نوی غزل

پیرمحمد کاروان

په تور کمر کې

دا به کرامات لري له تیږو اوبه وباسي
ځینې ځینې سترګې له سړي ځینې زړه وباسي
هغه چې ماشومه وه اغزي مې يې له پښو ويستل
را دې شي له زړه مې دې ویشتلي باڼه وباسي
ناڅاپه شهنده شي په شغ راشي حمله وکړي
خرپ شي په پنجو کې له پنجرو نه مارغه وباسي
عشق چې زورور شي د طوفان وزرې واغوندي
لویې لویې ونې لکه مازې واښه وباسي
دا سترګې د کوم یوه زرغون سمندر خویندې دي
بیا په څپو راغلې چې به څوک له کاله وباسي
دا ځلې دې داسې لېونۍ مینه ملګرې شوه
یا به دې شي لمونځ او یا به تا له لمانځه وباسي
سخ به دې کاروانه وي که ښکلې لاروۍ دې شوه
دا به درته لار په تور کمر کې د غره وباسي