ځینو رسنیو او د ګردي میز ځینو کارپوهانو ته د ورورۍ یو وړاندیز!
(عبدالله وردک)
انګلستان - مې - ۲۰۱۸
ګرانو او عزتمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وی.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
د افغانستان خبري رسنیو ته پکار ده چې خپلو وطنوالو ته د خپل هېواد حقایق، د حقایقو په اصلي بڼه په ډېره امانتدارۍ سره وړاندې کړي، او دوی د خپل ځان له طرفه، د خپلې خوښې، کوم شی پکې کم او زیات نکړي. رسنۍ باید آزادې وي، او له کوم سیاسي جریان سره په یوه نامه او بل نامه کوم ارتباط او تړون ونلري. همدا شانته، د دوی کارکونکي باید د رسنیو منل شوی قانون تر پښو لاندې نکړي، او دوی باید د قانون په تطبیق کولو کې تر ټولو مخکښ وي. دوی باید هېر نکړي، چې الحمدالله، دوی مسلمانان او افغانان دي، او دوی باید په هېچا پسې دروغ ونه تړي، او په هېچا تهمت ونه لګوي، او هر وخت له اسلامي اخلاقو څخه کار واخلي.
همدارنګه، هغه وروڼه او خویندې چې په تودو سیاسي بحثونو کې برخه اخلي، هغه باید تر خپل وس او توان پورې کوښښ وکړي، چې د عامو خلکو په ژبه خبرې وکړې، او د هغه پردیو ټکیو د کارولو څخه ډه ډه وکړي، چې نه دوی پرې پوهېږي، او نه خلک پرې پوهولی شي. ډېر ځله سړی نه پوهېږي چې د ځینو سیاسي کارپوهانو، اصلي هدف څه شی دی؟ او دوی چاته غواړي خپلې خبرې وکړي؟ د مثال په توګه، یو څو ورځې مخکې، د یوه ګردي میز د برنامې مسىٔول نفر د ”فېګور سیاسي“ پردی (بېګانه) ټکی، دومره زیات په خپلو پوښتنو کې یاد کړ، چې د بحث موضوع یې باالکل بې خونده کړه، او دغه ټکی یې دومره غلط تلفظ کاوه، چې کېدای شي، د ځینو کسانو زړونه یې بېخي د دغه شانته بحثونو څخه تور کړي وي.
ددې ښاغلي، دغه ټکی د فېګور (Figure) ټکی و، چې هغه یو انګریزي ټکی دی، چې په مختلفو ځایو کې، مختلفې ماناګانې لري. ددې انګریزي ټکي پرځای، څېره، ښه مناسب ټکی و. د مثال په توګه، د ”فېګورهای سیاسي“ پرځای سیاسي څېرې، ډېر پرځای او مناسب ټکی و. نو لازمه نده، چې بهرني ټکي، چې ډېر ډېر ضرورت ورته نوي، وکارول شي، او د همدغه لږ لږ بې غورۍ، او بې پروایۍ په نتیجه کې، ورو ورو پردي ټکي، ملي ژبې ته لاره پیدا کوي، چې په پای کې به، ملي ژبه، یا ملي ژبې ډېرې بې اهمیته او بې قدره کړي.
همدارنګه، هغه مېلمانه چې پدغه سیاسي بحثونو کې برخه اخلي، هغه باید خپل ځانونه سل په سلو کې د برنامې د مشر په اختیار کې ورنکړي، او دوی هم حق لري چې د برنامې له مسىٔول څخه کلکې کلکې پوښتنې وکړي، او دغه باید یو طرفه جاده نوي. دغه محترم مېلمانه باید خپلې خبرې په ښه واضح او مکمل ډول سره خپلو هېوادوالو ته وړاندې کړي. همدا ډول، دغه قدرمن مېلمانه، په هر حالت کې باید الله(ج) په سر حاضر کړي، او خپلو خلکو ته هغه څه ووایي، چې حقیقت وي. ښو ته ښه، او بدو ته بد، ووایى.
دغه سیاسي کارپوهان باید پوه شي، چې دوی به د خپلې هرې خبرې ځواب الله(ج) ته ورکوي، او همدارنګه، دوی د ټولو افغانانو په نزد وجداني مسىٔولیت لري.
هېره د نوي چې د ښو او بدو معیار به یوازې او یوازې د اسلام پر تله کېږي.
د یوه سیاسي پروګرام مېلمانه باید دا ومني، چې د دوی خبرې ډېر خلک اوري، او هغوی د دوی د هرې خبرې په برخه کې خپل قضاوت کوي. نو د پروګرام د مېلمنو دپاره لازمه ده، چي حقایق، د حقایقو په شان وړاندې کړي، او خپل آخرت، د خپل سیاسى ګوند او مفکورې دپاره قرباني نکړي.
د دغه ډول ګردي میزونو، اصلي هدف باید د سیاسي ګوندونو نږدېوالی او اعتماد منځ ته راوړل وي، او دوی باید دغه تیت ملت، د اسلام په رڼا کې سره یو موټی کړي.
همدارنګه، که هریو مېلمه، یو د بل خبرو ته په آرامۍ غوږ ونیسي، او یو د بل هراړخیزه غلطي اصلاح کړي، نو کېدای شي، چې دغه ډول پروګرامونه به، په آینده کې ډېر ګټور واقع شي.
ځینې رسنۍ او د هغو کارکونکي، د بیان د آزادۍ له نامه څخه ډېره ناوړه ګټه پورته کوي. دوی باید په هر وخت او هر حالت کې اسلامي قوانین تر پښو لاندې نکړي، یعنې په هېڅ صورت کې خپل ایمان د شهرت او پیسو په مقابل کې له لاسه ورنکړي.
نن سبا، غربي رسنۍ دوه قسمه عمل کوي. دوی په خپلو ملکونو کې له ډېر احتیاط څخه کار اخلي، او هېڅکله پر خپلو سیاستوالو د دروغو تهمت نه لګوي، اما، همدغه رسنۍ بیا د نورو ملکونو د سیاستوالو په برخه کې هېڅ چرت نه خرابوي، او په لازمه توګه احتیاط نکوي.
ځینې رسنۍ، او په اصطلاح سیاسى کارپوهان، خو له ورایه ښکاري، چی د بهرنیو ملکونو د ګټو دپاره کار کوي، او دوی ته د افغانستان ملي ګټې، د دوی د شخصي ګټو په مقابل کې هېڅ اهمیت نلري.
د یادولو وړ ده، چې یو شمېر ملي رسنۍ، او قدرمن سیاسي کارپوهان، شپه او ورځ د خپلو وطنوالو او خپل وطن په خدمت کې لګیا دي، او دوی په ریښتیا سره، خپلو هېوادوالو، ته حقیقت، د حقیقت په بڼه په ډېره امانتدارۍ سره، هر وخت په هر حالت کې وړاندې کړی، او وړاندې کوي، او الله(ج) د دوی ته عظیم اجرونه ورکړي. آمین.
د پام وړ ټکي:
پخواه به چې چا یو خراب کار وکړ، نو هغه به د خلکو څخه یوه اندازه شرمېده، اما، اوس ځینې خلک دومره سپین سترګي شویدي، چې د بدو کارو کول په هغوی هېڅ تأثیر نکوي. د مثال په ډول، د ځینو نفرو له خولې څخه به تاسې ټولو داسې ټکي اورېدلي وي، چې دوی دومره مېلیونه دالر لري. که ددغې خلکو پخواني ژوند ته په ځیر وکتل شي، نو د دوی په ژوند کې په غیر مشروع توګه ډېر تغیر راغلی دی.
همدارنګه، ځینې کارپوهان، ډېر بېګانه پرست دي، او دوی ته هر وخت پردي شیان تر خپلو شیانو ښه ښکاريږي. کېدای شي ددې یو علت دا وي، چې دوی ته خپل ځانونه ښه معلوم دي، او دوی د خپلې آیندې څخه ډېر مأیوسه دي، نو لدې کبله، دوی خپل ځانونه د خپل ژوندانه دپاره په بهرني بادارانو پسې تړلي دي، او هغوی دوی یوې خواه او بلې خواه ته کښوي.
هېره د نوي، چې زیاتره رسنۍ او د دوی کارکونکي، ډېر د قدر وړ خلک دي، او دوی د ژوندانه په ډېرو سختو شرایطو کې خپلو هېوادوالو ته خدمت وړاندې کوي. یوازې یو محدود شمېر ډېرې مضرې رسنۍ او د هغوی ډېر مضر کارکونکي، او په اصطلاح چوب ختي کارپوهان دي، چې دوی هر وخت د پردیو په ژبه، د پردیو د ګټو دپاره خبرې کوي.
په پای کې د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته په ډېره عاجزۍ د دعا لاسونه پورته کوم، چې الله(ج) د مونږه ټولو مسلمانانو ته په هروخت کې د نېکۍ هدایت وکړي، او الله(ج) د په افغانستان او ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یا رب العالمین. والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com