ضاحی خلفان:
امريکا د داعش په واسطه له عربي هېوادونو باج اخلي

 

د دوبۍ د امنيه قوماندان مرستيال ضاحی خلفان په سيمه کې د امريکا سياست ته په کتو سره ويلي: امريکا پخپله «داعش» او «صدام» رامنځته کړي دي، چې له عربي ملکونو باج واخلي.

د عراقي رسنۍ «المسله» د ريپوټ له مخې، نوموړي په ټويټر کې په خپله پاڼه کې ليکلي: امريکا د داعش مشر ابو بکر البغدادي ته د شنه څراغ په لګولو سره، په علني توګه د پارس (عربو) خليج له هېوادنو باج اخيستنه کوي.

نوموړي زياته کړې، چې امریکا پخوا پر صدام باندې تمرکز کړی و او همدغه سياست يې پر مخ بيولو.

خلفان وايي، چې داعش خپله چار له سوريې نه پيل او عراق ته رسولې او په نږدې وختونو کې به د عربو د خليج په هېوادونو کې هم راڅرګند شي؛ په حقيقت کې داعش د قصاب هغه چړې ته ورته ده، چې قصاب يې لومړۍ تيره کوي بيا يې ازمويي او بيا په قصابۍ کې ترې ګټه پورته کوي.

نوموړي زياته کړې، چې بارک اوباما هم کټ مټ د جورج بوش پر لاره روان دی، چې د صدام پر ضد يې اتحاد رامنځته کړ او اوس امريکا د داعش پر ضد دغه کار کوي.

په پای کې خلفان ليکلي، چې دا زما نظر دی او ښايي سم نه وي، خو زما په اند امریکا له موږ ټولو نه باج اخلي.