دافغانستان دملي خپلواکۍ دردوونکی بر خلیک
«دریمه اووروستۍ برخه»
- لیکونکی ش،حصین
داماني نهضت ماته اودافغانستان استقلال له سیاسي،اقتصادي ،ټولنیزی اوفرهنګي ودې بې برخې کول دکومو عواملوزیږنده و؟
-استعماري توطئې؟
- دسیاسي، ټولنیزو ، اقتصادي اوفرهنګي اصلاحاتوله وخته مخکیتوب؟
- دټولنې دسیاسي شعورکمزورتیا؟
- دکورنیو ارتجاعي دیني او غیر دیني متنفذواوپه پردوپورې تړلوکړیوتوطئې او مخالفت؟ا
-دځان غوښتونکو اداري واکمنو توطئې او خپل سري؟
- اوکه په واکمنۍ کې دفساد اولس زوروونکې وده؟
واقعیت خو دادی چې ټولو پورتنیو عواملو یو بل ته پلاس ورکولو سره داماني نهضت په ستوني پښه کیښوده اوداستقلال او ملي خپلواکۍ قانونمنده وده ېې په ټپه ودروله.
دافغانستان له خپلواکۍ وروسته له اماني ریفورمونو سره زموږ دخلکو او اولسونوتوده مینه ددې سبب شوه چې دافغان ځوانانودریفورمونو لومړی پړاوچې تر۱۹۲۴ میلادي کال پورې په بري مخته ته روان و دافغانستان دهغه وخت له هیلو او غوښتنو سره سم دلید وړ بریاوې تر لاسه کړي.دغو بریاوو له یوې خوا وښوده چې دافغانستان خلک له نوی والي ،پرمختګ اواودنړیوال تمدن له کاروان سره دهیواد دجوړه کیدولیوال و.دهیواد په ډیرو وروسته پا تې سیمو کې خلکو په خپل لګښت ښونځي را مخته کړل او په پوره مینه ېې خپل ځامن او لوڼې ښونځيو ته ولیږلې، او په خلاص زړه ېې له دولتي ریفورمونو څخه ملاتړ او هرکلی وکړ. شاه امان الله دخلکو او اولسونوهمدې تودې مینې ته په کتلو داسې وانګیرله چې نور نو دجنګ او تورې دور اوښتی دی او هرڅه دسولې،او پرمختګ په ګټه دپلي کیدوغوښتنه کوي.دلودویک آدمک په ګډون ډیرلیکوال او دهغه وخت دپیښو څارونکي په داسې حال کې چې دغه څه دشاه امان الله دښه نیت ښودونکې بولي دشاه دا اخیستنه چې نور نو پراخه ، پیاوړي او ځواکمن اردو ته ډیره اړتیا نشته او په دې وجه ېې داردو ډیر لګښتونه را کم کړل یوه ستره او خطر ناکه تیروتنه بولي.شاه باید دانګلیسانو توطئو او لاسوهنو او په استعمار پورې تړلو جاسوسي کورنیو او کړیو خطر ته ژوره پاملرنه ساتلې وای.شاه باید دې ته پام ساتلی وای چې دافغان ځوانانو دنهضت ریفورمونه په ټولنه کې دیوشمیر متنفذو فیوډالانو اوارتجاعی روحانیت ګټې له خطر سره مخ کوي او همدغه څه دهند انګلیسي واکمنو ته پر ارتجاعي ډلو دپانګونې ښه چانس ورکوي.. خپلواکې تر لاسه شوې وه خو خوندي توب ېې لازم سیاسی ،اقتصادي ،ټولنیز او تر هر څه دمخه پوځي ضمانتونه غوښتل .داسمه وه چې دهیواد اقتصادي توان ډیر کمزوری و اودریفورمونو له پا ره سپما یوه دلید وړ اړتیا وه خو دغې سپما باید دملي پیاوړي اردو دجوړید مخه نوی نیولې .دغه شان دلومړیو بریو تودې ولولي شاه دپرمختګ په ثبات باوري کړی و،خو داسې ښکاري چې هغه ځوان پادشاه نه د مصطفی کمال اتاترک پخه هوښیاري درلوده اونه ېې دمشروطیت دوتلو مشرانو مشورتي او عملي مرستې ته وکتل . جواهر لعل نهرو لیکي چې کمال اتاترک په کورني سیاست کې دخپل پیاوړي اردو په مرسته دلازم قاطعیت څښتن واو په بهرني سیاست کې ېې په هوښیار تیا هیواد له پردو لاسوهنو لرې وساته خو شاه امان الله سره له دې چې دکمال اتاترک ریفورمونو ته لیوال و دهغه عملي سیاست ته ېې ژوره کتنه ونه کړه.پردې برسیره دغه ځوان پادشاه په داسې حال کې خپل ډیر اوږد اروپايي سفر را پیل کړ چې په ټولنه کې پټو لاسونوله دننه اوبهر څخه حالات تر ګواښ لاندې راوستي و. شاه امان الله دوطن له پرمختګ او عصري کولو سره په توده مینه ډیر هغه څه هیر کړل چې ده ته ېې دقوت اوبري ژمنه کوله. دشاه په ګرد چاپیر هغه غوړه مال ، فرصت غوښتونکي او په شخصي او خانداني ګټو ولاړ را تاو شول چې هغوی ته خپلو ګټو اوغرضونو ارزښت درلود نه دوطن عامو ملي ګټو.همدغه حالت شاه امان الله دمشروطیت له هیلو او آرمانونو څخه ګوښه کړاو لږ تر لږه په واک کې یو ډول نوي مطلقیت ته ور واووښت. وايي چې شاه امان الله یو وخت په ستور ماڼۍ کې یو زیات شمیرمشران راټول کړل او هغوی ته ېې دحالاتو اود خپلو هیلو او آرمانونو په هکله وینا وکړه. دوینا په پای کې عبدالرحمن لودین چې دمشروطیت دخوځښت ډیر وتلی غړی و،شاه امان الله ته وویل چې: مشروطیت دوه وتلي آرمانونه درلودل:دوطن استقلال اودمطلقیت پای ته رسول.تا استقلال نیمګړی پریښود اوپه واک کې دې هم لږ تر لږه دیوه صدر اعظم شتون هم ونه ځغامه. دلودین دا خبرې په شاه سختې ولګیدې او په ځواب کې ېې عبدالرحمن لودین ته وویل چې : ته نو کبریت(ګوګړ) ېې.(دعبدالرحمن لودین یو تخلص کبریت و) لودین له دې خبرې سخت خواشینی شو،کابل ېې پریښوداو قندهار ته لاړ هلته ېې دلودینیانو په کوڅه کې دنخودو دکان خلاص کړ.دا یواځې نه وو.سره له دې چې دشاه امان الله دواکمنۍ دوره او دده ریفورمونه دافغان ځوانانو دهیلو او آرمانونوزیږنده بلل کیږي خو په واقعیت کې په ورورو دمشروطیت دپخو مشرانو او افغان ځوانانوځای خانداني له غرض او مرض نه ډکوکسانو او هغو پیر خانو ونیو چې له انګلیسي استعمار سره ېې ښکاره تړاو درلود.همدغه حالت شاه امان الله سره له دې چې په مشورتي واکمنۍ ېې تل ټینګار کاوه له خپلو ډیرو ورنږدې وطنپالو او ترقي غوښتونکو یارانو څخه جلااو دخپلې لمنې په لړمانو کې را ایسار شو.دغه حالت ته فیض محمد کاتب هزاره په خپل وتلي اثرتذکرة الانقلاب کې تر ډیره په مستنده توګه ګوته نیسي.دکاتب نیوکې تندې او دهغه وخت دبدو حالاتو له مخې داسې بریښي چې ګوندې دی دمحافظ کارۍ له مخې دا څرګندونې کوي . خو واقعیت دادی چې دخود غرضو مردم آزارو لویو واکمنو کړو وړوچې پایله ېې دشا ه امان الله دواکمنۍ را لویدل او دسقوي اغتشاش بری و،کاتب دومره په غوسه کړی چې آن محمود طرزي او محمد ولي خان دروازي هم دهغو لویو واکمنو په ډله کې را ولي کوم چې دشاه امان الله دلویدو ټول شرایط ېې په لاس را برابر کړل.دکاتب له پراخه څرګندونوڅخه دا واقعیت جوتیا مومي چې دشاه په دسترخوان را ټول شوي لوی واکمن شاه ته په غوړه مالۍ او ملت ته په غدر او خیانت اخته وو.کاتب په دې لړ کې له حضرتانو،پیرانو اودسردارمحمد عثمان خان په شان مخربو عناصرو نه په ډیره مستنده توګه سرټکوي او دټولو بر بادیو لامل ېې ګڼي. کاتب دشنوارو داغتشاش په هکله یادونه کوي چې شاه ددغه اغتشاش دشاته وهلو له پاره دشورا رئیس شیر احمد خان او دبهرنیو چارو وزیر غلام صدیق خان جلال آباد ته ولیږل چې دخبرو له لارې دغه اغتشاش غلی کړي ، خوغلام صدیق خان ځان اغتشاشیونوته پلاس ورکوي او په پټه هغوی دې ته هڅوي چې پر جلال آباد یرغل راوړي .شیراحمد خان هم دغبار په خبره داغتشاشیونو دغوښتنو یو لوی لست جوړوي او هغه شاه اما ن الله ته را لیږي .په دې غوښتنو کې له واک څخه دشاه امان الله لري کیدل او دټولو ریفورمونو لغو کول لومړی ځای لري.دغه حالت ښيي چې شاه ته ډیر نږدې کسان هم دپردې شاته دده پرخلاف په توطئو اخته وو. دغه شان کاتب په ښکاره علي احمد خان ،دشوربازار حضرت او سردار محمد عثمان خان هغه کسان بولي چې داماني واکمنۍ په را نسکوریدو او دکلکاني حبیب الله په قدرت ته رسیدو کې خپل غرضونه مخته وړي . داخبره ښکاره ده چې دغدر،خیانت او نیرنګ کړۍ یو لوری نه لري.دغه کړۍ له ځان غوښتنو سره سم دفساد تخم هم په خپلولاسو شیندي.غدر او خیانت له پاشاه سره اودفساد له لارې پر خلکواو اولسونو دژوند کړي را تنګول نه یواځې کورنیو پټو اوښکاره دښمنانوته شین څراغ ورکوي بلکې بهرني دښمنان هم له همدې ناولې کندې څخه خپل خواړه تر لاسه کوي.ددې لیکنې په دویمه برخه کې مو وویل چې شاه امان الله په هند کې انګلیسي واکمنو ته په یوه لوی خطر اوښتی و.همغسې چې جواهر لعل نهرو هم په خپل اثر«دنړۍ تاریخ ته کتنه» کې دې خبرې ته ګوته نیسي.په عثماني ترکیه کې دخلافت را لویدنې تر ټولو دمخه دهند مسلمانان دې ته را غوښتي وو چې دخلافت مسأ له هرڅه ژر یوه حل ته ورسي.دافغانستان استقلال،داماني نهضت ریفورمونو او دشاه امان الله وطنپالنې او ترقي غوښتنې دغه ځوان شاه ته په نړیواله کچه دومره لوی نوم ورکړ چې په ښکاره دخلافت نښه شواو انګلیسي استعمار ېې له راتلونکې څخه په مرګونې ویره اخته کړ.نهرو دهمدې موضوع په دوام لیکې چې دهند برتانوي واکمنوپر شاه امان الله دنورو فشارونو په څنګ کې آزادو اوبو ته درسیدوپه مخنیوي هم شاه تر فشار لاندې راوست. نهرو لیکې چې :« افغانستان هغه کورته ورته دی چې ترڅو دپردو له ځمکو تیر نشي اصلي واټ ته نشي وررسیدلی» دنهرو مقصد دادی چې افغانستان په وچه پورې تړلی پاتې شو. بهر ته داوبو لاره دانګریز په واک کې وه او دا دفشار یوه درنه وسیله وه. نهرو دې خبرې ته ګوته نیسې چې شاه امان الله په لڼده موده کې له شوروي ،ترکيي او ایران سره هغه تړونونه لاسلیک کړل چې پایله ېې په سیمه کې دشوروي دنفوذپیاوړتیا او دانګلیس ګوښه کیدل و. میر غلام محمد غبار په همدې هکله دهند برتانوي هغه رسمي التیماتوم ته ګوته نیسي چې شوروي لوري ته دهمدې معاهدو په وجه ورکړل شوی و. دالتیماتوم لنډیز داو چې شوروي له افغانستان ،ترکيي او ایران او همدا شان دنوموړو هیوادو تر منځ معاهدې ټولې دانګلیس په تاوان تر سره کړیدي. نهرو لیکي:د۱۹۲۱ کال دفبرورۍ په ۲۱ تمه له ترکيي سره تړون وشو،د۱۹۲۵ کال ددسامبر په ۱۷ شوروي او ترکيي تړون وکړ،په ۱۹۲۶ داپریل په ۲۳تمه ترکیی او ایران په خپلو کې تړون وکړ، دهمدې کال داوتدمیاشتې په ۳۱ شوروي او افغانستان تړون لاسلیک کړ،۱۹۲۷نوامبر په ۲۸ دافغانستان او ایران تر منځ تړون لاسلیک شو دغه ټول څه دشوروي تر نظر لاندې دانګلیس ګوښه کول و. له همدې کبله انګلیسانو خپل جاسوسان اوکورني مزدوران له لویو لګښتونو سره په کار واچول تر څودشاه امان الله دبدنامي له پاره دانګریزی استعمار دغوښتنو له مخې کار وکړي.نهرو دډیرو نورو څیړونکو او پوهانوپه شان په دې باور دی چې دافغانستان خلک هغه وخت ډیر بې وزلي و،دانګلیس له مرستې پرته ېې دومره وسلې او مهمات نشوی تر لاسه کولی.خپله ېې ددې توان نه درلودچې ددولت په وړاندې وسله وال بغاوت ته را پورته شي.هغوی داتخنیکي وسایل،امکانات او پوهه هم نه درلوده چې دشاه اوملکې په لسګونو زره عکسونه چاپ او خپاره کړي. داټول څه دانګریزي شبکو په لارښونه او لګښت تر سره کیدل.دشنوارو په اغتشاش کې دکلنل لارنس چې په پیر کرمشاه نومولی شوی و او دپکتیا په اغتشاش کې دمحمد کریم خان او ګوډ ملا مشرتابه ښيي چې دا هر څه دهند برتانوي دجاسوسي شبکو تر مشر تابه لاندې تر سره کیدل . ویل کدل چې کریم خان ددسردار محمد یقوب خان ځوی او دامیر شی علیخان لمسی و خو همدغه واقعیت هم تر ننه پورې تاریخ په رټه ندی ښودلی . په هر صورت ،سردار محمد یعقوب خان او کورنۍ ېې په هند کې دانګلیسانو په لاس کې وه او له همغه استعماري دستر خوان څخه ېې خواړه کول ،کریم خان هم له برتانوي هند نه اغتشاش ته رالیږل شوی و.اروپاته دشاه او ملکې اوږده سفر انګلیسانو ته ډیر ښه موقع پلاس ورکړه څو ټولې هغه کړۍ چې له دوی سره ېې تړاو درلود دعمل ډګر ته را ټیل وهي. نهرو دې خبرې ته هم ګوته نیسې چې دخلکو بغاوتونه دنادر خان په وخت کې هم روان وخوله انګلیسانو سره دنادر خان پخې اړیکې ددې سبب شوې چې انګلیسي استخبارات نور هغه څه ونکړي کوم چې دامان الله پر خلاف ېې مخته وړل. دیوه ترخه تاریخي واقعیت په توګه دا خبره ښکاره ده چې اولسونه کله کله دتوطئوښکار کیږي او کله هم دژوند درانه حالات هغوی په یوه اقتصادي جبر دې ته اړباسي چې دخپلې ملي ارادې خلاف دژوند دپایښت په حکم دهغو لړو دسونګ مواد شي کوم چې دهمدې اولسونو کورنیو او بهرنیو دښمنانورا خوځولي دي.کاتب چې دشور بازار حضرتان «پرحیلت ومکیدت » بولي زړه ېې هغو خیانتونو نیولی چې دده په خبره ملا نمایانو،حضرتانو،ساداتو او پیرانو په ښکاره مخته وړل. دوی دکاتب په خبره له غلو سره شریک اوله قافلې سره ملګري و، کټ مټ دنن استخاره يي لوبو په شان هغه وخت هم همدغه څه روان و.کاتب لیکي چې دشوربازار حضرت(صادق مجددی) او سردار محمد عثمان خان په محیلتوب او نیرنګ نه یواځې دشاه امان الله په راپرځیدو کې خپل نقش ادا کړ بلکې همدوی وو چې عنایت الله خان ېې هم استعفی ته تشویق کړ.کاتب له ډیره درده محمد صادق مجددي ته محمد صادق منافق او سردار عثمان خان ته سردارمحمد عثمان خان مخرب وايي.
هو دافغا نستان استقلال او داماني دورې ترقي غوښتونکي ریفورمونه همدغو منافقینو او مخربینو له ستوني ونیول او داکار بې له شکه داستعمار په پټو اوښکاره لوبوترسره شو.غبار دډیرو نورو لیکوالو او څیړونکو په شان دشاه امان الله په را پرځولو کې دانګلیس نقش په دویمه لیکه کې دروي او اساسي عامل کورنی دشمن ګڼي .غبار پداسې حال کې چې ناسمه اداره داماني نهضت درالویدو یو غټ لامل ګڼي وايي چې دارتجاعي روحانیت او مخربو لویو واکمنو په څنګ کې داسې احزاب هم را جوړ شول چې انقلابي شعارونه ېې ورکول او دجمهوریت غوښتنه ېې مخته کړې وه خو په عمل کې ېې مقصددشاه امان الله بدنامول او را پرځول و.په وروستیو پیړیو کې دتاریخ ټولو پیښو ښودلې ده چې استعماري او نواستعماري سیاستونه ټول دجاسوسي شبکوپلاس ګرځي.دعامو خلکو لپاره ددغو لوبو په وخت پیژندنه او مقابله ناشونې او ناممکنه ده.استعماري او نواستعماري سیاستونه تر هرڅه دمخه دټولنو په څه ناڅه اعتبار لرونکوکړیو او کورنیوپانګونې کوي. دپرون استعماري کړنې او دنن زمانې فاشستي ډوله پوځي تیري یوبل ته ډیر نږدې ورته والی لري .دپانګوالې نړۍ دنن زماني تیری او اشغال دزاړه استعمار په تجربو ډډه لګوي.دافغانستان په هکله انګریزي استعمار دمزدورو افرادو او کورنیو په پیژندنه کې لوی لاس درلود.که دمونت استوارت الفنستن «دکابل دسلطنت رپوټ» ته یوه لنډه کتنه وشي ،داخبره به جوته شي انګریزي استعمار خپلو امریکایی او اروپايي ملګرو ته ډیر څه په میراث پریښي دي .ډیر هغه سیاسي «شخصیتونه!!؟ » او کورنۍ چې په وروستیو لسیزو او دساړه جنګ په اوږدو کې دغرب دناولو اهدافو وسیله شول لکۍ ېې له ډیرې پخوا زمانې یا له استعمار او یا له استعما پلوه واکمنیو سره تړلې دي.پرون دشاه امان الله پر خلاف فرنګي ملایانو جهاد پیل کړ او له استعماري ځمکو راغلوحضرتانو او پیرانو ېې فتوی ور جوړه کړه، نن دهمغوی اولادونو په ځانګړي او یا تنظیمي ډول دوطن داشغال لاره پرانیسته.دغه ټول داستقلال، آزادۍ، پرمختګ او ټولنیز عدالت دښمنان له همغه استعماري دورې څخه دنقدو په وړاندې ددین او عقیدې پلورونکي وو.په اسلامي ټولنو کې ملا او ملا نمایان او تر هغو پورته پیران او حضرتان دخلکو او اولسونو دپوهې دکمزورتیا له کبله ددین ستنې اودشریعت له ګناه وتې نښې ګرځي.ددین اومذهب هر تعبیر چې وکړي پر خلکو ېې اثر وي. له همدې کبله داسلامي ټولنو په وړاندې دتخریب غوره وسایل دزاړه استعمار له وخته همدا مذهبي ټولنې وې.(دهغو وطنپالو، په خپله عقیده او ایمان ولاړو روحانیونو حساب له دغو نه چې پرې خبرې کوو په ښکاره جلا دی. )دسړې جګړې په اوږدو کې دې لوبې دومره وده وکړه چې دغو وسایلو دلویدیځ دسیاست پانګه دخپلوملي شتو په ورانولودبریو لوړو پوړیو ته ورسوله.ددین او عقیدې پلورل او پیرودل په دې بهیر کې هغه ځای ته ورسیدل چې د جاسوسي شبکو ډالرله حضرت، ملاا ومجاهد نه ایمان وجدان اوقرآن واخیست اوپر ځای ېې هغه قاروني شتمنۍ ور په برخه کړې چې اوس ېې په حساب ستړي دي.دپام وړ خو داده چې همدا دغدر ،خیانت او وطن پلورنې نښې اوس په ډیره سپین سترګۍ ،همدا پردو ور په برخه کړې شتمنۍ خدای ورکړي شته بولي او نارې وهي چې« با خداداده ګان ستیزه مکن که خدا دادګان را خدا داده است» هیڅوک نه پوښتي چې دا څنګه خدای دی چې دیوه مسلمان ملک داستقلال،عقیدې او ایمان په بیه دکفر پانګونې خپل داد بولي.دپای خبره داده چې دافغانستان خپلواکي داماني نهضت په راپرځولو سره له نفسه ولویده ،دتیرې نږدې یوې پیړۍ په اوږدو کې دمرګونې ناروغۍ په بستر وغزیده او له غربي اشغالګرو سره دتنظیمي معاملو په نتیجه کې ېې زنې وتړل شوې.له پخوا څخه ډیرې ناکامې هڅې وشوي چې دغې خپلواکۍ ته دلید وړ ژوند ورکړي ، خودغه ټولې هڅې دنورو ارتجاعې کړیو په څنګ کې مزدور روحانیت دپردو په ګټه له خاورو سره خاورې کړې.نه دافغان ځوانانو خوځښت خپلو آرمانوته ورسید. نه دویښو ځلمیانو،وطن او خلق هیلې تر سره شوې او نه هم ددرې لسیزو مخکې کیڼ اړخه دموکراتیک او عدالت غوښتونکۍ بهیر خپلو موخو ته پریښودل شو.هر ځل هر نوی خوځښت داستعمار او نو استعمار په همدې توروتمبو وځپل شو. همدغو پردو پالودهیواد بر خلیک تردې را ورساوه چې اوس آن په سمبولیکه توګه هم داستقلال لمانځنه دارګ له دیوالو بهر نشي راوتلی.اشغال او مزدوران ېې داستقلال او خپلواکۍ ویاړنې او یادونې دخلکو او اولسونوله زړونو او مغزو را باسي.په دې لړ کې ډیرو دا تبلیغات خپاره کړل چې استقلال ، ځمکنۍ سلامتیا او ملي واکمني دنولسمې پیړۍ مفاهیم وو. نن دجهاني کیدو!!!؟ او ګلوبالیزم دوران دی.ددوی په آند خلک او اولسونه باید دهغه جهان په لور لاړ شي چې یو سردار او یو بادارپرې واکمن وي.هغه هم امریکایی بادار.