روانې ټاکنې حقوقي مشروعیت نه لري

Kandidan d.6.1.14

لیکونکی ش،حصین

«حکومت هغه وخت مشروعیت لري چې تر واک لاندې پرګنې ېې پر دې پوره باور ولري چې د مشرانو او یا واکمنو جوړښت،کړنې،پریکړې،اوسیاست يې له غوره توب، ریښتینولۍ ،ژغورندوینې اوخیر رسولو نه برخمن وي» «ماکس وبر»

کله چې پرروانې واکمنۍ دباور خبره را مخ ته کیږي نوددغې واکمنۍ پردیتوب او په دروغو اوفساد کې تر ستوني ورکیوتل هغه څه دې چې دخلکو دپرګنو هر ډول باورورنه اخلي.اودغه دباور نه شتون مخکې تر هر څه دواکمنۍ حقوقی اوسیاسي مشروعیت له پوښتنې سره مخامخ کوي.دهمدغه مشروعیت پوښتنه واکمني دې ته باسي چې هیڅ عمل، پریکړې ،سیاست او کړنې ېې داعتبار وړ نه وي. تر دغسې یوې واکمنۍ لاندې هر عمل ،که هرڅومره دموکراتیک رنګ هم ورکړل شوی وي له حقوقي ارزښت څخه را لویږي.

دغې لنډې یادونې ته په کتنه حکم کیږي چې په هیواد کې روانې «ټول ټاکنې»ټولنیز جوړونکی اعتبار او حقوقي ارزښت نه لري او ترډیره یوې جوړې شوې سیاسي نندارې ته ورته دي. ولې مشروعیت او حقوقي ار زښت نه لري؟ ځواب ېې باید په لاندې لنډو یادونو کې ولټول شي:

لومړی: هیواد دپردو لښکرو له خوا اشغال دی.په یوه اشغال شوي هیواد کې داشغالګر ښه یا بد نیت  دبحث وړ نه دی،داشغال شتون دیوه هیواد داستقلال ، ځمکنۍ سلامتیا او ملي واکمنۍ پوښتنه را منځ ته کوي.په یوه اشغال شوي هیواد کې دخلکو او اولسونو اراده داشغال په منګولو کې را ښکیل وي او هر څه داشغال په زور او سیاسي کړنورنګ اخلي. دغه واقعیت ښيي چې دپردو لښکرو تر اشغال لاندې اولسونه استقلالیت نه لري او داستقلالیت په نه شتون کې دهغوی رایه هم داشغال په لومو کې نغښتې وي او حقوقی بڼه نشي درلودلی.داچې یوشمیر واکمن روښانفکران یا ددوی اود اشغال ترحم ته ناست مجبور روشنفکران افغانستان اشغال نه بولي دا دهغوی دګټو او حالت ښودنه کوي نه داچې وطن رښتیا اشغال نه دی.دلته باید دفریدریش نیچه داخبره راوړو چې واييزموږ دزمانې روښانفکران زر ځله تر پخوا مرییتوب ته ورلویدلي دي» دنیچه خبره دڅه دپا سه اوو مخکې لسیزو خبره ده او هغه وخت لا آن دده خپله ټولنه تر کوم مخامخ اشغال لاندې نه وه. نن چې افغانستان مخامخ اشغال دی اوټول بشریت هم دپانګوالې نړۍ په زور زیاتیو کې را ایسار او دزمانې یو زبر ځواک کې برخلیک ټاکي نو ویلی شو چې زموږ دزمانې روښانفکران ملیون ځله تر پخوا ډیر مریان دي(له عام حکم نه بښنه غواړم) په دغسې حالاتو کې چې دیوې ټولنې انسان دهیڅ ډول استقلالیت ، امن او باورشتون نه ویني رايي  ورکول ېې دفساد په لړو کې دمنفعتي راکړې ورکړې اعتبار لري نه حقوقي ارزښت.

دویم: امنیتی خونړي حالت دخلکو او اولسونو رايي دزور په منګلو کې را ښکیل کړیدي.وژنې،ویره ونې او ورانونې یواځي هغوی نه کوې چې طالبان یا مخالفین ېې بولي.بلکې داشغال وحشي ځواکونه،دولتي پوځي،پولیسي ،امنیتي ،ملیشايي، اربکي او نور ټول په وژنو اخته دي.په ملیونونو کونډې ،یتیمان،دکور دننه او بهر کډوالتوب یواځې دمخالفینو جګړه ییزو عملیاتو نه دي را مخته کړي.څه ناڅه درې څلور میاشتې کیږي چې دولت دټاکنو دخوندیتوب په نوم پراخه وژنې پیل کړي . که ډیر نه وي د«ملي» تلویزیون مخته وګوري هر ورځ هر ساعت او هره شیبه پورته سندرې،نڅاوي اوډانسونه روان وي لاندې لیکل کیږي: شل وسله وال طالبان ووژل شول،لس ووژل شول او داسې نور.داپه داسې حال کې ده چې اوس دملکي خلکو وژنه هم دهمدې نندارییزو ټاکنو لپاره یو منل شوی عمل ګرځیدلی دی. دغه خونړی تریخ اودردوونکی واقعیت ښيي چې دولت په زورټاکنې غواړي او مخالفین دسر په بیه مخالفت ورسره کوي ددې دوو تر منځ خلک او اولسونه دمرګ په تبۍ ناست دي. په دغه حالت کې کوم شرعیت یا سنت ټاکنو ته مشروعیت ورکولی شي.دلته مې له شرعیت اوسنت څخه مطلب حقوقی یا قانوني توجیه یا هم دودیزه یا سنتي ارزښتونه دي.هغه قوانین چې داشغال تر سیوري لاندې واکمنو جوړ او منلی همدوی ته حقوقی اعتبار لري نه ټولو خلکوته.په دې قوانینو کې د خلکو او اولسونو عمومي نظر پوښتنې