لیکوال:
محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد
د روژې شپږمه تحفه
رسول الله (ص) فرمایی : « څوک چی د الله لپاره یوه روژه ونیسی ، نو الله یې د اویا کلونو په اندازه د دوږخ له اوره لیری کوی » . نو څومره به ښه وی چی د هغه ذات امر عملأ ومنو چی ژوند او هر هغه څه چی همدا نن یې لرو ، راکړي دي ! او دا هم شپږمه تحفه ؛ خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی که په خپلو فېس بوک پاڼو کی د دې تحفو کومه برخه اقتباس کوی ، نو اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي، یا نوم یې ذکر کړی، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).
موسیقی حلاله ده که حرامه ؟
حضرت عبدالله بن عباس (رض) ته یو چا داسی وویل : ساز او سرود ( یعنی موسیقی ) حلاله ده که حرامه ؟
حضرت ابن عباس (رض) ورته وویل چی زه حرام صرف هغه شي ته وایم چی قرآنکریم حرام بللی وی . هغه کس ورته وویل چی نو آیا حلاه ده ؟ ابن عباس (رض) ورته وویل چی زه حلال صرف هغه شي ته وایم چی قرآنکریم حلال بللی وی . وروسته یې د هغه کس مخ ته وکتل چی حیران و او غوڅه فیصله یې نسوه کولای .
دا مهال حضرت عبدالله ابن عباس (رض) ورڅخه وپوښتل چی ستا څه ګومان دی کله چی د قیامت په ورځ حق او باطل سره بیل سی ، نو موسیقی به د حق په خوا کی وی که د باطل ؟ هغه نفر ځواب ورکړ چی د باطل په خوا کی به وی .
حضرت عبدالله بن عباس (رض) ورته وویل : بس ځه ، خپل ځان ته دی فتوا ورکړه .
دا لا څه ، رسول الله (ص) صریحأ فرمایلی دي چی : « زما په امت کی به ځینی داسی کسان هم وی چی زنا ، ورېښم ، شراب او د موسیقي آلات به حلال وبولی » ( صحیح بخاری ، الاشربة ، باب ماجاء فیمن یستحل الخمر و یسمیه بغیر اسمه ، حدیث نمبر ۵۵۹۰ ). دلته رسول الله (ص) د موسیقي آلات د خطرناکو ګناهونو په قطار کی ذکر کړل لکه زنا او شراب ! او ځکه نو هر ډول پلمه او حیله بندوي .
اصلی بریالیتوب
په هغه خونه یا اطاق کی چی موږ او تاسی هره ورځ اوسیږو ، د کامیابۍ لږ تر لږه اته مهم رازونه نغښتی دي چی په لږ توجه سره حاصلېدای سی :
۱ ـ خونه راته وایی چی لوړ امید ولره !
۲ ـ پنکه ( باد پکه ) وایی چی د سړې سینې څښتن اوسه !
۳ ـ ساعت وایی چی هره دقیقه ، آن هره ثانیه ډیره قیمتي ده !
۴ ـ هینداره وایی چی نور هم بهتر اوسه !
۵ ـ کړکۍ وایی چی دنیا وګوره !
۶ ـ جنتري وایی چی نننیً او چمتو اوسه !
۷ ـ دروازه وایی چی د موقع څخه ګټه واخله !
۸ ـ بستر وایی چی دا ټول چټیات دي ، په هیڅ شي کی هم رﺉ مه واهه ، راځه پرېوزه ، استراحت بهترین شی دی ، کرار او بېغمه بیده سه !
هو ، که موږ او تاسو ښه ځیر سو په رښتیا هم همداسی ده . پورتني انتباهی برداشتونه زموږ د ورځني ژوندانه ترخه حقایق جوړوی . زموږ ژوند بیلابیلو فانی او دنیوي خنډونو په خپل جال کی را ګیر کړی دی خو که مو اراده او قرینه مثبته وی نو کامیاب او فعال به یو ، که نه عاطل او باطل به یو او خپلی نیمګرتیاوی به پر بل تاوانوو . لقمان حکیم ویلی دي چی « د ستونزو څخه مه بیریږه ، ځکه چی ستوري په تیاره کی ځلیږی » . نو هیله ده چی خپل شاوخوا هر شی او هره پدیده مثبت وارزوو او برئ پکښی ولټوو .