نن ماسپښین مهال دټاکنو کمیسون په دویم هنګر کې څلور تنه بهرنیان ،چې په څرګنده یې ځانونه داروپايي ټولنې ناظرین ښودل او همدې هنګر ته دکمیسون دچارواکو له اجازې او همغږۍ پرته ننوتي او هلته یې دعبدالله په ګټه درایو په صندوقونو کې لاسوهنه پیل کړې وه،چې دکمیسون له لورې ونیول شول .
دا څلور بهرنیان له نیول کیدو وروسته سمدلاسه خپل موټر ته پورته شوي دي دکمیسون دساتونکو دپرلپسې غوښتنو سربېره له خپله موټره نه راښکته کیږي .
یوې بلې سرچینې روهي ویبپاڼې ته ویلي دي ،چې دا بهرنیان نه داروپايي ټولنې ناظرین دي او نه په کابل کې دیوناما ددفتر دا څرګنده نه ده ،چې دوی کمیسون ته څنګه ننوتي دي .