لیکوال:
محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد
د روژې اوولسمه تحفه
ګرانو لوستونکو ، که موږ او تاسی د کال د ۳۶۵ ورځو څخه فقط ۳۰ ورځی روژې ونیسو ( چی د خدای امر دی ) ، او هره ورځ یو څه قرآن هم تلاوت کړو نو څه ضرر به مو کړی وی ؟ حال دا چی هم به الله راڅخه راضی وی او هم به مو له دوږخه نجات او جنت ته د شمولیت ضمانت حاصل کړی وی ، ځکه دا الهی قول دی . لوی خدای د روژې د لومړۍ ورځی څخه شیطانان بند کړي دي تر څو په مسلمانانو باندی په دې مبارکه میاشت کی نافرمانۍ ونکړی . خو بریالیتوب دا دی چی پر خپل نفس غالب اوسو ، که نه ناکام به یو . نو همدې مهمی باریکۍ ته په توجه سره لطفأ اوولسمه تحفه قبوله کړئ، خو د محترمو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه واخلي یا نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).
لعنت پر چغل ګر
یو چا یحیی بن خالد بن برمک ته یو خط ولیږی او داسی یې ورته لیکلی وو :
یو شتمن او سوداګر شخص مړ سوی دی ، یوه ډیره ښایسته مینځه او یو شیدو خور ماشوم او خورا ډیر دولت یې پاته دی . زما په نظر تاسو وزیر صاحب تر بل هر چا ډیر مستحق یاست .
یحیی بن خالد د دې سړي پر خط باندی داسی ولیکل :
خو هغه شخص دي الله وبخښی ، هغه مینځه دی الله وساتی ، هغه ماشوم دی الله وژغوری ، او هغه مال دی الله نور هم ډیر کړی ، خو پر هغه چغلګر دی د الله لعنت وی چی دا خبر یې راکړ .
هو ، که د هغه مهال وزیران او چارواکی د نننيو وزیرانو او چارواکو سره مقایسه کړو نو د مځکی او اسمان فرق به ووینو . هغوی صالح او عابد انسانان وو خو دوی بیا د یوې پر ځای مسلسل دوې ، درې او څلور ښځی کوی ( د زور یا زر په مټ ) ، د نورو حق خوری ، ظلم ، تیرئ او وحشت کوی . الله دی هدایت ورته وکړی .
د کینی او حسد زیانونه
علماوو د حسد او حاسد زیانونه داسی ښودلی دي :
لومړی ـ حاسد انسان د الله تعالی په تقدیر باندی اعتراض کوی ؛
دوهم ـ د حسد په وجه د انسان ایمان داسی خرابیږی لکه په ویښتانو چی چاړه راکش سی او ټول ختم یعنی وخره یل سی ؛
درېیم ـ د حاسد په زړه کی تل خپګان ، افسوس اوارمانونه وی ؛
څلورم ـ حسد د یهودو مرض دی ؛
پنځم ـ د حسد کوونکی انسان ایمان کمزوره وی ؛
شپږم ـ د حاسد انسان څخه ظلم هم کيږي ؛
اووم ـ حاسد ته د الله تعالی نعمتونه سپک ښکاری .
هو ، حسد یو روحي او مزمن مرض دی چی د حاسد زړه او دماغ دواړه خوری ، په غم یې اخته کوی او دنیا او عقبا یې ورانوي . ځکه ، حاسد د الله سره مقابله کوی او د الهي فیصلې مخه نیسی . بقراط ویلی دي چی حاسد او کینه کونکی د مرګ څخه مخکی هم څو ځله مري . نو الله دی په دې خطرناک مرض ټول مبتلا مسلمانان بیرته روغ کړی او متباقی دی الله وژغوری .