گل آغـا شېرزي پنځــه ملیونه ډالــر غوښـــتل

ډاکټراشرف غني احمدزي ته نیږدې سرچینې وایي، ناکام کاندید ګل آغا شېرزي د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ملاتړ لپاره له هغه څخه پنځه ملیونه ډالر او ځینې دولتي مقامونه غوښتل چې ډاکټر اشرف غني احمدزي یې له ورکولو ډډه وکړه. ګل آغا شېرزي نن ورځ د یوې ژوندۍ مطبوعاتي غونډې له لارې د یوې معاملې په ترڅ کې ډاکټر عبدالله عبدالله ته تن اېښي دی، په داسې حال کې چې د هغه معاون د ټیم ګڼو غړیو د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړی دی.
ګل آغا شېرزي تېر ځل د کندهار تر ټولو لوړه رأیه اخیستې او ښایي ډاکټر عبدالله عبدالله د کندهار د ولس د رأیې درنده مالي او سیاسي بیه پرېکه کړې وي.
تر دې مخکې یوه بل ناکام کاندید زلمي رسول هم د ډاکټر عبدالله عبدالله په دربار کې لیدل شوی، خو ټیم یې تجزیه شوی، او د ټیم غړي یې د خوست د کمال ناصر اصولي، د کندهار د ایوبي، د وردګو د کلیمزي، د غزني د عبدالجامع جامع، او خلیل هوتک، او د پخواني وزیر وحیدالله شهراني په شمول د اشرف غني احمدزي لور ته ورغلي دي.
احمد
02.05.2014
- محمد امين بسمل
...
04.05.2014
- محمد امين بسمل
...