امريکا په افغانستان کې کمزوری حکومت غواړي

حامد کرزي ته نږدې سرچينې خبر ورکوي، چې د امريکې له فشارونو داسې ښکاري چې دوی غواړي په افغانستان کې يو داسې کمزوری حکومت رامنځته کړي چې لاس او پښې يې پر اېتلافونو تړلې وي. د امريکې اندېښنه دا ده چې ښايي پر ډاکتر اشرف غني احمدزي خپلې ټولې غوښتنې ونه شي منلای، خوعبدالله د ټولو غوښتنو د منلو ډاډ ورکړی دی. اوس امريکا هڅه کوي د اشرف غني په حکومت کې د عبدالله پر ورګډولو د راتلونکي حکومت لاس او پښې وتړي. امريکې اوس د افغانستان د ټاکنو په بهير کې په ډاګه لاسوهنه پيل کړې ده، چې د لومړنيو پايلو د اعلان ځنډول يې لومړۍ نښه ده. همداراز د سناتور جان مک کين راتګ کابل ته ښايي د همداسې يوې طرحې لپاره هڅې وي.