د غبرګ عبدالله ټیم د خپل منځي بې باوریو په لومو کې !

د غبرګ عبدالله په انتخاباتي ټیم کې خپل منځي بې باورۍ هغه وخت زور وموند، چې دویم دور ته د ټاکنو له تلو سره سم یې یو شمیر کاندیدان د ځینو معاملو په پایله کې خپل ملاتړ ته را مات کړل، د عبدالله ټاکنیز ټیم ته نږدې سرچینې، چې د نوموړي د لومړي مرستیال انجینیر محمدخان نږدې کسان دي او اوس یې د خپل منځي بې باوریو له وجې له انجینیر محمدخان سره اړیکې غوڅې شوي دي وايي، چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې به چې عبدالله له ځینو مهمو کسانو سره لیدنې کتنې کولې نو انجینیر محمدخان به یې نه خبروه، دوی وايي، چې په اکثرو مهمو پرېکړو او ناستو کې به محمد محقق او عبدالله ګډون کاو، داسې وخت هم شوی، چې په څو مواردو کې عبدالله له محمدخان نه بښنه غوښتې او ورڅخه غوښتي یې دي، چې که دی له ځینو کسانو سره د خبرو پر وخت یوازې پریږدي نو ښه به وي. دا ډول چلند څو ځلې محمدخان دې ته اړکړی، چې خبره د اقتصاد له وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال سره مطرح کړي، خو د ارغندیوال د پرله پسې تماسونو سره سره بیا هم له محمدخان سره د عبدالله په چلند کې بدلون نه دی راغلی.
همدارنګه عبدالجبار شلګری چې د انجینیر محمدخان له نږدې ملګرو څخه دی څو ځلې د نظار د شورا له ځینو غړوسره د دا ډول چلند پر سر مرور شوی دی خو وروسته له دې چې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې او عبدالله یې اړویسته چې له ځینو نورو کسانو سره نوې معاملې وکړي. د راتلونکي حکومت د جوړښت او د ټولو ډلو د واک سلنې او وېش د دوی په منځ کې کشمکشونه زیات کړي دي.
د انجینیر محمدخان پخواني ملګري، چې د امنیتي دلایلو له امله د نوم له ښودلو ډډه کوي د دا ډول څو پېښو یادونه کوي او زیاتوي، چې دوی د همدې ډول چلند له امله چې دوی ته د منلو وړ نه و له انجینیر محمدخان څخه بښنه وغوښته او ملګرتيا یې ورسره پرېښوده. هغه مهمې ترینګلتیا وې، چې د دې ټاکنیزې ډلې په منځ کې پېښې شوي داسې شمیري.
مهم مجلسونه :
د کب دمیاشتې ۸ مه نېټه وه، چې فضل احمد معنوي د ټاکنو د کمیسیون له یو شمیر کارکوونکو او مسوولینو سره ، د عبدالله هغه مخصوص دفتر ته راغی، چې دوی به مهم ملاقاتونه په کې کول، څو شیبې وروسته د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون غړی عزیزالله اریافر هم راغی په دفتر کې د ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالجبار شلګری او فضل الرحمن اوریا هم حاضر وو، د دفتر یوه مسئول هغه وخت له خپله ځایه پاڅېده، چې دفترته د عبدالله د رارسیدو پیغام یې ترلاسه کړ. نور نو د دې وخت را رسیدلی و، چې معنوی او اریافر له شته کسانو سره جې د لوګر ولایت د شکایتونو دکمیسیون یوه ښځینه غړې هم ورسره وه له عبدالله سره د خبرو لپاره د هغه خونې ته ورشي، په دې وخت کې د دفتر مسوول غږ وکړ، چې اوریا صاحب به له ډاکټر سره وګوری او بیا به طلوع تلویزیون ته د مرکې لپاره لاړ شي، خوله هغې وروسته په غونډه کې یې د شلګري له ګډون څخه بښنه وغوښته، عبدالجبار شلګری، چې د دې خبرې په اوریدو عصباني شوی و سم دستي له دفتره ووت او له محمدخان سره یې اړیکه ونیوله ، انجینیر محمدخان هغه خپل کور ته وغوښت او بیا وروسته دواړه عبدالهادي ارغندیوال ته ورغلل خو له دې سره سره بیاهم کوم بدلون رانه غی او له شلګري سره دا ډول چلند هغه اړ کړ، چې د کمپاین دفتر پر یږدي وروسته بیا د عبدالله د کمپاین د دفتر مسوول نصرالله بریالی، د حزب اسلامی غړی عبدالله کامه وال، او محمود صیقل د هغه کورته ورغلل او بیرته یې پخلاکړ. ویل کیږي، چې له دې وروسته د ارغندیوال او عبدالله ترمنځ اړیکې ترینګلې غوندې وې.
د ګل اغا شیرزي او زلمي رسول سره معامله :
د عبدالله، محمدخان او محمدمحقق ترمنځ جوړجاړی د واک په سر داسې دی، چې د ارغندیوال په مشرۍ د اسلامي حزب شاخې ته به یوازې ۳ وزارتونه او ۵ ولایتونه ورکول کیږي. کله چې ګل اغا شیرزی او زلمی رسول د عبدالله ډلې سره یو ځای شول ځانګړې غوښتنې یې درلودې ، د عبدالله او دوی ترمنځ له ناستو وروسته د دوی وړاندیزونه له محمد محقق سره مطرح شول . محمد محقق یادونه وکړه، چې دی په هیڅ قیمت حاضر نه دی ، چې ګل اغا او زلمي رسول ته دې کوم وزارت یا ولایت ورکړل شي، خو کله چې عبدالله د دوی د راتګ په اهمیت باندې خبرې وکړې محقق له مجلس څخه پاڅېده او ویې ویل، چې زه هیڅ ډول معامله نه غواړم او که د دوی راتګ ستاسو لپاره مهم وي نو زما له برخې یې نه شی ورکولای بیاعبدالله اړ وت چې د زلمي رسول او ګل اغا لپاره داسې څوکۍ ومني، چې مخکې یې د ارغندیوال په مشرۍ حزب اسلامي سره کړې وې، د دې خبرې په اوريدو سره انجینر محمدخان او شلګری بیا ارغندیوال ته ورغلل او دا موضوع یې ورسره شریکه کړه . ارغندیوال د تیلفوني اړیکې په وسیله له عبدالله څخه د وخت غوښتنه وکړه.
په هغه غونډه کې چې د عبدالله په کور کې د ارغندیوال ، محمدخان او شلګري ترمنځ وشوه محقق نه و حاضر خو عبدالله د شورای نظار د ډلې مخکښ کسان لکه محمود صیقل، دمصطفی کاظمي وروراو سانچارکي را غوښتي وو، عبدالله د ارغندیوال د ګیلې په وړاندې وویل، چې موږ په حزب اسلامی لوی حساب کړی و، خو ستاسو ملګري نورو ټیمونو ته لاړل ، له یوې خوا قطب الدین هلال کاندید شو یو زیات شمیر کسان د محمدخان له څنګه هغه ته ورغلل، د وحیدالله سباوون، قاضی محمدامین وقاد او جمعه خان همدرد په مشرۍ حزب اسلامي د دوی په مخالفت کې ولاړ دي نو ځکه هغه امتیاز چې موږ ستاسو لپاره په پام کې نیولی اوس هم زیات دی، خو له ډیرو بحثونو وروسته پایله داده شوه، چې حزب اسلامي به له یوې خوا د هلال له ګروپ سره د خبرو اترو له لارې هغه د اصلاحاتو او همګرایۍ د ټیم ملاتړ ته رابولی او له بلې خوا به له استاد سیاف سره په خبرو اترو کې ډير کوښښ کوي خو کله چې د عبدالله داهیلې پر ځای نه شوې او حزب اسلامی ونه شول کولای خپلې دندې سرته ورسوي ترینګلې اړیکې لاهم ترینګلې شوې.
د کمپاین لګښت :
عبدالله له اقتصادي پلوه ډير بډای دی، د کمپاین په چار وکې بې دریغه پیسې لګوي هغه حتا اړتیا نلري، چې له خپلو مرستیالانو د مالي مرستې غوښتنه وکړي، خو له هغه وخته راپه دې خوا چې د عبدالله او ارغندیوال د ډلو ترمنځ د واک په ویش باندې اختلاف رامنځ ته شوی عبدالله د مالي منابعو موضوع راپورته کړې ، په هغه ورځ چې د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو نهايي پایلې اعلان کړې د شپې له خوا د عبدالله دواړه مرستیالان او ځینې نور پلویان یې د عبدالله په کور کې سره جرګه شول، عبدالله د دویم دور ټاکنو د لګښت او کمپاین موضوع راپورته کړه، خو د هغه اصلی موخه دا نه وه، کله چې د محمدخان له خوا د مالي ستونزو او نه توان خبره وشوه نو بیا عبدالله د خبرې بل مخ را وړاندې کړ او هغه دا چې که تاسو پیسې نه شی راکولای نو زه به له نورو کسانو پیسې واخلم او بیا به له هغوکسانوسره په حکومت کې د ځانګړو څوکیو ژمنه وکړم. عبدالله وویل دا یوه سیاسي دوامداره مبارزه ده که موږ خپل ځانونه چمتو نه کړو نو بایلونکي به یو او ټول لګښتونه به مو بې ځایه لاړ شي. د غونډې په پای کې چې انجینر محمدخان او عبدالجبارشلګری په موټر کې کیناستل نو په لاره یې له ځان سره دا خبره راپورته کړه، چې داسړی له موږ سره دوه مخې لوبه کوي زموږ اقتصادي ستونزې په پام کې نه نیسي او د پیسو غوښتنه کوي او دادی موږ چې پیسې نه ورکوو اوس مو په راتلونکي حکومت کې ونډه راکموي په همدې خبرو پسې محمدخان او شلګري پرېکړه وکړه، چې له ارغندیوال سره باید وکتل شي.
د دې ډلې په منځ کې دا ډول اختلافاتو او په ځانګړې توګه د انجینیر محمدخان او شورای نظار د کسانو تر منځ بې باوري دا څرګندوي، چې په دوی کې سر له اوسه خپل منځي اعتماد نشته .
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه