ملي ګټې

 

عبدالغفور لېوال

چې مرکه مې خلاصه شوه او له تلویزیونه راووتلم ، نو ښاغلي راته زنګ وواهه ، په ګواښمنه لهجه یې راته وویل : دا ته چې موږ دملي ګټو ضد ګڼې او دومره پر ملي ګټو ټینګارکوې، راته ویلای شې، چې ملي ګټې څه دي ؟ ماورته وویل : غوسه دې راکمه کړه ،او په سړو مغزویې واوره ، چې درته تعریف یې کړم، هغه څه مې چې بیګاه دهغه ښاغلي پرراپاریدلو اعصابو ورتویې کړل او پرې سوړمې کړ، غواړم دلته یې هم ولیکم : 


ملي ګټې دهغو ارزښتونو مجموعه ده ، چې دیوې سیاسي - بشري جغرافیې ( هېواد ) دټولو یا بشپړ اکثریت اوسیدونکیو دانساني ژوند دشرایطو دښه والي لپاره کارول کیږي . دملي ګټو بنیادونه په اساسي قوانینو کې تعریفیږي، امنیت، اقتصادي سرچینې، بشري ځواک، ټولنیز نظم ، هویتي - فرهنګي ارزښتونه، ملي نښې یا سېمبولونه ( کرنسۍ ، بیرغ، نښان ، ملي ورځې او ...) ځمکنۍ بشپړتیا ، ملي حاکمیت ، ملي یووالی ، تاریخي میراثونه او نور مادي او معنوي توکي په ملي ګټو کې شمارلی شو . 
هره هغه کړنه ، چې ګټه یې یوه یا څوکسانو ته ورسیږي ، خو تاوان او زیان یې عام وي ، دملي ګټو ضد کړنه ده . هره هغه کړنه ، چې ګټه یې ټولو یاګڼو هېوادوالو ته رسیږي او دهغوی په ژوند کې مثبت بدلون راوستلای شي ، دملي ګټو دپیاوړتیا لپاره یو ګام دی . 
په دې توګه د ټاکنو دپایلو په اعلان کې ځنډ راوستل هم دملي ګټو ضد کار دی . 
دتاریخ لوستل رازده کوي ، چې ملي ګټې چاساتلي اوچا پلورلي دي .