لیکوال:

 محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد

 د روژې اته ویشتمه تحفه 

معززو دوستانو ، اسلام وایی چی په روژه کی مسلمان د دوو ساتنو او دوو خوشحالیو سره مخامخ کیږی .

ساتنی :

الف ـ د شیطان د وسوسو څخه ژغورلی وی ( ځکه چی شیطان تړلی وی ) ؛ ب ـ د الهی عذاب څخه ساتلی وی ( ځکه چی جسمانی او روحانی روژه یې وی ) .

خوشحالۍ :

الف ـ کله چی روژه ماتی کوی ؛ ب ـ کله چی د الله سره قربت او محبت حاصلوي .

علماوو ویلی دي چی روژه د الهی مینی او محبت یوه ښه بیلګه ده ، او د الله (ج) یاد ، ذکر او ثنا ډیر وی چی پایله یې تقوا ده . روژه د انسان اراده او عقیده ټینګوی او ځکه یې نو عقل پر نفس ( یعنی اضافی خواهشاتو ) غلبه حاصلوی او واقعی انسان او مسلمان ورڅخه جوړوی . او دا هم اته ویشتمه تحفه ، خو د محترمو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه واخلي یا نوم یې ورسره ذکر کړی ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).

 تر ځان کمزورو ته ګوره 

يوه ستړي مسافر د ژړا په حال کي فریاد وکړ : په دې ځنګل کي به بل څوک زما څخه ډير غريب او بېوزله وي ؟

د بارونو او وهلو څخه ستړي سوي خره د هغه خبري واورېدلې ، او په ځواب کي يې ورته وويل : ناپوهه ! ته هم د آسمان له ظلمه ژاړې ، بايد د الله شکر ادا کړې ، چي که څه هم تا ته د سپرلۍ لپاره خر پيدا نه سو ، ليکن الله تعالی خو ته خر نه يې پيدا کړی چي خلک سوارلي درباندي وکړي . که یې ته خر پیدا کړی وای څه به دې کول ؟ لا شکر نه باسې چی انسان یې پیدا کړی یې ؟ ما څه ګناه کړې ده چی زه یې خر پیدا کړی یم او تا څه کمال کړی دی چی ته یې انسان پیدا کړی یې ؟ لا بیا هم ناشکري کوې ؟ تر ځان لوړ ته مه ګوره بلکی تر ځان کښته ته ګوره! يعنی د ځان څخه کمزوره مخلوق ته وګوره ، تر څو د الله شکر ادا کړې چي زه يې داسي کمزوره نه يم پيدا کړی . په دې سره سړی پټه خوله او قانع سو او پر خپل حال یې د الله شکر ادا کړ .

هو ، که الهی نعمتونه او پیرزوینی حساب کړو نو هغه لایتناهی دي . دا چی موږ یې انسانان پیدا کړي یو ( نه خره ، سپیان او نور ) ، دا پخپله ستره پیرزوینه ده ؛ دا چی معیوب یې نه یو پیدا کړي دا بله ستره پیرزوینه ده ، دا چی مسلمانان یې پیدا کړي یو دا بله ستره پیرزوینه ده ، دا چی د توبې چانس یې راکړی دی دا بله ستره پیرزوینه ده...... نو پر هر حال یې باید شکر وباسو ، بلکی ناشکري ونکړو .

 له ژونده زده کړه 

روایت دی چی مشهور برتانوي کومیډي ین ( چارلی چپلین ) داسی ویلی دي :

په پیسو کور اخیستلای سو ، خو ژوند نه ؛ 

بستر اخیستلای سو ، خو خوب نه ؛

ساعت اخیستلای سو ، خو وخت نه ؛

مقام اخیستلای سو ، خو عزت نه ؛

دارو اخیستلای سو ، خو روغتیا نه ؛

کتاب اخیستلای سو ، خو پوهه نه ؛

زړه اخیستلای سو ، خو مینه نه !

هو ، پورتنۍ خبری په ظاهره عادی ښکاری خو هره یوه یې د ژوندانه فلسفه ده . دا حقایق په رښتیا هم د هری انسانی ټولنی متن او بطن جوړوی . د هری زمانې انځور راکوی . په نن کی مو پرون ته بیایی . سپینی خبری او اخلاقی کنایې دي . لنډه دا چی د پند او عبرت یو حقیقی درس دی . یعنی هلی ځلی ، کوښښ ، مبارزه او مجاهده !