لیکوال:

 محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد

 د روژې څلیرویشتمه تحفه 

درنو لوستونکو ، د روژې هدف او پیغام د انسان متقی کېدل او د ایمان ټینګېدل دي . روژه د بدن زکات دی ، د ګناهونو سوځول دي ، د روح پیاوړتیا ده ، د الهی امر مراعاتول او منل دي ، له شیطانی وسوسو څخه ژغورنه او د الهی عذاب څخه ساتنه ده ، د نفسانی حاکمیت ځپنه ده ، د الهی رحمت حاصلوَنه ده ، د مغفرت ګټنه ده ، د توبې قبلېدنه ده ، او د جنت ژمنه ده . نو ښه دا دی چی د الله تعالی او رسول الله ارشادات عملأ تعمیل او تسجیل کړو او دا په اثبات ورسوو چی نور نو د خولې څخه علاوه د زړه مسلمانان هم یو . بس یوه صادقانه اراده او فیصله غواړي . په همدې هیله څلیرویشتمه تحفه درته وړاندی کوم، خو د محترمو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی د لیکوال اجازه واخلي یا نوم یې ورسره ذکر کړی ، والسلام ، ( ن . صمد nsamad57@hotmail.com ).

 څو مهم نصیحتونه 

دینی علماوو داسی فرمایلی دي :

لومړی ـ دا اندېښنه مه کوه چي الله تعالی دعا ژر نه قبلوي ، دا شکر کوه چي الله جل جلاله زموږ د ګناهونو سزا ژر نه راکوي .
دوهم ـ خپله ژبه پر هغه چا مه چلوه چي خبري کول يې در زده کړي دي .
درېیم ـ مؤمن انسان څومره عجیبه دی ؟ کله چي د یوه شي څخه بېرېږي نو د هغه څخه ليري ځغلي او کله چي د الله تعالی څخه بيريږي نو لا ورنژدې کيږي .
څلورم ـ د دنیا پرستو کسانو مجلس مه اختياروه ځکه چي کله دي لاس تنګ سي نو دوی تا پرېږدي او که ته شمتن سې نو حسد در سره کوي .
پنځم ـ هغه ايمان چي د کور څخه دي مسجد ته نه سي بېولای نو د قبر څخه به دي جنت ته څنګه بوځي ؟
شپږم ـ کله چي وغواړم چي د الله تعالی سره خبري وکړم نو " لمونځ " کوم او کله چي وغواړم الله تعالی زما سره خبري وکړي نو " قران " ووايم .

هو ، څومره به ښه وی چی پورتنیو ارزښتونو ته متوجه اوسو او هغه د خپل عمل سرمشق وګرځوو . راځی چی نور نو د الله تعالی سره سوله وکړو. خپل اعمال بايد حساب کړو ، سبا چي کله اعمال نامې څرګندي سي بيا کومه تلافي نسي کيدلای . نو اوس هم وختي دی او باید ناوخته نکړو . همدا علت دی چی نن د عمل ورځ ده بېله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله .

 د ژبی ساتنه 

امام نووي رحمه الله وایی : (قس بن ساعده) او (اکثم بن صيفي) سره یو ځای سول . یوه بل ته وویل : په بنيادم کی څومره عیبونه درته معلوم دي ؟ هغه بل ورته وویل : له حسابه وتلي دي ، خو د انسان کوم عیبونه چی ما معلوم کړي او شمیرلي دي ټول ټال اته زره دي . لاکن په انسان کی يو داسي خوی او خصلت سته چی د هغه په برکت کولای سي خپل ټول اته زره عیبونه پټ کړي . هغه د ژبی ساتنه ده .

هو ، په رښتیا هم ژبه د انسان د آبادۍ او بربادۍ دواړو منبع ده ، یعنی کنټرول او رغنده استعمال یې انسان آبادوي خو بې واکي او منفی استعمال یې هغه بربادوي . ځکه نو خپله ژبه هم کلا ده هم بلا . سعدي صاحب وایی چی ستا د زړه څخه چی څه بهر وزی هغه د ژبی په ذریعه وزی یعنی ژبه د زړه یوه کیلی ده . او وایی : هغه څوک چی خپله ژبه نسي ساتلای د هغه لپاره د خلاصون بهترینه لار ګونګی والی دی . یو عالم څه ښه ویلی دي : خپله ژبه د بل په عیب لټولو مه ککړوه ، ځکه چی عیب خو ته هم لرې او ژبه هغه هم لري ! نو الله دی موږ ټوله د ژبی له ناوړې او ککړې کاورنی څخه وژغوری .