دغبرګ عبدالله اوانجنيرمحمدخان ترمنځ، شديداختلافات رامنځته شوي دي.


له څو سرچينو نه رارسيدلي رېپوټونه ښيي، چې دغبرګ عبدالله او د ده مرستيال انجنير محمدخان تر منځ اختلافات ډير ژور شوي او کيدی شي، محمدخان خپل بيلتون ترې اعلان کړي. همداراز ارغنديوال هم د په ځينو مجلسونو کې د بې طرفۍ خبره کړې ده.
دغه سرچينې، چې د خپل هويت څرګندولو ته لېواله نه دي، د دغو اختلافاتو لاملونه په دې ډول بيان کړي دي:
په لومړي سر کې، د عبدالله د ډلې لخوا انجنير محمدخان ته مالي امکانات نه ورکول کيدل خو وروسته اختلافات هغه مهال نوره هم زيات شول، چې د محمدخان په موټر باندې چاودنه وشوه، خو د ده پوره نه وه او له پېښې روغ راووت. سرچينې وايي، چې محمدخان داسې انګيري، چې دغه چاودنه د عبدالله د ډلې دسيسه وه او په دې توګه يې غوښتل نور له ده نه ځان خلاص کړي؛ له نوم نه به يې ګټه واخلي خو امتيازات به يې پر نورو وويشل شي.
تيره ورځ په ټولنيزو رسنيو کې يو داسې لاسوند هم خپور شو، چې د دې پېښې په هکله يې جزييات بيانول تاسو یې دلاندني لینک په کښېباسلو سره لوستلی شې:
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/20575