د لبسیرین زیات کارول دسرطان ناروغي پیدا کوي
میندې ښکلا ته ډېر پام کوي او د ښکلا او سینګار په توکو کې لبسیرین تر نورو زیات کارول کېږي، خو ډاکتران وایي، هغوی چې د لبسیرین په کارولو کې اعتدال نه کوي، په سرطان ناروغۍ یې د اخته کېدو وېره شته.
البته یوازې سرطان نه بلکې، نورې ناروغۍ هم ترې رامنځته کېدای شي، خو په لبسیرین کې شته کیمیاوي مواد ددې باعث کېږي چې په دوامداره توګه یې په استعمالولو سره سرطان ناروغي پیدا شي.
له لبسیرین پرته سینګار هم امکان نه لري، خو مېرمنو ته توصیه کېږي چې ډېر یې ونه کاروي.
ډاکتران مېرمنو ته توصیه کوي چې تر لبسیرین کارولو وروسته کله چې ویدېږي او یا یې نوره اړتیا نه محسوسېږي باید خپلې شونډې په سمه توګه پاکې کړي او پاتې کېدل یې زیان اړوي.
په ورته وخت کې باید مېرمنې تر ویدېدو وړاندې خپل سینګار پاک کړي، ځکه پاتې کېدل یې پوستکی خرابوي.
له محور ورځپاڼې په منننه