لیکوال:

 محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد

د روژې نهه ویشتمه تحفه

عزتمنو دوستانو ، ښایی لیلة القدر شپه همدا نن وی ( خو الله بهتر پوهیږی ) . د قرآن د القدر سورت درېیم آیت فرمایی چی د قدر شپه تر یو زر میاشتو هم بهتره ده . مطلب دا چی په دغه شپه عبادت او نیکي داسی وی لکه پوره یو زر میاشتی ( یا ۸۳ کاله ، یا دیرش زره شپې ) چی یې عبادت او نیکۍ کړي وی . آیا د یو انسان ټول عمر به ۸۳ کالو ته ورسیږی ؟ څوک یې تضمین کولای سی ؟ آیا په دې حساب د دغه یوې شپې واقعي عبادت د انسان د ټول عمر د عبادت په اندازه نه دی ؟ نو راځیً چی دا آخری موقع او آخری شپه ضایع نکړو : ډیر عبادت ، الهی ذکر ، تهلیل ، تسبیحات ، استغفار ، دعا او نیکۍ وکړو او باالاخره رښتیانۍ توبه وکړو . په همدې هیله د روژې نهه ویشتمه تحفه قبوله کړﺉ ، خو د فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی د لیکوال اجازه واخلي یا نوم یې ( د دعاوو په خاطر ) ورسره ذکر کړی .

 د الله سره خبری 

وايي يو نفر و چي په يوه شپه کي به يې ټول قرآن مجيد ختم کاوه ، نو يو صالح سړي ورته وويل : نن شپه داسي فکر وکړه چي دغه قرآن مجيد و خپل پلار ته تېروې . هغه نفر هم په دغه شپه په همدې فکر قرآن مجيد وايه . سهار يې پوښتنه ځني وکړه چي برايي ( بیګا ) دي څومره قرآن ووايه ؟ سړي وويل : نيم .

دا هغه څوک و چي پخوا يې ټول قرآن مجيد په يوه شپه ختماوه ، خو په دغه شپه نيم سو . هغه صالح سړي ورته وويل : نن شپه بيا ته داسي فکر وکړه چي و فلاني عالم ته يې تېروې . په هغه شپه يې څلورمه حصه ووايه .

درجه پر درجه لوړېدى ، بيا يې ورته وويل : نن شپه داسي فکر وکړه چي و رسول الله (ص) ته يې تېروې ، یعنی هغه چا ته يې لولې چي پر هغه نازل سوى دى . په هغه ټوله شپه يې صرف يوه سیپاره وويل او په آخره شپه يې ورته وويل : نن شپه داسي فکر وکړه چي پخپله یې الله (ج) ته تېروې چی د هغه کلام دی . خو په دغه شپه کي د سورة الفاتحه تر ﴿ اِيَاکَ نَعبُدُ وَ اِيَاکَ نَستَعِينُ تیر نه سو ، ځکه خطاب يا خبري يې د الله (ج) سره وې او خپل رب ته يې داسی ويل : خاص ستا عبادت کوو او خاص ستا څخه مدد غواړو . بس د دغه آيات په تکرارولو سره پر سهار سو .

هو ، الله تعالی پخپله موږ ته لارښوونه کوی چی قرآن په غور او تدبر سره ولولیً ، یعنی ځانونه په پوه کړئ او پسی عملی یې کړئ ( ص : ۲۹ ) .

 د ګناهونو مور 

یو عالم ویلی دي چی انسان د خپل پیدایښت له ورځی راهیسی درو مهمو او عظیمو ګناهونو په څپو کی اخیستی دی چی دوه نېغ په انسان پوری اړه لری خو یو یې په شیطان پوری تعلق لری چی بیا وروسته انسان ته ورکړه سو . نو تر څو چی انسان دا درې اساسی ګناهونه ترک نکړی خلاصون یې مشکل دی . هغه درې عمده ګناهونه دا دي :

لومړی ـ کبر : چی شیطان د همدې کبر له امله ګناه پیل کړه ( د الله تعالی د دې امر څخه یې انکار وکړ چی انسان یعنی آدم «ع» ته سجده وکړی . دا ځکه چی ځان یې د اور څخه او هغه یې د خاورې څخه جوړ کړی باله او په دې ډول یې لویی وکړه ) ؛

دوهم ـ حرص او ناوړه طمع : چی آدم (ع) په جنت کی د الله تعالی لخوا د ممانعت سره سره د یوې ونی د میوې د خوړلو طمع وکړه چی له امله یې انسان په دې دنیا کی د جنت څخه محروم او وشړل سو ؛

درېیم ـ حسد : چی له امله یې پر دې نړۍ لومړنی قتل وسو ؛ یعنی د آدم (ع) زوی قابیل خپل ورور هابیل د حسد له امله ووژﺉ ؛ یعنی دا چی هغه ته ولی هر څه رسیږی خو ما ته نه رسیږی نو ځکه یې وواژه .

هو ، دا درې ګناهونه هغسی خطرناکه لومی دي چی انسان راګیروي ، دنیا او عقبا یې ورانوي ، حتی له انساني چوکاټه یې باسي . کبر ، حرص او حسد انسان باالاعم او مسلمان باالاخص د بربادۍ او نابودۍ توری کندی ته غورځوی چی خلاصون یې بېله توبې څخه ناشونی دی . نو الله دی په دې شومو ناروغیو مبتلا کسانو ته نجات ورکړی.

ګرانو او متدینو دوستانو ، تاسو خو د دې تحفو نهه ویشت برخی ولوستلې . خدای دی وکړی چی محتویاتو یې لږ یا ډیر ایمانی ، اخلاقی او اصلاحی اثر ښندلی وی . دا ټول مواد زما د ناچاپه اثر ( اخلاقی کنایې ؛ دوهم جلد ) څخه انتخاب سوي وو . دغه اثر څه باندی ۴۰۰ آموزنده ، انتباهی ، تربیوي ، اصلاحی او اخلاقی عنوانونه او موضوعات لری . ډیرو دوستانو راڅخه غوښتي دي چی دغه اثر هم د لومړي جلد غوندی چاپ کړم . خو زه به انشاالله د هغه د چاپ کوښښ وکړم .  په پای کی د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت ټولو معززو دوستانو او لوستونکو ته د زړه له اخلاصه مبارکي وایم او لوی خدای دی یې په ټولو مسلمانانو ، منجمله افغانانو پوری ښادمن او سودمن کړی .

یادونه : د هغو معززو دوستانو څخه ډیر ممنون او مرهون یم چی دغه لړۍ یې هره ورځ په ډیره مینه او اسلامی جذبه سره د خپلو ویب پاڼو یا ویبلاګونو له لاری تر ګرانو لوستونکو پوری رسوله ، په تیره بیا د ښاغلو : مختار احمد احسان ، محمد امین بسمل ، محمد الله احساس ، محمد طارق بزګر ، ویس ناصری او خالد هادی حیدری لپاره د ستر رب څخه ستر اجر او عوض غواړم او لوی الله دی یې دا عملی خدمت د جاریه صدقې په حیث قبول کړی ، آمین .

ستاسو د دعاوو محتاج : نثار احمد صمد ( nsamad57@hotmail.com ).

دنښترویبلاګ دادارې له خوااخترمبارکي او کورودانی:

دنښترویبلاګ اداره دزړه له تله په لمړي ګام کې دنېکمرغه کوچني اخترمبارکي دنړۍ په مخ ټولومسلمانواومتدینوخویندو وروڼو ته وايي او ورپسې له عزتمن او خورا قدرمن ډاکترصاحب نثاراحمد صمد څخه مننه کوي چې د نوروکلونو په څېر یې سږ کال هم دروژې له لمړۍ تر وروستۍ ورځې پورې موږاوزموږ درانه لوستونکي پخپلو ارزښتناکو تحفو ونازولو، زموږ نښتر یې داسې زرغون ساتلی و، چې ترساړه سیوري لاندې یې هرمومن مسلمان ددغو خوږو تحفو په لوستلو دمه ، روح یې ور ارامه او خپل لایزال رب ته یې لا ډېر ورنږدې کړ.

هو!

شخصأ ما محمدامین بسمل ته چې لا له پخوا مې ددې فاني دنیا له ظاهري جلا اوریا څخه زړه تور و نور مې هم له دې بې ځایه کینو او دښمنیو څخه زړه تورشو.

لنډه یې داچې موږ اوزموږدرنولوستونکو له یادوتحفوڅخه هغه څه ترلاسه کړل، چې دخپل ژوند په اوږدو کې موداسې درنې برخې لا نه وې په نصیب شوې.

له همدې کبله په خورا عجز رب العلمین ته لاسونه لپه کوو، چې له هرڅه لمړی دعزتمن ډاکترصاحب او درنې کورني د زړه ارمانونه ورپوره، اوږد عمر له خوښي، سلامتي او لاډېرې سرلوړي سره ورپه برخه کړي.

او بیاالله تعالی ج ددغې مبارکې اوصابرې روژې چې همدا نن یې وروستۍ ورځ خو وروستۍ یې مه کړې وه خپل ماتم ځپلي بشریت ته نجات او ماتم راوړونکو ته هدایت او یا خولویه سزأ وکړي.

امین یارب العلمین

 ستاسو د دعاوو محتاج 

 محمدامین بسمل