو تاسو ته یې هماغه برخه ښکاري چې د اوبو د پاسه وي خو په حقیقیت کې د یخ دغه ټوټه د اوبو لاندې ژور بېخ لري.

د انسان ذهن هم همداسې وانګېرئ، که مو د بښنې او هېرولو عادت خپل نه کړ، نو هغه خلک، ځایونه، پېښې، وختونه او ګڼ نور شیان چې منفي احساسات راپاروي تل ستاسو په مغزو کې پراته وي، کار کوي او د وخت په تېرېدو مو روغتیا ته تاوان رسوي.

نو له دې امله باید په دې ډاډه شو چې بښنه او هېرول زموږ سالمې فزیکې او ذهني روغتیا لپاره اړینه ده.

بښنه به په دې معنا وي چې زموږ ماغزه اړ نه دي چې هر وخت هغه خلک په یاد وساتي چې زموږ په ذهن کې منفي احساسات را پیدا کوي.

بښنه به په دې معنا وي چې زموږ ماغزه به هغه ډول کیمیاوي مواد نه خارجوي چې د مثبتو هغو مخه نیسي. بښنه به په دې معنا وي چې دغه کیمیاوي مواد به د وخت په تېرېدو زموږ فزیکي روغتیا له خطر سره نه مخامخوي.

نو هدف مو باید دا وي چې له منفي فکرونو او منفي احساساتو چې هر څومره ډېر او ژر کېدلی شي ځان وژغورو او تل د مثبتو څېزونو په اړه فکر وکړو.

دنښترویبلاګ یادښت:

داسلام په مقدس دین کې عفوه(بخښنه)خورا لوړ مقام لري.هرهغه بنده، چې دکوم بل بنده لخوا ځورول شوی اوتاواني شوی وي خومقابل طرف(متعرض)عفوه کړي نوالله تعالی ج په دې کارډېرزیات خوښیږي تاواني شوي کس ته دثوابونه ترڅنګ ځانګړې ښېګڼې هم ورپه برخه کوي.

داچې ساینس اوس له ۱۴پېړیو څخه وروسته علمأ په ثبوت ورسوله، چې دبخښنې په کولو سره بخښوونکی کس خپل ځان ته څومره روعتیايي ګټې رسوي واضع او څرګنده ده چې دالله تعالی ج په نظام کې یوڅه له بل څه سره تړلي او دهغه سپېڅلي ذات د واکمني ثبوت له ځان سره لري.

دنښترویبلاګ اداره هیله منه ده ،چې موږ ټول انسانان په تېره بیامسلمانان اوپه ځانګړي ډول افغانان یواوبل وبخښوترڅوموهم خدای تعالی ج خوښ کړی وي اوهم موخپل ځان ته هراړخیزې ګټې او نېکي رسولې وي.

محمـــــدامین بســــمل