عبدالله ته د افغانستان سپارل پاکستان ته د افغانستان سپارل دي

نور د اصلاحاتو او همګرایی د ټیم او پاکستان د استخباراتو ترمنځ اړیکې نه پټېږي، ځکه د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر او د افغانستان سر سخت دښمن جنرال حمیدګل هر څه په ډاګه کړل. جنرال حمیدګل له فرانس پریس خبري اژانس سره پخپله وروستۍ مرکه کې چې د چهارشنبه په ورځ خپره شوه د ډاکتر عبدالله له ولسمشر کېدو ننګه کړې او ویلي یې دي چې دی کله د 1992 او 1995 کلونو ترمنځ په کابل کې د احمدشاه مسعود په مېلمستون کې و، نو نوموړي دی د جنرال حمیدګل د خدمت لپاره ګومارلی و او ده به هره ورځ څو ځله له ده سره کتل او ښه روابط یې سره لرل.

په کابل کې د پاکستان له سفارت سره د محقق، ډاکتر عبدالله او ځینو نورو له روابطو دوه کاله مخکې پرده پورته شوه او په دغه سفارت کې دوی څو ځله شپني مېلمانه وو. د افغانستان استخباراتو له دې مېلمستیاوو رپوټ ترلاسه کړ او ډاکتر علي حسین یاسا چې له ای ایس ای او د پاکستان له سفارت سره د دغو اړيکو تنظیمونکی و ونیول شو، خو وروسته بیا پر حکومت د محقق او نظار شورا د فشار په ترڅ کې خوشی شو.

محمدخان خو د جهادي تنظیمو د جوړېدو له پیله د حزب اسلامی د استخباراتو د کمېټې غړی او بیا د یوه ساحې مسوول او وروسته مشر پاتې شو، دا په داسې حال کې وو چې هغه مهال د جهادی تنظیمونو استخباراتي فعالیتونه په نېغه د ای ایس ای له خوا پلان او څارل کېدل.

محمدخان بیا په کابل کې د تنظیمي جګړو پرمهال وروسته له حکمتیار نه جلا او په مختلفو سیاسي او استخباراتي لوبو مصروف و. لنډه دا چې ده نظار شورا ته جاسوسي کوله او د حزب اسلامي د پوځي قرارګاوو او پوستو رپوټونه یې ورکول.  

لوستونکو ته کېدای شي دا پوښتنه وي چې پاکستان په ظاهره د طالبانو ملاتړ، تمویل او تجهیز کوي او کله کله د منافقت په هدف په سیاسي او نړیوالو مجالسو کې د پښتنو د حقونو غږ پورته کوی، نو اوس چې ټاکنې دي او برخلیک ټاکونکی وخت دی، نو واک بیا تاجکو او ډاکتر عبدالله ته غواړي او په بې شرمانه توګه وایي چې د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د نړۍ له دویمه درجه مفکر او اقتصاد پوه نه یو بې سواده ډاکتر ورته غوره دی.

د جنرال حمیدګل دا خبره د افغانستان او پښتنو په اړه د پاکستان له نیت او سیاست نه په ښکاره پرده پورته کوي. پاکستان په افغانستان کې لکه د نورو امپریالیستانو د جګړې همغه سیاست(د لږکیو په واک ته رسولو سره د ډېرکیو د غوسې او قهر پارول او د بې ثباتۍ او جګړې اور ته لمن وهل) پرمخ وړي. تر دې وړاندې دا تجربه لومړی شوروی اتحاد تکرار کړه او اوس یې پاکستان او ایران تعقیبول او دوام غواړي.

نو پاکستان له یوې خوا په هېواد کې د لږکیو د واک ته رسولو رذیلانه هڅې کوي او له بلې خوا د ډېرکیو په توګه د پښتنو د قهرولو په هدف د پښتنو د حقونو د غږ په پورته کولو سره د جګړې اور ته تېل شیندي.       

پښتانه باید په دې پوه شي چې پاکستان یې هيڅکله دوست کېدای نه شي، ځکه د پښتنو په پیاوړي کولو کې د پاکستان د ځمکنۍ پشپړتیا تاوان دی او د پښتنو له پیاوړي کېدو سره سم هغه هېواد د وېشل کېدو خوا ته ځي    او د شمال ټلوالې نه یې ملاتړ د جګړې د دوام لپاره دی، که نه پاکستان په دې پوهېږي چې پر شمال ټلوالې د ایران نفوذ تر پاکستانه پیاوړی دی.

پاکستان د پښتنو پرضد د لږکیو له پیاوړي کولو سره په حقیقت کې له پښتنو خپل هغه غچ اخلي چې د بر پښتانه د لر د پښتنو د حقونو پر سر تل له پنجابیانو سره په لانجو کې پاتې شوي دي. پاکستان د افغان دولت له دې انساني او اخلاقي عمل څخه تل ناسم تعبیر کوي او فکر کوي چې افغان دولت د پاکستان حکومت په وړاندې له لږکیو ملاتړ کوي او د هغوی پرضد یې استعمالوي.

له پښتنو پرته د افغانستان نور قومونه پخپل ګاونډ کې مستقل دولتونه لري او د هغوی له خوا ملاتړ یې کېدای شي، لکه ایران، ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان ، چین او نور، خو دا یوازې پښتانه او بلوچ دي چې د ګاونډ له خوا ملاتړ نه لري او قومونه یې د پنجاب تر اسارت لاندې دي او پنجاب یې غلامولو ته غل دی. د پښتنو دغه موقف که له یوې خوا د دوی په تاوان دی، خو لکه اسراییل دا چانس هم لري چې له یوه درېیم قوت سره لاسونه یو کړي او دهغوی له موقف نه په استفاده د ځان د پیاوړي کولو لپاره استفاده وکړي، خو دا چانس تل پاکستان له پښتنو تروړلی او د دوی پرضد یې کارولی دی. افغانستان ته د درېیم قوت په توګه یو وخت شوروي مطرح و او اوس امریکا مطرح ده، چې له دې دواړو سره پښتانه په جنګ واچول شول او دا امتیاز ترې واخستل شو.

پاکستان اوس په دې پوهېږي چې د پښتنو لپاره تلف شوي امتیازونه او فرصتونه یې بېرته اشرف غني ورګرځولی شي او له دې بد حالت څخه یې ایستلای شي، نو له همدې امله اوس په لړزه کې غورځېدلي او خپل ټول ځواک یې د اشرف غني د ناکامولو او ډاکتر عبدالله د کامیابولو لپاره منسجم کړی دی.

پاکستان یوازې په میډیا کې د اشرف غني او پښتنو د واک مخنیوی نه کوي بلکې په پټه یې هم کوي او د مرستیالانو په توګه یې خپل جاسوسان محقق او محمدخان هم له هغه سره کړي.

ټولو رښتینو افغانانو او په تېره پښتنو وروڼو بېداره اوسئ! همدا مو وخت دی د اشرف غني په کامیابولو سره خپل ټول دښمنان ناکامه کړئ. دښمن نن تر بل هر وخت کمزوری دی او ستاسو لاس پرې ډېر بر دی، ځکه د هېواد د دښمنانو کاندید ډاکتر عبدالله د ستاسو د کاندید په وړاندې کاملاً بې سواده او کمزوری دی، د اشرف غني او عبدالله د پوهې ترمنځ د ځمکې او اسمان فاصله ده او تاسو له دې فرصت نه استفاده وکړئ عام ولسونه مو له ځانه سره ملګري کړئ او واک ته د ده په رسولو ځانونه د تل لپاره د پاکستان له تحمیل شوې جګړې او نورو فتنو او توطیو خلاص کړئ.

خبرداره اوسئ! که تاسو اشرف غني واک ته ونه رساوه، نو تر سلو نورو کلونو به د حمیدګل غوندې پاکستاني جنرالان د ستاسو او ستاسو د نسلونو نسلونو پر وینو لوبې کوي او د ستاسو ژوند او شتمني به د شر او فساد د زمینې په توګه د اصلاحاتو او همګرایۍ د ټیم د واک لېونیانو او قومي او ژبني متعصبینو ته وړاندې کوي.      

دا هم له فرانس پریس سره د جنرال حمیدګل مرکه:

حمیدګل: افغانستان اکاډیمیک ته نه بلکې جنګي مشر ته اړتیا لري

تاند- د پاکستان د آی ایس آی پخوانی ريیس متقاعد جنرال حمید ګل وايي چې عبدالله عبدالله د سولې لپاره تر ټولو غوره دی.

د فرانس پریس خبري اژانس او د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې:«حمید ګل چې د پخواني شوروي اتحاد پرضد یې جنګیالي روزلي او د طالبانو د ډلې په رامنځته کولو کې یې مرسته کړې، اوس وايي چې د طالبانو پخوانی دښمن عبدالله عبدالله د سولې د رامنځته کولو لپاره تر ټولو ښه چانس لري.»

تریبیون ورځپاڼه زیاتوي: ۷۷ کلن متقاعد جنرال حمیدګل، چې په ګاونډیو هیوادونو کې د نیابتي جګړې په وسیله د پاکستان د نفوذ د خپرولو د ستراتیژۍ د عملي کولو لپاره د لوی مشاور په سترګه کتل کېږي، لا یې هم ځیني کارپوهان د پوځي چارواکو تیورسن ګڼي.

ورځپاڼه لیکي، په داسي حال کې چې افغانستان د شنبې په ورځ د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ انتخاباتو ته تیاري نیسي پاکستان ظاهراً ځان بې پرې ښيي.

خو جنرال حمیدګل فرانس پریس خبري اژانس ته په مرکه کې وویل، په افغانستان کې سولې ته یو جنګیالی پکار دی نه یو اکاډیمیک او علمي شخصیت.

حمید ګل له فرانس پریس سره د خپل راولپنډۍ په کور کې مرکه کړې. اژانس وايي، نوموړی لا هم د پاکستان د پوځ لپاره یو مهم سلاکار ګڼل کېږي.

حمید ګل ته د فرانس پریس خبری اژانس خبریال وویل چې عبدالله په جګړو کې برخه اخیستې او د طالبانو پرضد یې مقاومت کړی، له بلې خوا یې له طالبانو سره د خبرو لپاره سخت شرطونه ایښي، همداراز عبدالله د شمال د تاجکانو له ملاتړه برخمن دی خو د ده برعکس اشرف غني د اکثریت افغانانو او طالبانو په شان په خټه پښتون دی.

ده په ځواب کې وویل:«که هدف سوله وي او باید هم وي، نو په افغانستان کې د سولې لپاره عبدالله خورا زیات امتیازونه لري.»

حمیدګل زیاته کړه:«د عبدالله ملګري هم جنګیالي دي.»

ده د عبدالله لومړي مرستیال محمد خان او محمد محقق ته اشاره وکړه.

د آی آیس آی پخواني رييس حمید ګل د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«اشرف غني جنګیالی نه دی. له یوه غیرجنګي سړي سره ګرانه ده چې جنګیالي خبرې وکړي.»

حمید ګل وايي چې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ د تنظیمي جګړو په مهال ده د ښکېلو خواوو ترمنځ منځګړتوب کاوه.«هماغه وخت زه د احمدشاه مسعود په مېلمستون کې اوسېدم او عبدالله ګومارل شوی و چې ما ته خدمت او توجه وکړي. ما به تقریباً هره ورځ عبدالله عبدالله لیده.»