د شمال ټلوالې پښتانه ملاتړي او پر انتخاباتو یې ناوړه اغیزې 

په تیر یو کال نه پوهیږم ولې څو اوښیار پښتانه ځوانان یو ناڅاپه د طالب دښمنۍ کې دومره تاوده شول چې د افغانستان امنیتي ادارې یې خپلې یوازینۍ هیلې وګڼلې او د شمال په ټلوالې او ددې ټلوالې پر ځینو غړیو لکه امر الله صالح او نورو ورته څیرو ورګرم شول او خپل ځان یې هیر شو .
دوی کې ډیرو په لوی لاس د هغو پښتنو په ځپلو پیل وکړ چې پر طالب سربیره یې د حکومت د ننه د افغانانو دښمنانو ته ګوته نیوله او دوی یې د طالب د ځواک د زیاتیدو لاملونه بلل .
د شمال ټلوالې په مینه مستو دې څو تنو پښتنو ځوانانو په خپلو خلکو د مټکورو ، طالبانو ، وروسته پاتې ، اخوانیانو او نورو ټاپې ووهلې او د ملي یووالې په نوم یې خپل پروفایلونه د شورا نظار د مړو او ژوندیو قومندانانو په عکسونو ولړل ، او د احمد شا مسعود د مرګ په تلین د یو اړخیز ملي یووالي په خاطر په ویر کیناستل . دوی له امرالله صالح په وطن میین متفکر او د هیواد د ملي ګټو ستر ساتندوی جوړ کړ .
دوی چې د ملي یووالي په مینه مست وو په هغو کسانو پسې یې تورې را وویستلې چې د هیواد د ملي ګټو د مخالفانو ، مخالفت یې کاوه . د شمال د ټلوالې د پښتو ملاتړو غوښتنه دا وه چې باید له هغو کسانو سره کار ونه لرل شي چې د افغانستان نوم نه مني او د افغان له کلمې کرکه کوي .
دوی د لومړي ځل لپاره په پښتو ژبه د احمد شا مسعود په ستاینو کې اوږدې لیکنې وکړې او د شمال ټوپکمار قومندانان یې ددې وطن اصلي ساتونکې او د هغوی مخالفان یې مټکوران او طالبان وبلل او خپل ډیر ستر شخصیتونه یې په جاسوسۍ تورن کړل .
کله چې خبره د ولسمشرۍ د انتخاباتو راغله ، او د نورو عادي افغانانو په څير دوی ته هم د شمال د ټلوالې تر قومندان عبدالله ، د پوهنتون استاد او مفکر اشرف غني احمدزی غوره وبریښده او د هماغه ملاتړ یې وکړ . دلته د لومړي ځل لپاره پوه شول چې ، هر څه هماسې نه دي چې دوی یې ګومان کاوه . دوی ته معلومه شوه چې ملي یووالی دوه اړخیز واټ دی او دوی پرې یو اړخیز روان وو .
خو دا داسې وخت و چې دوی په خپلو خلکوکې د نظار د شورا او شمال ټلوالې په ګټه کافي ډیر کار کړی و او د ګڼو عادي ځوانانو ترمنځ یې ددې جنګي ډلې له مشرانو څخه سخت کرکه له منځه وړې وه .
خو سره له دې هم کله چې اشرف غني احمدزي انتخابات وګټل او د نظار شورا بلواګانو ته مخه کړه ، دوی د ځینو هغو کسانو کرکې حیران کړل چې دوی یې د ملي یووالي سنبولونه کڼل او اوږده کلونه یې د هغوی پر ملاتړ د خپلو سپکې سپورې اخیستې وې .
کله چې د افغانستان د ملي امنیت په اداره کې هم ځینو کسانو د نظار شورا د ماتۍ خوړلې انتخاباتي ډلې مرستې ته د خلکو د شخصي ټیلفوني پیغامونو په خپرولو ور ودانګل ، نو د شمال ټلوالې داپښتانه ملاتړي یې نور هم په خپلو کړو پښیمانه کړل او څو تنو یې د ملي امنیت له ادارې څخه د سپیناوي غوښتنه وکړه .
دوی اوس هم په فیسبوک کې ښکته پورته کیږي ، دوی اوس له زړه غواړي چې خپلې تیروتنې راسمې کړي . . دوی د شمال له ټلوالې زړه توري شوي دي او ان د ځینو به یې د ملي یووالي له شعارونو هم بد راغلي وي . خو اوس ګرانه ده چې د دوی له خولې څوک د هماغه چا په اړه انتقادونه واوري چې یوه اوږده موده یې د هغو په ستاینو کې تیره کړې وي .
خو وايي که سهار وتلی سړی ماښام کور ته راشي نو نادرکه نه دی . ښه شوه چې دوی ته زر ورمعلومه شوه ، هغه چې دوی ددې وطن ساتونکي بولې ددې خاروې اصلي سوداګر دي او تر طالب یې که وطن ته زیان زیات نه وي نو کم خو هیڅکله نه دی . دوی دې په دې پوه شي چې هغه چا سره ملي یووالي نه شو پاللې چې له افغانیت رانیولې تر ملي بیرغ ، ملي سرود ، ملي پولو ، او تاریخ پورې هیڅ نه راسره مني .
له دې کسانو مو تمه داده چې نور د پښتنو پر مظلومیت ریشخند ونه وهي . دوی دې نور د دښمنانو سره هغه خبره نه غبرګوي چې دا قوم بې فرهنګه بولي . پښتنو په انتخاباتو کې په پراخ ګډون سره د نړۍ د یو متفکر تر شا په ودریدو دا وښوده چې دوی د نړۍ تر ټولو مهذب قوم دی . دوی د نورو په شان په ټوپکسالارانو پسې ونه دریدل ، کنه د پښتنو ټوپکسالارنو کمی نه وو ، بلکې پښتانه د یو مهذب قوم په توګه په علم او پوهې پسې ودریدل . دا چې رایې یې څوک مني کنه ، دا به ددې ولس د مخکښو او همدې ځوانانو بې ننګې وي چې له رایو یې دفاع نه شي کولی .
له ملي یووالي زار ، خو د ملي یووالي معنی دا نه ده چې ستا ټوپکوال او زما د پوهنتون استاد دې په یوه لیکه کې وي.
دا کسان دې پر موږ په بل ځل د نظار شورا د قومندان تلین نه لمانځئ هغوی چې زموږ له روا حقونو څخه انکار کوي موږ یې څنګه ټوپکوال اوجنایتکار مشران خپل مشران وبولو؟

دا ځل تیره شوه ، بل ځل یې نه تکراروو

له یاران ویبپاڼې څخه په مننه