طالبان وايي، د نوي حکومت پرضد به هم د پخواپه شان جنګ ته دوام ورکړي
افغان طالبان، چې د افغانستان د دولت پر ضد جنګېږي، اعلان وکړ چې له نوي حکومت سره به هم جګړې ته دوام ورکړي.
د افغانستان د ولسمشرۍ پر انتخاباتو له څو میاشتې جنجاله وروسته پرون د ملي یووالي حکومت او د انتخاباتو پایلې اعلان شوې.
د ولسمشرۍ په انتخاباتو، په تېره بیا د دوهم پړاو انتخاباتو په لړ کې اکثرو طالب قومندانانو یا ونه غوښتل یا ونه کړای شول چې په خپلو سیمو کې خلک له رای ورکولو راوګرځوي او داسي ادعاوې هم شوي چې په ځینو سیمو کې طالب قومندانانو خلک هڅولي چې اشرف غني احمدزي ته رایې ورکړي خو له دې سره سره چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په نتیجه کې محمد اشرف غني احمدزی ولسمشره غوره شو، طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د نوي حکومت پرضد به د تېر هغه په شان جنګ ته دوام ورکړي.
طالبانو انتخابات او د هغو په نتیجه کې د واک لېږد موافقه یوه جعلي امریکايي هڅه بللې ده.
دوی په خپله اعلامیه کې، چې نن یې خپره کړې ده، همداراز ویلي:«د اشرف غني او نوي سمبولیک حکومت اعلان افغانانو ته په هیڅ صورت د منلو نه دی.»
طالبانو، چې ویل کېږي سیاسي مرکزونه یې په پاکستان کې دي، په خپله اعلامیه کې همداراز ویلي:«له اشغال څخه د خپل هیواد د بشپړ خلاصون او د اسلامي حکومت جوړولو ته د لارې د اوارولو لپاره به زموږ جهاد دوام وکړي.»
په تېرو کلونو کې طالبانو ویل چې یوازینۍ غوښتنه یې د بهرنیو ځواکونو وتل دي خو اوس چې د بهرنیو پوځیانو د وتلو وخت په رانژدې کېدو دی، دوی داځل د اسلامي حکومت د جوړولو غوښتنه هم زیاته کړې ده.
له تاند څخه په مننه