د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد له اشرف غني نه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد چې په راس کې یې قاضی امین وقاد، انجینر وحیدالله سباون اودپکتیا والي جمعه خان همدرد دي نن په یوې لویې غونډې کې، چې د کابل په کانټینننټل کې ترسره شوه خپل ملاتړ د تحول او تداوم له ټیم څخه اعلان کړ.
بايد وويل شي، چې د حزب اسلامي لخوا په ټاکنو کې خپل نوماند هم درلود، چې زياتې رايې تر لاسه نکړې.
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه