د افغانستان د ملي خپلواکۍ دردوونکی برخلیک 

لومړۍ برخه

Hassin ny billede d.13.11.13

ش، حصین

«ماخپل ځان او خپل هیواد پوره ازاد،په خپل اختیاراوخپلواک اعلان کړ.له دې وروسته له د به زما هیواد هغسې خپلواک وي لکه دنړۍ نور دولتونه او قدرتونه چې دي ،هیڅ باندنی هیواد به پری نښودل شی چې یوه ویښته قدرې حق ولري ،چې دافغانستان په کورنیواوباندنیو چاروکې ګوتې ووهي.او که کوم چا دغسې وکړل، زه تیار او آماده یم چې په خپلې دغې تورې سره ېې مرۍ پرې کړم.»۱ 

استقلال او خپلواکي دهیوادونو او اولسونو دملي هویت هنداره ده.

دافغانستان خلک دنړۍ دنورو اولسونو په شان په آزادۍ ، استقلال او خپلواکۍ مین خلک وواودي.افغان اولسونو دغه څه دتاریخ په اوږدو کې له ټولوتیري کونکو اواشغالګرو سره په خونړیو جګړو کې دخپل سر په بیه تاریخ ته ښودلي دي.له هغې ورځې نه چې دهند نیمه وچه دلویدیځو ښکیلاکګرو لپاره دطلايي مرغۍ اعتبار وموند.دافغانستان دخلکوتاریخ له نوو خونړیو ستونزو سره مخ شواو داځکه چې افغانستان دفرنګي استعمارپه سترګو کې دهند دنیمې وچې دلاندې کولو کنجۍ وګڼل شو. هغه وخت چې انګلیسي سمندري ځواکونو خپل نور اروپايي سیالان په سمندري لارو کې شاته ووهل دهند دانګریزي استعماري واکمنۍ لپاره یواځنی ګواښ دوچې له لارې دلید وړ و،دغه خطر له فرانسې او تزاري روسيي څخه په پام کې و، دهند نیمې وچې ته درسیدو په لارکې دوخت د دغو دواړوامپراطوریو په مخ کې افغانستان اوایران واقع و.

د ایران له لارې د فرانسې او روسيي تیریدنه بیاهم پر افغانستان را تاویدله ، له همدې کبله دهند دانګریزي واکمنۍ لپاره افغانستان لوړجیو پولیتیک ارزښت درلود. انګلیسي واکمنو ته دا هم دتاریخي پیښو په اعتبار روښانه وه چې افغانان که خپله هم دکوم خپلواک اوملي اعتبارلرونکي مشر تابه څښتنان شي نوپه یواځې سر هم په هند کې ددوی استعماري واکمنۍ ته په کلک ګواښ بدلیدلی شي. هغه وخت دانګلیسانو دسیاست اوچته برخه پردې ولاړه وه چې په افغانانو کې دجاسوسي شبکو دپراخه پانګونو او عملیاتو له لارې د«بیل ېې کړه ایل کړه» پالیسي مخته بوځي.

له بده مرغه دغه سیاست ډیر ژر افغاني ټولنه د اعتماد له ویروونکي ګواښ سره مخ کړه.باید ووایو او تاریخي شواهد هم دا را ښيي چې د استعمار د جاسوسي شبکو پانګونوپه عامه اولسونو کې ډیراغیز نه شو کولی.ددوی ګمارل شوي اجنتان تر ډیره دوخت له واکمنو ،قومي اوسیمه ییزومتنفذینو اوله حضرتانو او ملانمایانوڅخه را جوړیدل. په یوه نیمه فیودالي ملوک الطوائفي ډوله ټولنه کې دپردو انتخاب په ښکاره له دولتي واکمنو،فیودالانو، قومي مشرانو او په خاصه توګه له مذهبي ډلو څخه و. په افغانستان کې دملوالطوائفي او قبیلوي نظام شتون چې تربګنیت ېې دیوالي ملا ور ماتوله ، انګلیسي جاسوسي شبکوته ډیر ښه چانس ورکاوه چې له هغو تجربو څخه چې دهند په لاندې کولو اوایل کولو کې ېې تر لاسه کړې وې اوچته ګټه واخلي.انګلیسانو دشرقي هنددکمپنۍ دکار له همغه پیل څخه دهندي را جاګانوپه منځ کې دژورو اختلافاتو په چاغولواو له دې سره سم مذهبي اورته دلمن وهلو له لارې دهندې اولسونودمقاومت ملا ور ماته کړه. دغې تجربې دوی ته ښودنه کوله چې افغانستان هم په خپلو کې دویش او تقابل له لارې خپلو ګوتو ته راوستی شي.داستعمار تر ټولومجربو اوخطرناکو جاسوسانو دلته خپلې کارنامي له پخوا نه پیل کړې وي .

افغانستان ته دافغانستان تر خپلواکۍ ډیر پخوایوشمیر مشکوکې مذهبي پیرخانه يي کورنۍ را ولیږل شوې او دجاسوسي لوبو له لارې دحضراتو اوساداتو لمنه دومره پراخه شوه چې په هر کلي کور کې ېې نښې را پیداشوې. همدغه حضرتان ، نقیبان، سادات او مشکوک ملایان او ملا نمایان وچې دافغانانو دټولو ملي استعماري ضد بریا لیو پاڅونونو پایلې ېې دپردو اوپردو پالو قرباني کړې . افغانستان په۱۹۱۹ کال کې دخپلې خپلواکۍ دتر لاسه کولو لپاره په پراخه ملي پاڅون لاس پورې کړ.افغانان جګړه مار او دجګړې غوښتونکي نه وو ،جګړه دهغوی دملي خپلواکۍ دترلاسه کولو دهڅوپه وړاندې دانګریزي استعما پوځي ګواښونو را مخته کړه.دافغانستان په تاریخ کې چې تر ډیره پردو لیکلی ډیر دافغان او انګلیس ددریګونو جګړو خبره کیږي ، په داسې حال کې چې افغانان تیري کوونکي نه وو او دپردو دتیریو په وړاندې ملي پاڅونونو ته اړ شوي دي نو ښه داده چې دغه څه داستعماري تیریو په وړاندې دافغانانو ملي پاڅونونه ونومول شي.په هر صورت هغه وخت چې شاه امان الله دمشروطیت دغورځنګ دغوښتنو له مخې دافغانستان دخپلواکۍ غږ را پورته کړ ، افغانستان دیوه پیاوړي داسې پوځي ځواک څښتن نه و چې دوخت له هغه طاقت سره منګولې ولګوي کوم چې ددوی دمغرورانه خبرې له مخې ددوی په امپراطورۍ کې لمر ډوبیدل نه درلودل.

واقعیت هم همدا و چې انګریزي استعمارې امپراطوري له کانادا څځه بیا په ختیځ کې تر نیمې وچې پورې غزیدلې وه نو ځګه لمر په وه وخت کې په ټوله امپراطورۍ کې ډوبیدل نه درلودل. پوښتنه داده چې نو هغه وروسته پاتې ساتل شوي، نوبتي استعماري اواشغال وهلي هیواد چې له تڼۍ تر مړۍ دپردو محتاج و څنګه وکولی شول چې استعمار په ګونډو او خپله ملې خپلواکي تر لاسه کړي؟ ددې پوښتنې ځواب روښانه دی .دملي خپلواکۍ دلاسته راوړلو پاڅون اولسي پرګنیز او سرتاسري رنګ درلود.داولسونو اراده که لږ سم مشرتابه پیداکړي ماتول ېې د هیڅ پردي ځواک په وس نشي. دافغانستان دخپلواکۍ دلاسته راوړو ویاړ زموږ دخلکو او اولسونو دګډې ملي ارادې روښانه نښه وه. استعمار ددغې ملي ارادې په وړاندې په ګونډو شو خوله دښمنۍ او کسات څخه ېې لاس وانه خیست . استعمار ختیځ ته د فرهنګي کولوپه پلمه چې دنن دمتمدن کولو له شعار سره سمون خوري را ودانګل.دځوانو افغانانو او اماني نهضت لوی آرمان هم له خپلواکۍ سره سم دافغانستان پر مختګ او له علم ،پوهې او تمدن سره عملي مینه درلودل و.خوانګریزي استعمار ته همغسې چې نننۍ مضحکه دموکراسي داولسونو دمرییتوب وسیله شوي ،دهغوی فرهنګي کول هم یو دروغ او یوه ښکاره تیر ایستنه وه. استقلال دافغانانو روا حق و.

د دغه حق په تر لاسه کولو سره افغانستان له هیڅ ګاونډي سره د دښمنۍ خیال او توان نه درلود. خو استعمار له دې ویرې چې دآزادۍ غوښتنې اوخپلواکۍ جذبې د دوی مستعمرو ته په ګواښ وانه وړي ،دافغانستان دخپلواکۍ په وړاندې ېې توطئو او جاسوسي عملیاتو ته مخه کړه. داسمه ده چې داماني دورې په دننه کې ځینې کړنې په آرماني احساساتو ولاړې او دټولنې له هضم څخه پورته ښکاریدې . او داهم سمه ده چې په همدې واکمنۍ کې دغرض ناولو لاسونو حالات دبد مرغیو په لور خوځول . خوکه انګریزي توطئې نه وای داماني دورې تند خوځښتونه دتاریخ په بستر کې خپل طبیعي لوري ته راګرځیدل .

دتاریخې شواهدو له مخې شاه امان الله سره له دې چې خپله یو شهزاده و او په ډیرو برخو کې ېې شخصي ارادې عمل کاوه خو دهمغه وخت په مفهوم له دموکراتیک خوځښت سره بې علاقې نه و. ویل کیږي چې شاه امان الله دخپلې واکمنۍ په همغه پیل کې دیوه سیاسی سازماني جوړښت ډبره کیښوده . دغه خوځښت داستقلال او تجدد په نوم نومول شوی و.ددغه خوځښت اوچت مرامي اهداف داسې ښودل شویدي:« داستبداد مخنیول،دترقي او خپلواکۍ ساتل،د خرافاتو اصلاح اوله منځه وړل، دخلکو په منځ کې دسیاسي ، اجتماعي او اقتصادي قوانینو نافذول ،دټولو مدني احتیاجاتو چې دیوه مترقي او عصري دولت او دهغو داتباعو سره ښايي رفع کول ،دشورادوکیلانو دټاکلو په وخت کې دخلکو ‌ذهنونه روښانول ،…»۲

محمد ولي ځلمی په خپل اثر(داستبداد اومطلقیت په مقابل کې ملي مبارزې ) کتاب کې لیکي چې همدغه وخت په کابل کې دجوانان افغان او اخوان افغان په نوم دوه ډلې را جوړې وې«جوانان افغان چپي څانګو تند او انقلابي افکار درلودل. دوی دخارجي ژبو اوفرهنګ سره بلد و،ملي دموکراسي او دقانون حاکمیت ېې غوښته. داستعمار ،فیودالیزم اوملوک الطوائفي سره سخت مخالف وو، ددغې ډلې مشهور پیروان عبدالرحمن لودین،عبدالعزیز خان بابا جان، محمد یوسف حقیقي، محمد کبیر او محمد کریم،دمحمد عظیم ورونه، غلام سرور جویا،سید ابوبکر، محمد عمر دکیمیا او دباغۍ انجینر،میر عثمان په خارجه وزارت کې دالماني ژبې ترجمان،محمد علي تلګرافي، سعدالدین دشورا وکیل، میر غلام محمد غبار او ورونه ېې، دلبر دملي کافي چلوونکی،عبالغفار کنډکمشرلوګری،شیرمحمد ،میرزا محمد مهدي چنداولي، غلام محی الدین ارتي،غلام محی الدین انیس،فیض محمد ناصر،سید حسن فرقه مشر ، سید غلام حیدر پآچا ،محمد رسول محمدزی،فقیر احمد رحماني ،فیض محمد باروت ساز اونور و. بل ګروپ د اخوان افغان په نامه د لغماني میرقاسم ، میرزا محمد علي تائب ، قاضي عبالظاهر سامي ، عبدالهادي داوي او ځینو نورو ملایانو او روښانفکرانو تر لارښونې لاندې فعالیت کاوه…»۳

د افغانستان د خپلواکۍ له اخیستو وروسته د اماني دورې د مترقي پروګرامونو او اصلاحاتو په هکله دلته څه نه وايو. دا ټولو ته ښکاره ده چې هغه وخت د همغې زماني د غوښتنو او امکاناتو له مخې ډیر اوچت اصلاحي ګامونه اوچت شول، ښونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه وشوه ، د قلم اوبیا آزادي دلومړي ځل لپاره را منځ ته شوه ، همغه وخت څه دپاسه ۲۵ اخباري اومجله يي خپرونې په کار ولویدي ، دښځو حقوقو او زده کړو ته پراخه لاره پرانیستل شوه ،دمستقیمو مالیاتو مالیاتي سیستم را منځ ته شو،ښاري ژوند دسوداګریزو اوصنعتي فعالیتونو پر بنسټ نوی رنګ ونیو،تلفون ،تلګراف او مخابراتي لینونه وغزیدل…لکه چې وویل شول په دغو اصلاحي ګامونو کې یوشمیر اولس را پارونکي او ارتجاعي کړیوته پلمه ورکونکې کړنې هم وشوې .

 له هغې ډلې څخه داروپآيي جامو اغوستل ،دحجاب لرې کولو له پاره لمسوونکې هڅې، د اونۍ رخصتي له جمعې څخه یکشنبې ته راوړل او داسې نور.خودغه کمزورۍ اوتیر وتنې داصلاحاتو دټول بهیر په وړاندې له استثنأ څخه قاعدې ته نه ورتیریدې یو شمیر بهرنیو څیړونکو له هغې ډلې څخه لودویک آدمک دغه تند روۍ او تیروتنې له حده زیاتې غټې کړیدي ، دلودویک آدمک لیکنې تر ډیره په کابل کې دانګلیس د«سفیر» هامفري په رپوټونو ډډه لګوي او هغه په ښکاره داماني نهضت دښمني مخته وړي.

باید وویل شي چې دافغانستان له خپلواکۍ څخهدبرتانوي هند ویره یواځې داستقلال غوښتونکو هڅو دتحریک په وجه نه وه، بلکې شاه امان الله دانګریزانو سره په بریالۍ جګړه دختيځ دټولو مسلمانانو او په تیره بیا دنیمې وچې دمسلمانانو لپاره داسلامي نړۍ دخلیفه او غوره مشر اعتبار موندلی و،دا ډیره روښانه نه ده چې شاه امان الله خپله هم داسلامي خلافت فکر او خیال درلود که نه، خو له ده څخه دمسلمانو پرګنو ملاتړ بې له شکه ده ته دغه هیله هم ورکوله .په دې برخه کې شاه امان الله له سخت دوه ګوني حالت سره مخ و، له یوې خوا ددین او مذهب تر نامه لاندې خرافاتو دی دې واقعیت ته رسولی و چې دخپل هیواد دوروسته پاتې توب ، کنګلتو او بدمرغۍ عوامل په همدې خرافاتو کې ولټوي اوهغه په تنده ژبه وغندي له بله پلوه مسلمان ختیځ دیوه کل په توګه ددین داصلي بڼې او حقیقت پر ځای خرافات پالونکی و.دغه حالت ته دپای ټکی ایښودل همغه زمانه دهیچا په توان کې نه واوداځکه چې خرافاتو دپیړیو په اوږدو کې ځانګړی تقدس موندلی و.دشاه امان الله وطنپالنه ،او پرمختګ غوښتنه او دهیواد له چټکې علمي او تخنیکي پوهې سره ژوره مینه دپټیدو وړ نه وه . بی شمیره بهرنیو او کورنیو لیکوالو اوشخصیتونو دشاه امان الله په ترقي غوښتونکي شخصیت پراخه لیکنې کړې دي . په دې برخه کې ارواښاد فیض محمد کاتب هزاره په داسې حال کې چې په خپل وروستي اثر تذکرة الانقلاب کې داماني دورې له ځینو کړنو سر ټکوي خو هغه ډیره ملامتیا د شاه امان الله وزیرانو، والیانو اودهغه د دسترخوان شریکانو اوله دې سره دحضرتانو او ملانمایانو له فتنو ډکو کړنو ته ګوتې نیسي.کاتب دتذکرة الانقلاب لومړۍ څو پاڼې همدغو تیر وتنو ،مظالمواو نارواوو ته وقف کوي ، خوتر پایه دشاه امان الله وطنپالنه او ترقي غوښتنه ستايي.او دهغه په وړاندې سقوي انقلاب دهغو شیاطینو دتوطئو کار بولي کوم چې دروحانیت او شاه ته دوفادارۍ په څیره کې دغلو ،رهزنو اوپردو پالو په خدمت کې دریږي.

کاتب په دې برخه کې دحضرتانو نقش او ورسره دځینو لوړ پوړوسردارانو ورانکاریو او دغل بازیو ته کلکه ګوته نیسې، په دې ډله کې هغه له علي احمد خان،سردارمحمد عثمان خان ، محمد ولي خان غلام صدیق خان او نورو څخه سر ټکوي چې په خپل وخت کې به راشي.ښکاره خو داده چې له خپلواګۍ وروسته دنوي سیاسي ټولنیز ژوند په همغه پیلامه کې بهرنیو او کورنيو عواملو او عمالو دخپلوو سیاسي، ستراتیژیکو او په کورنۍ کچه دشخصي اغراضو او غوښتنو له مخې دافغانستان خپلواکي تر ګوزار لاندې ونیوه.ویلی شو چې همغه وخت هم طرحې او پلانونه دپردو او وسایل ېې کورني وو.هغه وخت هم دنن په شان ډیرودوطن داستقلال ،شرف او عزت په بیه دخپلې ونډې غوښتنه را اوچته کړې وه.دشینوارو له بغاوت نه رانیولې چې دپیر کرمشاه لارنس لاس پکې دلید وړ وبیا دملا عبدالله یا ګوډ ملا او په پای کې دحبیب الله او سید حسین بغاوت هیڅ یو هم دملي ارادو کار نه وو،بلکې دا استعمار وچې دخپلواکۍ، پرمختګ او متمدن کیدو په وړاندې ېې په خپلو لاسو روزلي ملایان، حضرتان،میا ګان،نقیبان او له پخوا ګمارلي جاسوسان رامخته کول.

نور بیا