لیکوال:
محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد
د روژې دوه ویشتمه تحفه
درنو لوستونکو ، د روژې درېیمه لسیزه له دوږخه د نجات لسیزه ده چی پرون پیل سوه . دا لا څه ، د روژې د میاشتی درېیمه لسیزه یعنی د قرآن د نزول او د اسلام د ظهور لسیزه هم ده . په دغه لسیزه کی د لیلة القدر مبارکه شپه هم واقع ده چی یوه له طاقو شپو څخه ده . په دغه شپه قرآن نازل سوی دی ؛ دغه شپه تر یو زر میاشتو هم بهتره ده ؛ په دغه شپه کی جبرایل (ع) او بې شمیره ملایکی د الله په امر راکښته کیږی ؛ په دغه شپه تر سهاره امان وی او الله (ج) فرمایی چی که څوک هر څه وغواړی زه یې اجابت کوم . نو هیله ده چی د بخښلو دغه لسیزه وړیا راڅخه تیره نسی ، او دا هم دوه ویشتمه تحفه، خو د معززو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی د لیکوال اجازه وخلي یا نوم یې ورسره ذکر کړی ، والسلام ( ن . صمد nsamad57@hotmail.com ) .
الهی وعده
يوه ورځ يو شخص حضرت حسن بصري رحمه الله ته راغی او ورته ویې ويل چې وچکالي ده او باران نه اورېږي . هغه ورته وويل چې استغفار وايه .
بل کس راغی هغه د خپل فقر څخه شکايت ورته وکړ . ده ځواب ورکړ چې استغفار وايه .
درېیم کس راغی چی زما اولاد نه کېږي . ورته ويې ویل چی استغفار وایه .
بل کس راغی او د مځکې څخه یې د پیداوارو د نه حاصلولو شکايت وکړ . نو حسن بصري رحمه الله ده ته هم د استغفار ويلو توصيه وکړه .
ناستو کسانو وروسته پوښتنه وکړه چی عجيبه خبره ده ، هر چا چی د خپل جلا جلا مشکل په اړه درته وويل نو تا هر یوه ته د استغفار ویلو سپارښتنه وکړه . دا نو څنګه د هر مشکل علاج دی ؟
حسن بصري رحمه الله ورته وفرمايل آيا په دې آيت باور نه لرئ چی : فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا ″ يُرْسِلِ السَّمَاء عَلَيْكُم مِّدْرَارًا ″ وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَل لَّكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهَارًا ″(نوح : ۱۰ ـ ۱۱ ـ ۱۲) یعنی : ما وويل له خپل رب څخه بخښنه وغواړئ ، بيشكه چی هغه خورا ډېر بخښونكی دی ، هغه به پر تاسی له آسمانه ښه اورښتونه وكړی ، تاسی ته به مالونه او اولادونه دركړي ، ستاسې لپاره به باغونه پيدا كړى او ستاسی لپاره به ويالې وبهوى .
نو ځکه دا الهی وعده د دغو ټولو مشکلاتو د حل کیلی ده او ما همدا توصیه ورته وکړه .
د خلیفه ژړوَل
عباسي خلیفه المهدي یوه ډیره پرتمینه او ښایسته ماڼۍ جوړه کړه . خپلو ټولو افسرانو او مامورانو ته یې وویل چی هیڅوک د دې قصر د لیدلو څخه مه منع کوئ . دا ځکه چی لیدونکي به یا بدخواهان او دښمنان وی او یا به هم خیرخواهان او دوستان وی . که دښمنان وی هغوی به یې په لیدو سره خوږمن او غمجن سی ، خو دوستان به یې په لیدو سره ویاړمن او ډاډمن سی . ښایی په دې ترڅ کی ځینی لیدونکي د ودانۍ کوم عیب او نقص هم پیدا کړی تر څو موږ یې په سمولو او ترمیمولو وتوانیږو ، نو دا به هم ګټوره وی .
د خلکو په جمله کی یو درویش او فقیر هم د ماڼۍ لیدو ته راغی او خلیفه ته یې داسی وویل : صاحبه ! په دې ماڼۍ کی دوه غټ نقصونه او عیبونه موجود دي : لومړی دا چی ته به په دې ماڼۍ کی تل موجود نه یې ؛ دوهم دا چی دغه ماڼۍ به هم تل موجوده نه وی !
خلیفه په دې پخه خبره سره ډیر اغیزمن او په ژړا سو . فیصله یې وکړه چی دا ماڼۍ دی د غریبانو او فقیرانو لپاره وقف سی .
هو، الله دی نننیو تش په نوم اسلامي واکمنانو خو اصلأ د مال ، نوم او شهرت اسیرانو ته هم هدایت وکړی چی له فساده پر شا او فلاح سی.