یو څاڅکی وینه
 عبدالستار سعادت

د ۱۳۹۳ ټاکنو د لومړي پړاو د ترسره کېدو نه څو ورځې مخکې د اروپایی اتحادیې ناظرینو د ډلې مشر ټایس برمن مې لیدو ته راغی. هغه وار له مخې زمونږ د ستونزو د اورېدو غوښتنه وکړه، په ځانګړي توګه زمونږ د امنیت او مصؤنیت په اړه یې پوښتنې پیل کړې. ما ورته وویل : ښاغلی برمن! دا افغانستان دی، دلته برائت د ذمې اصلي حالت نه دی، ما خو لا څه کوې، بهر چې دې تر ټولو بې وزله ملکي انسان ولید، هغه هم په مرګ محکوم دی؛ کېدای شي په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شي، یا کوم بل (سوء تفاهم ) کې ... زمونږ برخلیک همداسې دی، مونږ ورسره عادت شوي یو، ته یې بدلولای هم نه شې. راځه ستا د کار په اړه خبرې وکړو؛ د نظارت میکانیزم دې څه دی؟ څو کسان راغلي یاست او ....؟

برمن ځان راټول کړ؛ راته یې ویل: مونږ ۱۵ کسان راغلي یو ...
زه : ۱۵ کسان؟ په دومره کسانو څنګه نظارت کوې؟
برمن: دا یوه قوي او تحلیلي ډله ده، کفایت کوي.
زه: پوه نه شوم، څنګه کفایت کوي؟
برمن: زه به یو مثال درکړم، کله چې ناروغ یې، ډاکټر ته ورشې، هغه له تانه زر سي سي وینه نه اخلې، یوازې یو څاڅکی وینه دې کفایت کوي چې ناروغي دې معلومه کړي...
زه : ښاغلی برمن! دا یو ښه مثال نه دی، د ټاکنو او انسان، د رایو او وینې تر منځ کوم ورته والی نشته... که ته واقعاْ دومره لاره د یو څاڅکي وینې لپاره راغلی یې، نو بېرته خپل هېواد ته ستون شه، زه به دا یو څاڅکی وینه هلته درواستوم... ځکه چې ته به دلته هم کوم دفتر کې د خپلو ملګرو سره ناست یې، بهر به د نا امنۍ له وجهې نه وځې، مجبور یې چې ټلویزیونونو ته کېنې، وېبسایټونه چک کړې یا ځینې کسانو سره وګورې. اوس نو تاته دا ځای او خپل هېواد هېڅ فرق نه کوي. که بهر هم لاړ شئ، ټول تعداد مو ۱۵ کسان دي، په ۲۲۰۰۰ محلونو کې به کوم ځای وګورئ؟ که یې نظارت هم کړئ، خورا ناقص نظارت به وي. که دې په وېبپاڼو یا ټلویزیونونو رپوټونه او تحلیلونو باندې قناعت وکړ، دا خو نو ته د فکر خپلواکي نه لرې، ستا حواسو تا سره په نظارت کې کومه مرسته نه ده کړې. که له بهره کوم کس راوغواړې او یا کوم داخلي نهاد استخدام کړې، مجبور یې هغه چې هر څه درته وویل، ویې منې؛ ځکه بله لار نه لرې. 
برمن: نه، دا پنځلس کسان د ټاکنو متخصصین دي، دوی کولای شي د دې ټولو منابعو په پام کې نیولو سره ښه رپوټ چمتو کړي.
زه : ښه نو منبع به دې وېبپاڼه وي، هلته به یو کس مقاله لیکلي وي؛ ته لیکوال نه پېژنې، سیاسي لیدلوری یې هم درته معلوم نه دی، تا یې مقاله ولوسته، د هغه دلایلو په تا تاثیر وکړ، یعنې تا هم هماغسې فکر وکړ لکه لیکوال، په واقعیت کې ته هماغه لیکوال شوې او له ځانه څه نه لرې. داخلي نهاد باندې دې باور وکړ، هغه هم نه پېژنې، کېدای شي هغه هم د چا نه ملاتړ وکړي (لکه چې ځینو باندې یې دا شک کېږي)، مجبور یې چې هغه د رای ورکونې د محلاتو او مراکزو نه کوم رپوټ درکړي، ویې منې. بیا خو نو ته د یو کاندید په ګټه او د بل په زیان استعمال شوې. په ټلویزیوني او راډیوي رپوټونو او مرکو کې هم همدا خبره ده. بله خبر دا ده چې دا هر څه ته بهر هم تر لاسه کولای شې، یعنې په هالند کې، ستا په خپل هېواد کې... بیا دې دلته د حضور مانا څه ده؟
برمن وویل: نه، د ټاکنو په ورځ به په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې غړي هېوادونو نمایندګیو دیپلوماتان هم راسره راووځي، مونږ د هغوی په واسطه له محلاتو او مراکزو لیدنه او څارنه کوو. 
ما وخندل: ښاغلی برمن! ستا دیپلوماتان په امنو ځایونو کې د مرمۍ ضد موټرو نه راکوزېدلای نه شي، هغوی به مراکزو او محلاتو ته څنګه ورشي؟
برمن چې نور ستړی شو، کوم دلیل یې پیدا نه کړ، راته وویل : ښاغلی رئیس! دا خو زمونږ لومړی رپوټ نه دی، مونږ ستاسې تېرو ټاکنو (۲۰۰۹) باندې هم رپوټ جوړ کړ چې خورا قوي او مستند رپوټ و، هلته هم زمونږ شمېر کم و. 
ما ورته وویل: نه، تېر ځل ستاسې رپوټ ښه نه و؛ د ستایلو هم نه و، خورا نقد هم شو.
برمن : نو که مسئله د نقد وي، ستاسې فیصلې به هم نقد شي.
زه : هو، زمونږ پرېکړې به هم نقد شي، خو؛ مونږ به چاته د نقد منطقي دلایل ورنه کړو چې فیصلې مو وننګوي. مګر ستاسې رپوټ خو په ښو دلایلو رد او وننګول شو.
برمن: لکه کوم دلیل؟
زه : همدا دلیل کافی نه دی چې وویل شول؛ ستا ناظر په سرینا هوټل کې ناست و او د بدخشان او کندهار په اړه یې رپوټ لیکه... ؟
برمن سره یو بل تن هم راغلی و، دواړو یو بل ته وکتل، له ځایه ولاړ شول. راته یې وویل: مننه چې دې وخت راکړ، بیا به هم سره وګورو، برمن مې غوږ ته رانږدې شو؛ ( په رپوټ کې به ستا نظر هم اخلو ښاغلی رئیس، څنګه چې ته وغواړې، مونږ به هماغسې وکړو ) ...
ما ورته وویل : زما غوښتنه همدا ده، تاسې باید د ناظرینو تعداد ډېر کړئ، د داخلي منابعو په استخدام کې محتاط واوسئ، زه نور کوم مشخص نظر نه لرم. تاسې زمونږ په ټاکنو کې د دنیا د یوې مهمې برخې نه نماینده ګي کوئ، هر څه باید دقیق او مسؤلانه وي.
-----------------------------
د ټاکنو لومړی پړاو تېر شو، دویم یې هم تر سره شو؛ نظارت په هماغه ۱۵ کسانو او د بندو دروازو تر شا وشو. ماته د داسې کسانو له رپوټ نه د یو عادي افغان خبره ډېره ارزښت لري چې حد اقل په یو قطار کې ولاړ وي او رایه یې استعمال کړې وي. لږ تر لږه د یو محل د وضعیت په اړه خو سترګو لیدلی حال لري، تر دې چې ځینې کسان د کیلومترو واټن نه هاخوا، یا د اوسپنیزو او مرمۍ ضد خونو نه د ټاکنو په اړه قضاوت کوي.
د ټایس برمن مرکې کله د مطبوعاتو نه اورم او وینم یې، حق په جانب ناست وي او هر څه په آسانۍ سره نقدوي یا یې تائیدوي.
د ټاکنو په ورځ د یو عادي افغان په جامه کې بهر ووتم، ځینې محلات او مراکز مې وکتل؛ نورو همکارانو مې هم په مرکز او ولایتونو کې دا کار وکړ. جالبه خبره په کې دا هم وه چې د کابل په ډېرو مراکزو او محلونو کې حتی داخلي مشاهدین نه و چې د بهرنیو نه د نظارت د کولو په نوم ډېرې پیسې اخلي، لرې ولایتونو او اطراف خو لا په ځای پرېږده. 
خدای دې په دې ملت ورحمېږي ...
آمین، ثم آمین

 

د عبدالستار سعادت له فيس بوک پاڼې نه.