خامه کیله، د وزن کمولوغوره مېوه

خامه کیله 

وايي، کیله که هرڅومره ډېره وخوړل شي، په جسم کې نه زېرمه کېږي.

په لیورپول کې د جان مورز پوهنتون د کیمیاوي برخې د استاد روډني بیلټن تر ۱۵ کلنې څېړنې وروسته، اوس په ډاګه شوې ده، چې کوم څیزونه د روغتیا، په تېره بیا د وزن مناسب ساتلو لپاره ګټور تمامېږي.

نوموړی وايي، هغه خواړه چې د وزن په کم ساتلو کې ډېر مهم رول لوبوي، یوه هم خامه کیله ده، ځکه چې په وینا یې د وازګو د ویلې کولو مواد پکې موجود دي.

وايي، کیله که هرڅومره ډېره وخوړل شي، په جسم کې نه زېرمه کېږي، په دې مانا چې د وزن د زیاتوالي لامل نه ګرځي، همداشان، د شکر ناروغۍ ته هم مضره نه تمامیږي؛ ځکه چې په وینه کې د خوږې د ډېرېدو لامل نه کیږي.

په خامه کیله کې د ګلوکاګون په نامه یو هورمون موجود دی، چې د چاغښت مخه نیسي او وزن ډېروالي ته نه پرېږدي.

په "ډیلي مېل" ورځپاڼه کې د بیلټن د څېړنې یوه خپره شوې برخه کې ویل شوي، چې کیله هغه مهال روغتیا ته ډېره ګټوره تمامېدای شي، چې پوره پخه نه وي.

په استرالیا کې د بدن په تړاو د علومو رسمي سازمان ویلي، که چېرې هره ورځ ۲۰ ګرامه کیله وخوړل شي، د انسان روغتیا ته ډېره ګټوره تمامیږي.

په څېړنه کې د چاغښت د مخنیوي لپاره د مېوې، دانو، او سبو خوړل هم ګټور بلل شوي.

دغه څېړنه وايي، هره ورځ له ۸ تر ۱۰ ګیلاسونو پورې اوبه څښل د مېرمنو د ملا درد کمولی شي.

د شمېرو له مخې، په ګرده نړۍ کې ۷۵ سلنه مېرمنې د ملا له درد کړېږي.

دا خواړه مه خورئ

د ښې روغتیا او تندرست پاتې کېدو لپاره، نه یوازې خواږه خواړه او ګاز لرونکي مشروبات نه څښل ګټور تمامیږي، بلکې په ورځنیو خوړو کې بدلون راوستل هم صحت تندرست ساتي.

د بېلګې په توګه: په اوبو کې ایشول شوي کچالو خپل ۲۵ سلنه خوږوالی له لاسه ورکوي.

کربوهیډرات لرونکې مېوې ایشول غیر صحي ګرځي، خو که چېرې ټوټې ټوټې شي، صحت ته ګټور دي.

سلاد

په سلاد (سلاټه) کې د زیتون ګډول ګټور بلل شوي.

ډاکټران وايي، چې هېڅکله د زیتون په غوړیو کې خواړه مه ایشوئ، ځکه چې د څېړنو له مخې، د هر شي ډېر اېشول د زهرجنو موادو د پیدا کېدو لامل ګرځي، چې ارومرو روغتیا ته زیان رسوي.

خو په سلاد کې د زیتون غوړو ګډول بیا ګټور بلل شوي.

بیلټن وايي، د سمې روغتیا ساتلو لپاره، باید تر هغو پورې نور خواړه ونه خوړل شي، چې مخکني خوړل شوي خواړه په سمه توګه هضم شوي نه وي.

له بي بي سي څخه په مننه