سونډ د وزن په کمولو کې مرسته کوي 

 سونډ  د وزن په  کمولو کې مرسته کوي

څیړنو ثابته کړې ده، چې سونډ  دپړسوب ، هضم اومعدې ځوښ دمخنیوي سربېره  یو شمېر نورې روغتیايي ځانګړنې هم لري.

په خوړو کې یې کارول د وزن دکمښت ، او خیټې  له منځه وړلو په برخه کې اغیزناکه ثابت شوی دی.

څیړنو ښودلې ده، چې سونډ  دوزن  دکمولو ،  په بدن کې راټولو شوو غوړو له منځه وړلو لپاره ښه وسیله او درمل دی ، دخیټې دکمولو په برخه کې ځکه ډېر اغیزناک دی،چې سونډ اشتها کنترولوي ، پردې سربېره  دهرموناتو دګډوډۍ مخه نیسي او دهغه  ورخطایې مخه نیسي،چې چاغښت لامل ګرځي.

سونډ په وینه کې  غوړ ، کولسټرول او شکر  کچه او اندازه تنظیموي ، او ددې ترڅنګ  دهضم یا هاضمې پروسه  ګړندې کوي، ځکه خو ډاکتران سپارښتنه کوي،چې  سهارمهال باید دسونډ یوه پیاله چای وڅښل شي او یا له خوړو څخه وړاندې ، که له  شاتو او لیمو سره ګډ شي ګټه یې ډیریږي او خوند یې یو څه نورمال حالت ته راګرځي.

سونډ د مساله جاتو له کورنۍ څخه دی  دبدن دحرارات په  سوځولو کې مرستندویه رول لري  هر انسان باید لږ تر لږه دورځې څلور ګرامه سونډ وکاروي  که څوک دغټې خیټې ستونزه لري سونډ ورسره  دپام وړ مرسته کولای شي.