

تيره ورځ د عبدالله پلوي طلوع تلويزيون داسې انګازې خپرې کړې، چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا پخوانی رييس، ضياالحق امرخېل له هېواده تښتيدلي او دې کار ته بايد اجازه نه وای ورکړل شوې.
امرخېل چې اوس کومه رسمي دنده نلري او ممنوع الخروج هم نه دی، د نورو افغانانو په توګه د سفر حق لري. نوموړی، چې عربي اماراتو ته په سفر تللی و ښايي، له دې امله ژر راستون شوی وي، چې د طلوع او نورو ورته رسنيو ته، چې د شمال ټلوالې په خدمت کې دي، غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.
داسې ګونکسې هم شته، چې ښايي امرخېل هغه راز هم افشا کړي، چې د عبدالله لخوا نوموړي ته د رشوت ورکولو هڅې شوي وې.
د يادونې ده، چې د طلوع نيوز تلويزيون خبريال هوايي ډګر ته د امرخېل مخې ته هم ورغلی و، خو د نوموړي لخوا د خبرو لپاره اجازه ورنکړل شوه.