‎هېواد سره مینه !
‎لیکواله : مینه منګل
‎هېواد سره مینه په خبرو نه ثابته کېږي، موږ وینو چې هر څوک د هېواد سره د بې کچې مینې خبرې کوي او خپل احساس په ټولنیزو رسنیو کې او یا هم په لویو مجلسونو کې څرګندوي.
‎هېواد سره مینه په عمل کې کېږي کله چې موږ خپل هېواد ته عملي خدمت وکړو نو زموږ مینه ثابتېږي.
‎څه وکړو چې هېواد ته خپله مینه ثابته کړو؟
‎لومړی _ راځئ چې ټول قومونه ښځې او نارینه په ګ‌‌‌‌‌‌ډه د پارلماني ټاکنو د پاره د نوم لیکنې په پروسه کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړو ځکه چې دا یوه ملي پروسه ده او زموږ د هېواد سر نوشت ورسره تړلی، لکه څنګه چې ټاکنې یوه ولسي پروسه ده نو د ولس ګ‌‌‌‌‌‌ډون او د ولس یوه رایه د هېواد په ښه راتلونکي کې مهم رول لوبولی شي.
‎دوهم_ د ملي یووالي حکومت د برښنايي پېژند پاڼو ملي پروسه پيل کړې راځئ چې ددې برښنايي پېژند پاڼو په ارزښتونو تبلیغات وکړو ، تر څو د هغو خلکو اذهان پرې خلاص شي کوم چې پرديپالو ترې لارې ورکې کړې دي.
‎دریم_ افغان امنیتي ځواکونه چې د هېواد د ملي یووالي سمبول دي ددوی ملاتړ باید وشي ،ځکه چې دوی زموږ د امنیت د خوندیتوب د پاره په ‌‌‌‌‌‌ډېرو سختو شرایطو کې له دښمن سره جګړه کوي، کله چې ټول ولس د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي نو وسله وال خپله ماتې خوري، ټولو ته څرګنده ده چې هېڅ وسله وال ددې وطن د پاره جګړه نه کوي او نه زموږ ملي ګټې ورته مهمې دي او نه هم د اسلام مدافعین دي نو اړتیا نشته چې په خپلو سیمو کې ځای ورکړل شي.
‎څلورم_ په ټولو اولادونو باید تعلیم وشي، دولت ښوونځي ددې لپاره جوړوي چې ددې وطن لور او زوی پکې زده کړې وکړي نو دا د ټولو مسوولیت دی چې د ښوونځي ساتنه وکړي تر څو یې اولاد بې تعلیمه پاتې نشي.
‎پنځم_ په دومره سختو شرایطو کې دولتي کارکوونکي د هېواد ګوټ ګوټ ته ځي او د پولیو واکسین ماشومانو ته ورکوي ولې اکثریت ځایونو کې داسې اشخاص شته چې ددې کارکوونکو سره نه یواځې دا چې همکاري نه کوي بلکې زوروي یې هم ، اړینه ده چې د دولت دې خدمت ته په درنه سترګه وګورو ځکه دا هر څه زموږ د پاره دي.
‎شپږم_ د دولت له ټولو ملي پروژو باید ساتنه وکړو کله چې په هره سیمه کې قومي تړونونه موجود وي هلته وسله وال هېڅ نشي کولی او د دولت پروژې هم په ښه توګه عملي کیدایشي.
‎اووم_ راځئ چې ټول قومونه د هغو اشخاصو مخه ‌‌‌‌‌‌ډپ کړو کوم چې هڅه کوي د ولسونو په منځ کې د تفرقې اور بلوي کله چې ددې اشخاصو مخه ونیول شي نو قومونه کله هم یو د بل په وړاندې نه را جګېږي.
‎اتم_ موږ افغاني پيسه لرو راځئ چې په ګ‌‌‌‌‌‌ډه او کلکه مبارزه وکړو څو د هېواد په هر ګوټ کې پاکستان پيسې له چلشه ولوېږي، پاکستان زموږ دښمن دی باید چې پيسه یې هم په خپل هېواد کې ورکه کړو.
‎نهمه_د قوم او خپلوي پر ځای وطن ته کار وکړو دا به د ولسونو یووالی هم حفظ کړي او مسوولیتونه به مو هم په سمه توګه ترسره شوي وي.
‎ لسم _د افغانستان ټول قومونه د ، دولت، امنیتي ځواکونو، ملي سرود، ملي بیرغ‌، دولتي م‌‌‌‌‌‌ډالونه، سرحدي سیمې، په افغانستان کې مېشت قومونه ، ژبې ، او کلتور، ته باید مشترکه درناوی او مشترک کار وکړو ، په دې سره موږ کولی شو چې هېوادنۍ مینه ثابته کړو.
‎دا کومه ستونزمنه خبره نده صرف قوي ارادې ، او عزم ته اړتیا ده .
‎موږ زیات مسوولیتونه لرو خو لومړی باید هغه مسوولیتونه ترسره کړو کوم چې مو په وس کې دي ، همدې سره موږ د یوه ښه راتلونکي په لورې حرکت کولی شو .
‎د تل پاتې افغانستان په هیله